اشرف خان هجري



   پېژندنه

   اشعار

   د هجري په اړه لیکنې

   هجري پر انټرنېټ

 

 

 

د شمال تپوس کوي په جنوب درومي
د ښکاري سړي په ژمنه باور مه کړه

 

 

 

 

 

 


 

1 د اشرف خان (هجري) د اشعارو لړ:

چې مې یار په سفر تللی زه په کور یم ګویا مخ په تبۍ تور او په خره سپور یم
هیڅ مې نه زده محبت که اور دی دا په اور سوځم په رضا که زور دی دا
نازولی زوی نه اخلي ادب ااو د سوري نخل نه نیسي رطب
هوښیار مه ګڼه هوښیار د دې دنیا بې وقوف دی وقوف دار د دې دنیا
هیڅ ثابته نه کړه چا د دې دنیا وفا واړه مینې کاندي بې وفا په دا دنیا
ښه ده ښه ده دا دنیا چې توښه ده د عقبا
هغو بیاموند سعادت په دا دنیا چې یې وکړ قناعت په دا دنیا
راشه مه کوه له جاسره جفا لږ ژوندون دی ضایع کېږي بې وفا
که څوک یار په جهان غواړي یار دی دا یار دی دا که د جهان سنګار دی دا
چې له تا سره په سر کاندي سودا بل به نه وي هسې ما غوندې شیدا
که مین یې په خپل یار باندې ريښتیا آواره کړه اول دین پسې دنیا
عاشقي مې یې پر زړه وکړ ګذر بیا بېلتانه مې لمبې بلې کړې پر سر بیا
ته چې ما ته وایې چې په څه کوې ژړا نه در معلومېږي دغه خپل جور و جفا
چې یې نقش په زړه خیال شي د اشنا صدقه یې سر و مال شي د اشنا
دل او دین مې پر هغه ترک کړل فدا لا یې نه حسابوي د ځان بها
ډېره شوه د یار پسې ژړا ځما نه ګروهېږي په ژړا اشنا زما
عالمان دي روښنایي د دې دنیا عالمان دي د تمام جهان پېشوا
چې واده یې کا په ډول او په سرنا بیا پرې وایي زمانه د ویر وینا
دا دنیا ده بې وفا په یوه ګړۍ یې مخ وي
په ښادۍ ښاد شوی نه یم د هیچا تور ټپ سوی یم په غم د هر اشنا
كـه زه نه واى تا به ځـــــان لره بلل څوك په پالنـگ به دې داهسې درختــل څوك

 

 
 
 
 

* اشرف خان هجري څوک و؟

د خوشحال خان مشر زوی دی، چې په ۱۰۴۲ ه ق کال کې زېږېدلی دی. ده په خپلو اشعارو کې خپل تخلص کله روحي، کله خټک او زيات وخت هجري راوړی دی. دی يو زړه ور او با استعداده پښتون وه، کله، چې خوشحال خان د مغلو په زندان کې ولوېد د قوم مشر شو او د کورنۍ لانجو ده ته د پلار له خوا ورسپارل شوې وه.
کله چې خوشحال خان د هندي مغلو په جال کې راګير شو. اشرف خان د خټکو قومونو د خپل د پلار د خلاصول په اړه د ميرخان خواتي مقابلې ته راپورته کړل.

خو دی هم د مغلو له لاسه په ۱۰۹۲ ه ق کې د اميرخان صوبه دار له خوا په چل سره په پېښور کې د سيد بهولا په کور کې د خپل ورور بهرام په مرسته ونيول شو. او (۱۴) کاله په هند کې په بېجاپور کې او ګواليار په بندي خانو کې شو او د بند د سختو کړاوونو له امله يې په ۱۱۰۶ هجري کال کې په بندي خانه کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړلې. روح دې ښاده وي.
آزاد خان ، چې د ا فضل خان تره او د اشرف خان ورور دی، د ده مړينه د شعر په ژبه داسې بيانوي:
د هجرت ۱۱۰۶ وو اشرف خان چې شو وفات ياره
غم اندوه د ده تاريخ دی که حساب کړې ويې شماره
همدا راز هجري بده ورځ هغه وخت ژړلې ده، کله چې دی په اټک باندې تيرېده:
ما هله ماتم د ځان وکړ په وينو
چې اټک وته مې شاه کړه په ژړا شوم
دا چې ده د خپل پلار په شان د ژوندانه ډېره برخه د خپلو خلکو د خپلواکۍ او له دښمنه سره په مبارزه کې تېر کړي وه.
خو د دې په څنګ کې يې قلم هم پورته کړی او يو ديوان لري، چې د بيتونو شمېر يې ۴۵۰۰ بيتونو ته رسيږي.
همدارنګه اشرف خان هجري په خپل ديوان کې يو شمېر پښتنو شاعرانو يادونه م کړې ده. لکه چې وايي:
ارزاني دولت د خپل دور بلبل وه
نن يې د زمانې د شعر فرد دی

او هم يې د خپلې کورنۍ په شاعرانو کې سکندر خان ، قادر خان د هنر او پوهې خاوند بللی دی.
او د شعر پېشوايان، رحمان بابا او خوشحال خان ګڼي.
قادر خان که بحر بولم دروغ نه دي
چې يې فکر د اصلي دُرو مصدر دی

د سکندر شعر که سل سره مخی کړم
طبيعت يې ډېر تر زرو منور دی

صدر خان عجيب ګوهر شناس دی
رحمان لا په دا هنر د تورو غر دی
تر اوسه پورې يوازې د هجري ديوان موږ ته مالوم دی، کوم، چې په ۱۹۵۸ م کال کې د همېش خليل په سريزه په پېښور کې چاپ شوی دی.
او نور اشعار يې موږ ته مالوم نه دي.
که چېرې د هجري ديوان سر ترپايه وکتل شي وبه ليدل شي، چې د ده په اشعارو کې هم لکه د خپل پلار په شان د تصوفي اشعارو ډېرښت نه ليدل کيږي.
دا چې د ده ډېر وخت په قبيلوي جګړو کې تېر شوی دی او هم يې د ژوند وروستۍ شپې او ورځې د فيوډالي مغلو په جيلونو کې تېرې کړي دي.
چې په ديوان کې يې د ژوند دغه برخه په پښتو ادب کې له درده ډک باب دی.
د ده په ديوان کې چې کوم شی ډېر زيات په نظر راځي هغه د ده له خپلو خلکو او هېواد سره پوره مينه ده.
لنډه دا چې د ده په ديوان کې د خوښۍ وږمې د خپګان څپې د جګړو ترخې د اوږد بند کړاوونه د خپلو خپلوانو ناخوالې د فيوډالي مغلو نا کردې او نور د شعر په ژبه ليدل کيږي. او دی د خط او خال په لومو کې نه دی ګير شوی، بلکې د خپل پلار په شان يې په ډاګه مسايل څېړلي دي. چې د بل چا په حال تېری او تجاوز ناروا ګڼي او داسې اخلاقي درس ټولنې ته ورکوي، چې :
مال په سل ستم واخلي له يتيمه
محيا ځينې پلو په غوړو تر کړي
دا منو چې هجري د خپل وخت وتلی شاعر وه، خو له ده سره د خپل پلار درناوی کوي، ځان دهغه د مکتب پيرو ګڼي او خپل ځان نسبت وپلار ته کم ګڼي. لکه چې وايي:
که هرڅو مې سيال د شعر ليده نه شي
ولې زه طفل مکتب پلار استاد دی
دا وه د اشرف خان ژوند ليک په لنډه توګه، چې وړاندې شو.

: د هجري په اړه پر انټرنیټ ولولئ:
 

پر ویکیپېډیا

پر ټول افغان

پر تل افغان

پر سلګۍ

پر سپرغۍ

پر دعوت.نېټ

 

 

-عبدالغفور لېوال

د پښتو شعر د عَلم بردار نقد

ګڼ شمير ادب پوهان خوشال بابا د پښتو شاعرۍ لومړنۍ نقاد بولي او دا ځكه چې يو خو د يو جلا ادبي مكتب بنسټ
ايښودونكى دى او له بله پلوه لومړى شاعر دى چې په ښكاره خپل معاصر او تر ځان وړاندې شاعران تر نقد لاندې نيسې.
د خوشال بابا نامتو قصيده چې د خپل شعر په ستاينه كې يې ليكلې ده، ددې ادعا ګواه ده:
په پښتو شعر چې ما عَلَم بلند كړ
د خبرو ملك مې فتح په سمند كړ
خان بابا د هندي سبك يوشمير پيروان چې د روښاني مكتب لاروي دي يو د بل پسې يادوي وايي:
د ميرزا ديوان مې ومانډه په ګوډي مسخره مې ارزاني خيشكى زمند كــړ
درويزه مې له مخزنه سره ونغـړ پيـر روښان مې ياوه ګوى سره مانند كړ
كه دولت وٌ كه واصل و، كه دا نور و په خبـرو مې د هر يوه ريشخند كــړ
د خوشال بابا دغه ادعاوې ځكه خپل ځاى لري چې تيره شاعرۍ له خپل ځان سره مقايسه كوي او ګوري چې په خپله ده
پښتو شاعري يوازې له صوفيانه عوالمو او عارفانه مدارجو څخه د پښتون قوم ورځني ژوند ته راكوزه كړې او د هغه
مهال ورځني ژوند، واقعات، ټولنيز حالات، تاريخي پيښې او د لمس وړ ښكلاوې يې بيان كړي دي. دده په نظر پښتانه
شاعران تر ډيره د هندي شاعرۍ سوليدلي تركيبونه اړوي رااړوي او يوازې د تصوف او عرفان په تكراري مفاهمو كې
خپل قلمونه آزمويي مګر خوشال د خپلو خلكو د ژوند هر اړخ ته پام ساتي له ښكار نيولې تر طبي مشورو، د ښځينه جنس
له خصوصيتونو څخه د پښتنو تر اجتماعي اروا پوهنې او اتنولوژيكو خصوصياتو پورې هرڅه څيړي، ددې ترڅنګ خوشال
لومړى شاعر دى چې د حقيقت او مجاز پولې ړنګوي او خپله هغه معشوقه ستايي چې مخامخ ورته ناسته ده او لاس يې ور
رسيږي:
د بوستان ونې مې واړه پيوندي دي حقيقت مې له مجاز سره پيوند كړ
ځكه خو يو بل ځاى وايي:
زه خوشال كمزورى نه يم چې به ډار كړم
په ښكاره نارې وهم چې خوله يې راكړه
خوشال په خپل شعر كې نوښت ته داسې اشاره كوي:
قتلمې مې ورته سازې كړې د قندو د اوربشو په ډوډيو چې چا شخوند كړ
او دا په ښكاره هغه موضوعي نوښت ته اشاره ده چې د خوشال بابا د شاعرۍ يو لوى امتياز ګڼل كيږي.
خوشال بابا په داسې عصر كې ژوند كوي چې د پښتو شعر( سره ورته) جريان د مقايسوي نقد پر مهال پرته له خپلې
شاعرۍ د بل ښه موډل او بيلګې سراغ نه لري ځكه خو مجبور دى د خپل معاصر شعر خامي له خپل شعر سره مقايسه
كړي او دا وښيي چې د نوښت لاره كومه ده:
په تازه تازه مضمون د پښتو شعر په مانا مې د شيراز او د خجند كړ
خوشال بابا لومړنى شاعر دى چې د پښتو شعر دواړو اړخونو (مضمون) او (شكل) ته پام ساتي، مانا دا چې هم د محتوا
له نظره او هم د وزن، او بيلابيلو صنعتونو له نظره د نوښت راوستلو ادعا كوي وګورئ:
هر كلام مې واردات دى يا الهام دى چې موزون مې په تقطيع د بحر و بند كړ
په تشبيه او په تمثيل په نزاكت كې عزوبت مې د خبرو چند در چند كــــړ
خوشال بابا پر الهام او شهود ډيره تكيه كوي او خپل حساب له هغو ناظمانو څخه بيل ګڼي چې په وچ زور شعر ليكي،
خوشال بابا څو ځايه ټينګار كوي چې شعر ورته راځي او دى هيڅ كله نه دى پسې تللى په همدې قصيده كې يې ولولئ:
نه مې سود نه مې مقصود شته په دا كار كې
محبـت زما په غاړه دا كمند كــړ
كه نور سود د شعر نه لرم دا بس دى
چې حاسد مې د حسد په اور سپند كړ
او بل ځاى وايي:
زه د شعر په كار هيڅ نه يم خوشال ولې خداى مې كړ په غاړه دا مقال
نه په فكر نه په ذكر رابرسير شي ناګهـــان لكه اوره د پشــكال
رنګ زما د شعر هيڅ سره ساز نه دى لكه سپى راپسې ګرځـي په دنبـال
خوشال د پښتو ادبياتو په تاريخ كې بيا هم لومړنى شاعر دى چې شعر په اشراقي او الهامي جوهر ټينګار كوي او تصنع
او تكلف نه خوښوي.
زموږ شاعر د خپل عصر د شاعرۍ يوې بلې كمزورۍ ته هم ګوته نيسي، د هغه په نظر په شعر كې د چا مدح يا ذم كول
ددې باعث ګرځي چې شعر خپل طبيعي مسير پريږدي او د چا خبره د زړه په زور يې خلك منلو ته اړ ايستل شي.
نه اندوه د مدح و ذم نه هغه كس يم چې د زړه په زور مې شعر د چا پسند كړ
خوشال بابا د مغولو د دربار او د محلي اميرانو په دربارونو كې مداحان ليدلي وو، چې څنګه د شعر دردانې په زرو
پلوري، ځكه خو دغې نيمګړتيا ته ګوته نيسي او څرنګه چې خپله شاعري له دې اړخه بې نيازه بولي نو فكر كوي چې خلك
به د هغه شعر د زړه په زور نه بلكې په خپله خوښه لولي، اوري او خوند به ورڅخه اخلي.
خوشال بابا په خپلې دغې قصيدې كې دوه ځلې دې ته اشاره كوي چې عشق يې د شعر اصلي مضمون جوړوي:

نه مې سود نه مې مقصود شته په دا كار كې
محبت زما په غاړه دا كمند كــــړ
او
عشقه ته تر اورنګزيب بادشاه بهتر يې
چې خوشال دې په عالم كې سربلند كړ
له دې څخه ښكاري چې دده په نظر شعر د معنويت د تمثيل وسيله ده او عشق د معنويت جوهر جوړوي. خوشال باور لري
چې كه شاعري د معنويت په جوهر، يعني عشق، آراسته وي تل پاتې كيږي. څلو پيړۍ وروسته او لا تر نن ورځې د
خوشال شاعري په ټوله نړۍ كې لوستل كيږي او خوشال همدا اوس هم له هرچا سره خبرې كوي خو اورنګزيب يوازې د
تاريخ په كتابونو كې ياديږي او بس، هم خوشال او هم د هغه لوستونكي دا مني چې عشق او شاعري ددغه ابديت او
سربلندۍ عوامل دي.
خوشال بابا د خپل عصر شاعران اور اوركي ګڼي او ځان د سهيل ستورى، دده په نظر نور شاعران لكه اور وركي د
كمې مودې لپاره رڼا له بلې سرچينې څخه اخلي او بلاخره د شپې په تياره كې وركيږي مګر دده شاعري لكه د سهيل
ستورى نه يوازې خپله د رڼا منبع ده بلكې د سهار د راتلو زيرمى هم له ځانه سره لري:
مدعي د تورې شپې اور اوركى و د سهيل غوندې مې ځان باندې څرګند كړ
خوشال بابا كله چې د ځان په اړه قضاوت كوي ريښتينتوب يې هغه مهال لاپسې څرګنديږي چې كله خپله پارسي او پښتو
شاعري سره پرتله كوي:
په پارسي ژبه مې هم ژبه ګويا ده په پښتو ژبه مې خلك بهرمند كــــړ
يعنې په پارسي، د دوهمې ژبې په حيث، هماغومره حاكميت لري چې ژبه يې پرې ګويا ده خو په پښتو ژبه د شاعرۍ
مړوند يې هيڅ څوك نه شي تاوولى او ټول خلك ورڅخه بهرمند شوي:
چا زما مړوند ټينګ نه كړ په دا كار ما د هر سړي نه خلاص په زور مړوند كړ
په ادبي كره كتنه كې له زماني پلوه هم عصره نقد نظر دې ته، چې څو پيړۍ وروسته په كومې ادبي دورې نقد وشي، ډير
ارزښت لري ځكه د يوې زمانې شاعر او منتقد دواړه په مشترك اجتماعي او فرهنګي چاپيريال كې ژوند كوي له همدې
امله كه د پښتو شاعري پر كلاسيكه دوره نقد كيږي نو خامخا به د هغه مهال همزولي آثار كتل كيږي چې د هغه وخت په
ادبي دورې كې د شاملو شاعرانو په اړه څه ډول قضاوت كيده ځكه خو د خوشال بابا دغه قصيده او نور نقدآميزه نظريات
د تاريخي كره كتنې په بحثونو كې ډير ارزښت لري او بايد د منتقدينو د پام وړ وي

 

ایمل پیروز

نه به زما غوندې بل ننګیالې راشي   نه به زما غوندې بل جنګیالې راشي
خټک لا پریږده درست افغان کې         عجب که هسې فرهنګیالې راشي



خوشحال خان خټک

نړۍ په خپل لمنه کې ډیر داسې کسان هم روزلي چې د هغوی لپاره د مرګ کلمه په خوله اخیستل لا بې خونده بریښي.
ښایي یو لامل یې همدا وي چې ډیرۍ وختونه مرګ د «خاتمی یا پای» د کلماتو سره په مترادفه توګه کارول شوی. حال
دا چې دا ډول کسان او شخصیتونه ځان ته داسې جهانګیر خصلت غوره کوي چې ورکیدل او رژیدل نه لری او ځانګړې
ځای یې د تل لپاره د بشریت په تاریخ کې خوندي دې. هغوی د زړونو څخه زړونو ته او همدا رنګه زړه په زړه لار
باسي او د وخت په څپو کې ځان ته ځاله جوړوي او ګڼو نسلونو سره د پیړیو مزلونه وهي. زموږ د هیواد تاریخ هم
داسې ډیری ویاړجنی خاطرې خپل په سینه کې لري او ګڼ شمیر داسې شازلمیان یې په خپله غیږه کې روزلي چې (بی له
شکه) نه یوازی زموږ د خلکو بلکه د بشریت تاریخ پری ځلانده دی.

دلته زموږ د پام ستنه د خوشحال په لور ده. هو! هماغه د خټګو خان، چې هم د توری او هم د قلم خاوند دی. ده
تقریباُ څلور سوه کاله د مخه د آزادی ډیوه په خلکو باندی ګرځوله او د انسان د آزاد ژوند د اهمیت، اړتیا او ښکلا په
هکله یې خپل په چغو ویدی غوټۍ له خوبه راپاڅولی. خوشحال خپل د عمر په وروستیو ستونزمنو کلونو کې د ګڼو
ننګوونو او ناخوالو سره مخامخ شو، خو لکه څنګه چې د ریښتني او با ثباته انسانانو ځانګړنه وي، هیڅکله له خپل هوډ
څخه وانه وښت او پخپله به یې وئیل:

چې نیولې مې دا هوډ د نام او ننګ دې
که له خپله هوډه واوړم کنیزک یم
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالې د زمانې خوشحال خټک یم

خوشحال خان خټک زموږ د هیواد د تاریخ د چرخشی او پیڅلو پړاوونو هغه پیاوړې شاعر او سیاسي شخصیت دی
چې د «جنګ»، «ننګ» او «فرهنګ» په ډګر کې یې له ځانه بی ساری مړنتوب ښوؤلی. خپل د غوره ارزښتونو پر تلپاتې
ځانګړنې او د اهدافو پر سپیڅلتیا یې کلکه عقیده درلوده، نو ځکه یې ځان د ورسته زمانو اتل باله او وئیل یې:

د خوشحال قدر که نن پر هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کا ډیر عالم
 

 
 
   
 
 
زړه پانګه:
د حمید بابا، خوشحال بابا، رحمان بابا، کاظیم خان شیدا او نورو شعرونه

د مناسبتونو شعرونه:

 

د هرې ورځې په مناسبتونو کې غوښتي شعرونه د مناسبت د موضوع پر اساس ترتیب شوي.

موضوعات او شعرونه:
  شعرونه د پلټنې د اساني لپاره پر موضوعاتو وېشل شوي.
شعري ژباړې:
  له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي شعرونه
فولکلور او شفاهي ادب:
  فولکلوري توکي چې ډېره برخه یې ټپې او کاکړۍ غاړي جوړوي.
شعري ټولګې:
  دلته ځینې شعري ټولګې په  PDF  بڼه  د  رالېښلو لپاره اېښول شوي
هنري، علمي او ادبي څېرې:
  دلته به د پښتنو شاعرانو لنډې پېژندنې وګورﺉ
غورچاڼونه:
  د نویو شعرونو غورچاڼ چې چاڼونکی یې هم  معرفي
پښتو پر لیکه:
  د ځینو مهمو او ګټورو وېبپاڼو پیوندونه  او اړیکې
 
لیکنې او نثرونه

کره کتنیزې لیکنې

 

لنډې کیسې

 

ټولنیزې لیکنې

 

رسمي شالید

 

سياسي لیکنې

 

په نورو ژبو لیکنې

 

اسلامي لیکنې

 

علمي څېړنیزې لیکنې

 
 

فلسفي لیکنې

 
 

نثري ژباړې (ادبي)

 
 

نثري ژباړې (علمي)

 
 

 


دا غزل خواږه اسد حسن ته ډالی دی چې زما دا غزل یې کشف کړې وو:

غــــــزل

بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلم
د پرون توبه مې هېره ده بيا راغلم
له دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږي
تردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلم
تمامي عمر مې لاره شوه په ښكلو
زه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلم
ټولو خلكو ته باران د رحمتو وم
په خپل ځان لكه د تورې بلا راغلم
د غزلو په وربل مې لوبې وكړې
لكه مسته سندريزه هوا راغلم
هغه اوښكه يم د چا مينو سترګو
چې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم
 

ټولی رښتۍ محفوظی دی

لومړیۍ مخ | پروګرامونه | دندی | پیوندونه | اړیکی | معلومات

Designed & Developed By:
Asad Hasan from www.sahar.af