|
زما کیسه ګۍ: |
|
يوه زمانه وه. د چا خبره
نوي مې ماټ راغلي ول او ورسره
مې نوې نوې شاعري هم پيل كړې وه. ډېر شاعران به را ته د
مسخرو ښکارېدل. چاراته ويلي ول چې هلكه ته به په لسو لمړيو
تكړه پښتنو شاعرانو كې راځې. هغه سړي چې دایې راته ویلي ول
ډېر سخت ساده او ناپوه راته ښكاره شو. ما وېل هلكه دا نور
نهه كسان نو د چا زامن ول چې راشریک دې كړل. د ټولګې چاپولو
تكل مې وكړ. كه څه هم هرڅه په تول او معيار بشپړ راته
ښكارېدل خو بيا هم ځينو دوستانو مشوره راكړه چې شعرونه مې
تر چاپ وړاندې په چا وګورم.
پاتی
ولولئ... |
 |
|
|
زه (آیډیال)
زما په غاړه هار د اوښکو
زما په سر د جنون تاج دی
زه د مینې لېونی یم
زما څه رنګین مزاج دی
زه په ګلو ولم خلک
ما په کاڼو ولي خلک
زما په قدر نه پوهېږي
دغه خدای وهلي خلک
زه د مینې کوه طور ته
د رڼا په تکل تللی
څه په ستړیو ستړیو لارو
څه په ستړي مزل تللی
زه په څنډو او په څوکو
ددریاب د اجل تللی
هغه ځای ته چې نه نورو
دی لیدلی، نه بل تللی
زما په لاس کې یوه امسا ده
کاڼې زړونه پرې وهمه
او له کاڼې زړه چینه د
ګرمو اوښکو بهومه
زه د ځان په ستړیا نه یم
چې دا ستړي واخلي دمه
د نغمو په زېر او بم کې
مې تقدیر د کايناتو
زه بلد یم په رازونو
د تسخیر د کایناتو
زه دردمنو ته رسېږم
لکه پیر د کایناتو
پاخه خلک ماته وایي
دستګیر د کایناتو
په ما وجد د شعرونو
لکه ګرمه تبه راشي
سوځېدلې سوځېدلې
ترانې په ژبه راشي
څو غزلې لکه ښکلې
صحیفې له ربه راشي
چې ماشوم وم هغه وخت مې
لا په اور وه سوې ژبه
ماته رب د کایناتو
رابښلې نوې ژبه
زه له هر قیده ازاد وم
د ښایست په جال کې بند شوم
زه د ژوند د ازموینې
په دې ګرانه سوال کې بند شوم
|
تخیل تر پوهې زیات مهم دی.
ابرت انشټاین
|
۱
زهمجیدالله نومېږم، قرار یادېږم، د مولوي مولوي مطیع الله
زوی د مولوي عطاؤالله لمسی او د مولوي عبیدالله کړوسی، د
غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د شېرکلا په کلي کې زېږېدلی یم.
خپل پیدایښت او نړۍ ته راتګ د خپل پاک جهاد د پیل له یاد
سره یوځای نمانځم. د وړوکيوالې یادونه مې د الوتکو او
شوبلو له هیبتناک غږ، د سپاهیانو د درنو بوټونو له ترپهار،
د کونداغونو له کړسهار، د پنا او تېښتو له سرګردانیو، د مړ
یې کړ، شهید یې کړ او یو یې ووړ له بوږنوونکیو اوازو او د
هورا، یاچاریار او یا الله له انګازو او انګریزو سره اخښلي.
لومړنۍ او منځنۍ او ثانوي زده کړې مې په شاوخوا اتو لیسو،
مدرسو او بې شمېره جوماتونو کې ترسره کړي. لوړې زده کړې مې
د مافوق لیسانس تر بریده د عربي ژبې او ادبیاتو په برخه کې
ترسره کړي. د پښتو او فارسي ژبو مطالعه لرم، په انګرېزي
ژبه مې د وخت اړتیا ګڼلې او خپلې او د نورو وینیزې او
لیکنیزې ستونزې پرې حلولای شم. اردو ژبه لوستلای او ویلای
شم خو د لیکلو تجربه مې لا نده پلې کړې. له پښتو ژبې سره
مینه لرم، عربي ژبه مې خوښه ده، انګرېزي ژبې ته ځان اړ
بولم او په عامه توګه مې د ژبو زده کړه او د ژبنیو
سیستمونو ژوره مطالعه ډېره خوښېږي.
په دیني مسایلو کې مې بحث او مباحثه ډېره خوښېږي.
شاعري مې له داسې وخته پیل کړې چې نه مې یادېږي. په
وړوکوالي کې مې د سندرغاړو سندرې ډېرې زمزمه کولې او په
خپله به مې بندونه ورزیاتول. لومړنۍ شعر مې د پېښور په
وحدت ورځپاڼه کې خپور شوی و. نثر هم لیکم خو ډېر سیاسي،
ټولنیز او علمي او کم ادبي او هنري.
شعر "د شعر لپاره" خوښوم او شعر"د انسانیت لپاره" یوه
اړتیا ګڼم.
|
۲:
ولې زه؟د ډېرو دوستانو او ملګریو غوښتنو پوښتنو اړویستم چې خپل
شعرونه او لیکنې پر لیکه کړم. د دوستانو د ټینګار تر څنګ
څه لږه اندازه خپل ځاني انانیت، او یوه اندازه پر دې خبرې
سرخلاصي چې د روان هنري جریان پېژندنه، د ښکېلو وګړیو له
ښې پېژندنې پرته ناشونې ده، زما دا هوډ لا غښتلی کړ. دلته مې د
انانیت خبره وکړه. انکار نه کوم، ځکه چې څوک یې راسره مني
نه، خو له دومره ځان غوښتنې مې دې خدای وساتي چې د نورو حق
هم پر ځان وخورم، لکه نن سبا چې ځینیو مشرانو بشپړې
راډیوګانې ټېکه کړي او پر خلکو خپلې تبارې تېزوي. زما خو
هر شاعر ورور او شاعرې خور ته سلا ده چې خپلې لیکنې پر
لیکه کړي چې دا کار به لاندې
ګټې ولري:
۱: دا کار به د پښتو ادب د عمومي وضعیت څېړنه، د ادبي
جریانونو او سبکونو په نښه کېدل، د تاریخي دورونو او
مهالپېرونو څېړنه او د ځانګړیو سبکونو او تجربو د پرمختګ د
کچې ټاکنه او نومېرنه اسانه کړي.
۲: دا کار به پرلیکه پښتو منځپانګه پراخه او غني کړي.
۳: دا کار به د لرې او له پښتني ټولنې لریو پرتو خلکو
لاسرسي ته لاره هواره کړي او د هغوی د هنري او علمي تندې
په خړوبولو کې مرسته وکړي.
۴: دا کار به د ښو شاعرانو، لیکوالو او مستعدو ځوانانو د
ځلېدلو لپاره زمینه برابره کړي.
د دې کار لګښت د یوې شعري ټولګې تر چاپ څوچنده کم او بې
زحمته دی او هم د کتاب په پرتله د انټرنیټ بریدونه پراخه
او ډېر خلک یې تر وړانګه لاندې راځي.
درناوی |
|
|
1:
زما شاعري: له کومه ترکومه؟
يوه زمانه وه. د چا خبره نوي مې ماټ راغلي ول او ورسره
مې نوې نوې شاعري هم پيل كړې وه. ډېر شاعران به راته د
مسخرو ښکارېدل. چاراته ويلي ول چې هلكه ته به په لسو لمړيو
تكړه پښتنو شاعرانو كې راځې. هغه سړي چې دایې راته ویلي ول
ډېر سخت ساده او ناپوه راته ښكاره شو. ما وېل هلكه دا نور
نهه كسان نو د چا زامن ول چې راشریک دې كړل. د ټولګې چاپولو
تكل مې وكړ. كه څه هم هرڅه په تول او معيار بشپړ راته
ښكارېدل خو بيا هم ځينو دوستانو مشوره راكړه چې شعرونه مې
تر چاپ وړاندې په چا وګورم. هطوادمل صاحب چې د هغه مهال د
پېښور د ليكوالو لوری و، چا راپه ګوته كړ، نېغ ورغلم.
ښه ناز او باټ يې راكړ، زه او زما ملګري به یې د خپل دفتر
تر دروازې بدرګه کولو. په كتابونو، شعري ټولګو، مجلو،
ورځپاڼو او نورو لورېينو به يې نازولم. ښه ځاى مې وموند.
درېيمه درېيمه به ور روان وم، غرمې مې ستړي كړې او لارې مې
پوټی.
يوه ستړي غرمه مې د راټولو كړيو اشعارو خيرنه كتابچه راسره
واخيسته، د هفدره څړك كوڅه مې پلې د ازاد افغانستان د
لیکوالو د ټولنې تر دفتره ورلنډه كړه.
هېوادمل صاحب ته
ودرېدم، ماوېل استاده كتاب چاپوم، راته وبه يې نه ګورې؟
وېلې ولې نه، خو زه شاعر نه یم او غوره دا ده چې په كوم
شاعر يې وګورې. ماوېل نو سړى راښيه! دكاروان صاحب څرك يې
راكړ. د كاروان صاحب د دفتر په دروازه كې ولاړ پاكستاني
پيره داره له كاروان صاحب سره په تليفون مخ كړم. داسې ورته
غږېدم لكه چې په پور پسې مې ورغلی يم، دننه يې بوتلم، د
دفتر ملګرو ته يې ور وپېژندلم. ډېر غټ يې ور وپېژندلم. ډېر
ښه شاعر دى. ډېر ښه شيان يې ليكلي. اصلي شاعر دى. مونږ خو
هسې لګيايو...
په رخصتېدو كې يې خپله د "چنار خبرې كوي" يوه ټولګه راكړه
او د شفقت له مخې يې راته وویل: دا واخله، دا زما چټيات دي. ته يې
ولوله چې څنګه دي. ما چې ټولګه ورڅخه اخيسته نو كه څه هم د
كاروان صاحب له نوراني انداز او لوړو اخلاقو ډېر ډېر
اغېزمن وم خو د ټولګې په هكله له ما سره هم همدغه نظر وو چې
ده راته څرګند كړ. تر دې دمه ماته له ځانه پرته نور ټول
اورېدلي چټيات هم ښكارېدل. ماوېل دا به نو كوم داسې شهكار
راووزي چې تر نورو به ښه وي. په لاره مې كتاب لوستلو. د
كاروان صاحب شعرونه ول. په سره غرمه كې يې په ګڼه ګوڼه
لاره او لوى څړك لوستل ناداني او ظلم و، خو زما له هر نوي
او تازه كتاب سره همدا معامله وه. د چا خبره سړېدو ته به
مې نه پرېښود. ژر به مې پرې ورحمله كړه، له مقدمې به مې
اولې، له اولې مينځ او له مينځه به مې پاى يا كومې بلې
انځورېزې برخې ته ټوپ كړل او د کتاب فاتحه به مې واخیسته.
هغه په خړ او سپېره كاغذ چاپ شوي كتاب بلا كوله. په اوله
ورځ مې لاهم تر نورو څه بدل وموند؛ دومره وو چې د بلې ورځې
د كتلو تلوسه يې راپرېښوده. دوهمه ورځ يې تر لمړۍ ډېر خوند
وكړ، درېیمه یې تر دوهمې او څلورمه یې تر درېیمې...
دهغه كتاب په اهميت پوهېدنې وخت واخيست خو زما په شعري ځان
يې ژوره اغېزه پرېښوده. كاروان صاحب د افغان ادبي بهير
راته ويلي و چې ژر پيلېدونكى و. افغان ادبي بهير ته مې
خپل شعر د كره كتنې لپاره ورووړ. ښه يې راته باد باد كړ.
يوه بڼكه هم چا پرې پرېنښوده. كاروان صاحب مې لا دومره
دفاع وكړه چې ”نه نه، دى سم پوخ شاعر دى. نور شعرونه يې ښه
دي. دغه يو يې...“
دوه درى ځلې بهيرته د لمړيو دو دريو كالو له ايستلو خواريو
سره ورتلم. خپل نا اورول شوي شعرونه به مې اورول خو شعر په
ځان پوه شوم چې هلكه شعرونه دې بازار نه لري. د اړتيا له
مخې مې په پنځونو پيل وكړ. هره يوه نۍ به له يوه نوي شعر
سره ورتلم. يوه ورځ مې يو اوږد غزل واوراوه چې زما تر توقع
زيات هركلى شو. ماته يې هم خوند راكړ. بل ځل مې غزل تر زړه
هم ښه استقبال شوه. ګراف مې په لوړه روان و. كله كله به
بد بد راوغورځېدم خو ژر به مې ځان را سمبال كړ. د كاروان
صاحب كتاب مې بيا هيڅكله هم دومره ساده او اسان ونه موند
لكه چې په اولو ورځو كې مې موندلى و. ورځ په ورځ راته
غټېده. رښتيا هم چې كتاب عظيم شى دى. له شكه وتلې خبره ده
چې يو كتاب د ټولو زمانو لپاره كېداى شي. يو كتاب د يوه
پيغمبر معجزه كېداى شي. يو كتاب ابدي قانون كېداى شي.
د كاروان صاحب كتاب اسماني نه دی خو د مطلق كتاب په هكله
دا دعوه پخولاى شي چې د ځينو كتابونو تمامول ګران وي. لا
يې لولم. لا يې لولم. څوك يې راسره مني او كه نه، ما دغه
كتاب په كلونو كلونو تر څنګل لاندې وګرځاوه، چې اوس يې هم
را وسپړم نو نوي نوي شيان مومم. هر تورى يې لكه د منشور څو
څو ډوله رڼا وركوي، له څو څو اړخونو بېل بېل رنګ لري.
د افغان ادبي بهير خبره مو كوله. د هجرت چاپېريال له ډېرو
ډېرو ښېګڼو سره سره له شك، بدګمانۍ او تنګ نظریو هم خالي
نه و. په هر نوي شي ټاپه لګول كېده او هر نالړلى كس ته د "بې
څه نه يې!" خطاب كېده. ادبي بهير ته ډېر ځلمي له همدې ډول
اندېښنو سره راتلل خو هلته شته وو استادانو د يوه لوړ
كردار او درانه خوى مظاهره كوله. مدبرانه يې د ټولو زړونه
فتح كړل. د ټولو زړونو ته يې لارې وايستلې او ډېر سخت
دريځه او بد ګمانه يې په خپل احترام او درنښت قايل كړل. په
ځان او خپلو خبرو يې د انتقاد جرات راكاوه. خپل درانه آثار
به يې زمونږ مخې ته اېښودل او زمونږ نه به یې پرې د كره
كتنې غوښتنه كوله.
هغوى كله هم زمونږ له كږو، تېزو او بې ځايه انتقادونو
خوندي نه ول خو هغوی زموږ او درنې پښتو لپاره دغسې ځایونو
ته ځان ورکاوه. كه زه د پسرلي صاحب يا نورو پر ځاى واى نو
ښايي ما به هم، لكه چې ډېرو نورو دغسې كول، نه ګډون ته
ترحېج وركړې واى.
دوه كاله افغان ادبي بهير و او زه وم. غونډې مې نه قضا
كولې او اكثره به د دې اونۍ د غونډې تر تمامېدلو مخكې د
بلې اونۍ لپاره راسره څه شته كېدل. ډېره موده مو په غزلو
وسې وكړې، هره نخره مو پكې وكړه. د هرچا پېښې مو وكړې.
وروسته وروسته مو نثر ته هم مخه كړه. بهیر د کره کتنې پر
آدابو سربېره، د موضوعیت(objectiveness)، هنریت، اړین زغم
او د ښې کره کتنې اړوندو ډېرو نورو بشپړونکیو ښوونو ځای و.
د کره کتل کېدونکي غزلونه به د نثار صیب تر موشیګاف نقد
وتل او چاڼ کېدل به. د لنډو كيسو كره كتنه د غضنفر، اجمل
پسرلي، کاروان، عابد او نورو په هڅو دومره راښكونكې شوه چې
ډېرى ګډونوال يې كيسو ليكلو او لوستلو ته وهڅول. د ادبي
بهير يوه عمده ښېګڼه داوه چې كه څه هم ګډونوال له بېلابېلو
شاليدونو راتلل، نېك نيت او خلوص په چپو، ښيو، هغو او دغو
لوريو وېشلي خلك د مشتركاتو نمانځنې او ګډ كار ته هڅولي ول،
ټول به هلته په ادبي مينه راغونډېدل، ډله پالنې او نور
سياسي روږدونه دومره په پام كې نه نيول كېدل او د يوبل
مننې فرهنګ په وده كې و.
زه ځان او خپله ټوله شاعري د همدې شاليد چې د ادبي بهير د
پیلونکیو او پرمخ بېوونکیو د احسانونو سيورې پرې راخپور دى،
پوروړي ګڼم او له ټولو هغو چې شعر او هنر ته مې ارزښت
وركوي غوښتنه كوم زما برخه مينه او احترام د بهير له
پيلونكیو او مشرانو سره شريك كړي
درناوی
|
|
|