پیرمحمد کاروان حمزه که و هم، د هندکیو په طرف کې به و په دې مېرو کې خو کاروان شولو باني د غزل
پېژندنه
اشعار
د کاروان په اړه لیکنې
کاروان ته شعري پېرزوینې
کاروان پر انټرنېټ
***
زمونږدګران وطن دلوړوغرونيازبين شاعره لتانه جار شه زمونږ ځان زما شرين شاعره زمانه تاباندې وياړيږيږي ته خبر يی کنه؟ لررو بر ټول په تاوياړيږي ګل ورين شاعره *** ته شه را پورته د افغان دپټګي ول جوړه وه ښايسته شعرونه بيادپيغلو په اوربل جوړه وه د يزيديانو تور لښکر په وطن بيا راغلي دی تجاوزته دافغان په نوم مرچل جوړه وه *** تاته معلوم دی چې ژوند شپی اوسهارونه لري دازغومينځ کې بوتي هم ښا يسته ګلو نه لري هغه چې زيږوي دتا په شان خاد م فرزند ا ن په هغووياړم چې دمو رپه شا ن نو مونه لري *** دغيرتونو او د سولې قدر د ا ن شاعر يي افغان اولس ته د وختنو قهر مان شاعر يي دغرو لمنو کې ريد ي ګلان هم تا يا د وي ته دکيږدۍ اودکوچې دژوندبيان شاعر يي *** د نوې کال د بهارونو کيسۍ تا سره د ي د غنم لو او چنارونو کيسې تا سره د ي د غرولمنوکې ريدي ګلان هم تاته خاندي د مليار بڼ نه د ګلونو کيسی تا سره دي *** غره نه را ښکته شه د شعر ښکلې ديوان راوړه بيا خوږ شاعر شه بيا د مينې خوږ داستان راوړه ټو ل شاعرا ن يي د تا زه غز لو لا رې څاري دخوب نه ويښ شه بيا زمونږ هغه کاروان راوړه
ارمان لېونی د(کاروان) سندرې ته په دې سپینو پاڼو څه ولیکې؟ چې بیا يې شنه لمبه کړې؟ ته لویو لارو کې د کلي ناست وې سهر ماښام دې وینم شګې شیندې کله د کلي چینارو کې بره... سرې شنې ټوکرې تړې. په نیمه شپه کې دې هم کله کله اورم د پلونو ګړندیو خرپا چې له ګودره راتاویږې پلیتې سوځوې سهر وختي مې هم تر سترګو سترګو ډېر تېریږې کوز هدیره کې د زړو قبرونو خوا کې ناست وې څه عجیبه شان زمزمه دې راځي، لکه کوترې چې غومبرې وهي کله شپېلۍ وهې په پوله باندې غلی پروت وې کله په سره ټکه غرمه کې اخوا دیخوا ګرځې په هره لار کې د ګلرنګو لار کې، زه دې ښه وینم ډکې سترګې ناست وې ای لېونیه ،جادوګره، ای کوډګر عاشقه راشه چې کوډې درته زه وښایم... که د ګودر د جونو زړونه غواړې... که د ما لت د هر ګلرنګ په زړه کې کور جوړوې که دې خیالونه تر اسمان رسوې، او له سپوږمۍ سره تر غاړه کېنې او له رڼو ستورو مچکې اخلې ای لېونیه جادوګره، ای کوډګر عاشقه بیا به سندرې له ګودره جونه درته په شنو او سرو بنګړیو وايي بیا به دې هر ګلرنګ د کلي د چینار په بشره ستا د نامې دا یا غي توري لیکي په دغه لار چې یو سوالګر هم پرې لا نه تېریږي پرې ښاپېرۍ به د غزلو راځي درته به ستوري ستوري توري په ځولو کې راوړي ته نولوې به يې غزل کې ترې به هار جوړوې درباندې شیندي به ګلونه د خیالو وراڅوالې د سپوږمۍ غاړه کې به اچوې دا ها ر د ګلو سپینه سپوږمۍ به شي په تا میَنه ترې نه به لاس کړې را چاپېر ور سره به ورو ورو به ځې په هر قدم به ترې مچکې اخلې ورسره غبرګې به سندرې واېې ای لېونیه، جادوګره، ای کوډګره راشه چې درته زه دغه سپېڅلې کوډې وښایمه دا کوډې داسې بختورې زورورې کوډې چې هر یو توري ته ېې سمې او غر سر ټیټ کړی په هر یو زړه ، په هرې یو خیال ېې پروت اثر د مینې ورته باګرام، ورته کابل، او خیبر سر ټیټ کړی هئ ،،، ولې ولې جادوګره لېونیه ولې؟ په تاخو اوښکې شوې راماتې ته خو وژړېدې لمنه مه نیسه دا کوډې پښتنې کوډې دي د عاشقانو ملې،،، د غریبانو ملې،،، دا وجوره نه لري د ټولو بې وسانو ملې نو لېونیه جادوګره ورځه کوډې دادي ... چې د (کاروان) یو څو سندرې زده کړه سهر ما ښام ېې ښه خواږه شان ترنم کې وایه
د مناسبتونو شعرونه:
د هرې ورځې په مناسبتونو کې غوښتي شعرونه د مناسبت د موضوع پر اساس ترتیب شوي.
کره کتنیزې لیکنې
لنډې کیسې
ټولنیزې لیکنې
رسمي شالید
سياسي لیکنې
په نورو ژبو لیکنې
اسلامي لیکنې
علمي څېړنیزې لیکنې
فلسفي لیکنې
نثري ژباړې (ادبي)
نثري ژباړې (علمي)
دا غزل خواږه اسد حسن ته ډالی دی چې زما دا غزل یې کشف کړې وو:
غــــــزل بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلم د پرون توبه مې هېره ده بيا راغلم له دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږي تردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلم تمامي عمر مې لاره شوه په ښكلو زه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلم ټولو خلكو ته باران د رحمتو وم په خپل ځان لكه د تورې بلا راغلم د غزلو په وربل مې لوبې وكړې لكه مسته سندريزه هوا راغلم هغه اوښكه يم د چا مينو سترګو چې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم
ټولی رښتۍ محفوظی دی
Designed & Developed By: Asad Hasan from www.sahar.af