ځان د شعر له باریکیو سره بلد کړئ، شعر به مو د ژوند له باریکیو سره بلد کړئ.

ازاد شعرونه

منظومې

      غزلونه

په ژوندون کې بدلون غواړو، په بدلون کې تنوع، په تنوع کې نوښت غواړو، په نوښت کې خوند، او په خوند کې بیا ژوند غواړو
لړلیک: 

موږ د بدو خوبو روږدي

 

 

   مونږ د بدو خوبو روږدي

بد نصيبه...

ښه خوبونه مو په خوب ليدلي نه دي!

نن مې خوب ليده چې ته وې

خنداګانې وې شوخيانې وې او زه وم

د يوه لوى ښايست په غېږه كې ويده وم

چې راويښ شومه نو سيده

د خوبونو د تعبير ملا ته لاړم

ښكلى خوب مې ورته تېر كړ

په يوه سا، په منډه منډه

ملا سترګې راته چوغې كړې او تريؤ شو

وېل هلكه!

دغه خوب دې شيطاني دى

زما سترګې شوې له اوښكو نه راډكې

ما وېل ولې؟

خدايه ولې...

زمونږ ښه خوبونه واړه

شيطاني وي

زمونږ بد خوبونه واړه

.رحماني وي

قرار-۲۷-۷-پېښور- کبابیان

شېبه خواله:
ستاسې خوب، ستاسې او اسمان ترمنځ اړیکه، ستاسې او ستاسې د خدای ترمنځ راز، ستاسې په ژوند کې د امید څرک او ستاسې د هوښیارۍ او بیدارۍ تکیه. ستاسې د نفساني خلوت او ریاضت ثمره، ستاسې د ژوند هغه ريښتیا چې په پټو سترګو یې وینئ او په رڼو سترګو یې هېروئ. هغه لحظې چې ستاسې د ابدي ژوند لحظو ته ورته دي. ستاسې خوب ستاسې راز دی، او راز له هر غماز سره مه ونډوئ.

که د ټولې زمانې واړه رنګونه

 

که د ټولې زمانې واړه رنګونه
د یوه داسې هنرمند ګوتو ته ورکړم

چې یې کار د پټو سترګو هم شهکار وي

هغه ورځ چې ته له کوره راوتلې

چې د مخ او د اوربل او تورو څڼیو

او د لمر د سهارنې پاکې وړانګې

او د خړ چمبر د خړو دېوالونو

د ناندرې کیسه انځور کړي پر یوه پاڼه

نابغه هنر که بیا هم نابغه وو

نو په خپلې عاجزۍ به باوري شي

 

شېبه خواله
انساني انځورګر چې څه هم انځوري، یواځې د هغو انځورونو سیوري کاږي چې لوی انځورګر پنځولي. ښایي زموږ نظرونه به د اصلي او حقیقي وجودونو د ښکلا درک کولو ظرفیت نه لري او یواځې د سیورو او کښنو د ښکلا درک کولو وړتیا به لري، او له همدې امله د نن زمانې ډېر انسانان د لوی انځورګر د کښنو پر ځای د وړو انځورګرانو کښنو او انځورونو ته ډېر اهمیت ورکوي.
نوی شعر

 

وایي سترګې د لړم دواړه ړندې وي
خو تاوان د دغه بد ژوي عادت دی

په هر لوري چې روان وي پټې سترګې
په هر وچ او په لانده وهي نېښونه

دغه وړاندې راروانې شوبلې ګورې
په ورمېږ د هرې یوې توره مشینه

ته به وایې د لړم لکۍ په څټ کې
او له زهرو ډکه څوکه یې روان دی

چې یې څه ورځي د نېښ د څوکې مخ ته
ورکوي د زهرو ټک او ځینې درومي

توره لیکه زموږ په لوري راروان دي
تښتئ تښئ سوله ساتي لړمان دي

شېبه خواله:
په کایناتو کې مهم تناقضونه د شعر تر ټولو ښه توکی کېدای شي. که د یو چا نوم ښایسته خان، او تخلص یې تقوا دار وي، خو په مرګ بدرنګه، او سخوټ شیطان وي نو بویه دا چې د شاعر لپاره یې ښه اومه توکي برابر کړي دي. که د یو چا نوم سوله ساتی، او په خوی سوله ماتی او جګړه ذاتی وي نو باه باه.
مسلمان او زړې سیکې

 

موږ مسلمان لکه اصحاب د کهف

د زمانې پر نوښت نه وو خبر

ځکه چې

د فیل په غوږ کې مو خوبونه کول

اوس د ړانده تقلید سیکې په لاس کې

د شلم قرن و بازار ته درومو

او په دې نه پوهېږو

چې دا زړښت لري نوښت غواړي

لکه د نوي پسرلي د موسم

نوي خوارۍ او نوی کښت غواړي

خو که موږ هاغسې وو

او کیسه دغسې وه

نو خدای خبر چې لا به څه کېږي

 

شېبه خواله:
نن سبا ولي په توره او سوباړي جګړه نه کوو؟  ځکه چې دغه وسيلې اوس زړې شوي دي، تر څو چې تورزن باتور ځمباوو ځمباوو تر دښنه رسېږي، د کلاشینکوف ګولۍ به یې وړاندې لا پر سینه څرخه وي.

نو آیا یواځې د جګړې ابزار مو زاړه شوي، او که مو ډېرې نورې وسيلې هم له کاره لوېدلي دي؟

دغه د زوړتوب او نوښت مساله باید تر محدودو فزیکي وسيلو محدوده پاتې نشي. ډېرې داسې نورې وسيلې هم شته چې ناکاره شوي او باید و شرتېیل شي.

د زړو وسيلو نه بدلول ښيي چې مسلمانان د اهدافو او مقاصدو پر ځای پر وسایلو او ابزارو ټینګ دي او د چا خبره لمونځ په استنجا قضا کوي.

یو رنګین خوب

څومره لرې مې شړلى
تصور د بېلتانه دى
سر مې ايښى
د يوې ناوې زمانې پر ځنګانه دى
هر قدم مې
د خپل روح د ارتقا په زينه ايښى
بيا مې سر دى د يوې ناوې زمانې پر سينه ايښى
تږى پروت يم او په څنګ كې مې بهانده
لېونى درياب د خوند دى
سر مې ايښى
د يوې ښكلې خوبولى په مړوند دى
ته به وايې
په يوه لاس كې مې سپوږمۍ ده
په بل لاس كې مې لمر ايښى
ما د ناوې زمانې په پسته غېږه كې سر ايښى
خوبولى يم ځنګېږم
او له ځان سره بنګېږم
او نرۍ نرۍ خوږه سندره وايم
ښكلې ستايم
او د غوړو غوړو پېغلو
په ثنا يم

شېبه خواله

وایي چې، که غل نه تښتي نو مل دې وتښتي. زه به ووایم چې، که غم نه تښتي نو غمجن دې وتښتي او د داسې خیالونو لمنې ته دې پنا وروړي چې غمجنو ته پښتني پنا ورکوي او پناوال دښمن ته نه سپاري. که څوک خپله دغسې پښتون او پناورکوونکی تخیل نه لري نو د نورو داسې شعر او هنر ته دې مخه کړي چې خیال یې غمجنو ته پنا ورکړلای شي.

بدرنګي د چا د سترګو، ددنيا بدرنګي نشوه

 

خداى ښايسته دى

او د خداى دنيا ښايسته ده

او د خداى د ددنيا خلك ښايسته دي

بدرنګي د چا د سترګو

ددنيا بدرنګي نشوه

تور يې ښكلي دې په تور كې

سپين يې ښكلي دې په سپين كې

ته خو يو واري را ووزه

ددې ژمې په ناوخته ماسپښين كې

چې د لمر زيړې وړانګې وي

د دې لوړو چنارو په څوكو څوكو

ددې دنګو دنګو غرو په نوكو نوكو

بيا يې ګوره،

چې د خداى دنيا ښايسته ده او كه نده

ته خو يو وارې را ووزه

سپين سهار د كلي مينځ ته

چې ماشوم د چاله كوره

خوبولى، راوتلى

په يوه تور كمرهْ د لمر وړانګې ته ناست وي

او وړه لمن يې ډكه

وي له وچو اتامونو

تريوْ تندى يې وي نيولى

خوبولى

بيا نو وايه،

چې د خداى ددنيا خلك ښايسته دي او كه نه دي

ته خو يو وارې را ووزه

د ډاله غږ چې تر غوږ شي

چې ناڅاپه مو د كلي مينځ كې زوږ شي

وروسته وروسته كسان ګڼ شي، او اتڼ شي

څڼېور ځلمي راووزي،

له پېچلو څادرونو

او لنګۍ كړي را غوځارې

و ميدان ته له سرونو

د ډول غږ ښوروي ځمكه

هره خلكه له خندا ډكه

د يوې ښې شېبې لپاره

زبردسته اتڼ وكه،

له زړګيو وينځي كركه

دغه څڼې چې د لمر رڼا ته غورځي

له نږدې نه تورې تورې

او له لرې ژيړ بخونده

پرې ماتېږي

د بشر د ښكلا تنده

هغه شاته، هغه ژڼى قد بلنده

چې له ډول سره اوږه وړي

هغه غاړه چې نشه وړي

چنګه ملا له اوښتو سره كږه وړي

ددې دومره خلكو زړونه به هغه وړي

څومره زړونه يې خوشال كړل

څومره ښه دى، چې د چا ازار خو نه وړي

دا ببر سرونه ګوره

دا مستان لاسونه ګوره

هاغه څنګ ته

د څو ژڼيو طالبانو

نوراني مخونه ګوره

دنيا پرېږده، د خټينو كوروكلى

د څو تتو پښتني انځورو كلى

څومره ښكلى، د ښايست په آب پرېولى

اوس نو وايه،

چې د خداى دنيا ښايسته ده، او كه نه ده

شېبه خواله:

نور نه پوهېږم، خو چې د اتڼ او ولسي موسیقۍ په کوم محفل کې ناست یم، نو زښته زیاته پاکي احساسوم.

زه بیا وایم، دا ځکه چې غوسه نه احساسوم، او ډېر بدرنګه احساسات خو له همدغې غوسې څخه زېږي. کینه د غوسې زېږنده ده، جګړه، ښکنځل، غیبت، نمامت، شیطانت، بدنېتي، او د بل پر تنډه د کاڼي وار ټول د غوسې له شامته کېږي.

څومره چې غوسه بده او ترېنګلې ده، همدومره یې زموږ دښمنان پر اهمیت پوه دي او زموږ په ذهنونو کې د غوسې پنځولو لپاره پانګې اچوونې کوي. دښمنان غواړي غوسه مو کړي او چې کله غوسه شو، نو بیا زموږ د کار قوه مختلېږي او ځای مضرو احساساتو ته پاتې کېږي. د فکر کولو استعداد مو له منځه ځي او ترکیز مو ګډوډېږي.

دښمنان غواړي زموږ غوسه د ځانوژنې د هوډ تر بریده غښتلې کړي. غواړي د خپلې غوسې په ګرداب کې مو وساتي او هیڅکله ورڅخه د بهرته وتلو لاره و نه مومو.

که مو له غوسې څخه بهر ته لاره و مونده نو بیا خو له ځانه را وواتو، او جهان ته مو پام شو. که داسې وشول نو بیا خو افغان د سیالۍ شو او چې د سیالۍ شو نو بیا به د چا پلار ورسره سیالي وکړي؟

د غوسې زیاتولو ژوندي مثالونه زموږ په چاپېریال، سیاسي او ټولنیز ژوند، بهرنیو او کورنیو رسنیو، ممبرونو او جوماتونو، شعرونو، سندرو او زښته زیاتو نورو مناسبتونو کې ترسترګو کېدای شي.

د غوسې وروستی برید مایوسي ده او مایوسول زموږ لپاره زموږ د بدرنګه دښمن خوب دی.

غرونه
 


غرونه غرونه

بوج د غمو

شپون یمه د ګورم د رمو

ربه ربه لار را

غمه غمه وار را

څه له غمه ډک زړه

خدایه دا نازک زړه

شي به زره ترک زړه

ته به وایې نوی دی له تي جلا هلک زړه

ربه ربه ژاړم

پاکه مینه غواړم

ربه ربه یار را

غمه غمه وار را

 

 

 


 

 
د جنون په یوه ناندره کې

 

ز ه او یار مې

دوه طرفه د دعوې وو

زه او یار مې

اتلان د یوې کیسې وو

زه او یار مې

د جنون په یوه ناندره کې

رسېدلي

د جنون او محبت تر محکمې وو.

نوراني دربار ولاړ و

نوراني قاضي د مینې،

ارواګانې

د سلګونو او زرګونو

مینانو

ګواهانې

محکمه شوله برپایه

نوراني قاضي حضور شو

ناست مخلوق ورته ولاړ شولو له ځایه

نوراني قاضي مې یار ته مخامخ شو

وایه وایه!

چې دعوه دې پیلوې له کومه ځایه

یار مې سور شو له حیا نه

 بیا شینکی شو له مسکا نه

بیا زېړی شو تر تاثیر د مینې لاندې

بیا یې سپین رخسار شفافه رڼا وکړه

بیا یې تور پېکۍ ورلرې کړ له سترګو

بیا یې خړ د مظلومیت پړونی خپور کړ

سم له واره

یې په ډېرو ډېرو زړونو

 پورې اور کړ

د ښکلا د بندګانو په دربار کې

هلهله شوه، ګواهان شول په ثناوو

د ښایست د خدای لپاره، هر یوه یې

له بدرنګو ابلیسانو پنا غوښته

نوراني قاضي یې لاسو ته پړک ورکړ

یوه نازکه چپتیا بیا شوله حاکمه

تلوسه مو

په جذبه جذبه فضا شوله حاکمه

د ښکلا د بندګانو پر ذهنونو

د جانان د مخ اووه رنګه رڼا شوله حاکمه

په عاجزو مړاوو سترګو

په نري او ژړغوني غږ  شورو شوه په خبرو

هغه هم داسې خبرې

تابه ویلې

چې، دانه دانه یې تویې کړې سندرې

لکه تویي شي له تاره

یا له هاره

 ملغلرې

 ای جنابه

نور مې خلاصه کړه د شوق له عذابه

دا سړی دی، چې جګړي ته را دانګي بې اسبابه

دا سړی دی، چې په ځان مني شرطونه

 بې حسابه

 دا سړی دی، ما ته وایي

چې مین یمه در باندې

دا سړی دی، ورته وایم ځوانیمرګ شې

ورته وایم نیمه خوا شې

تر یوه لوی کمره شې لاندې

دی موسکی شي راته خاندي

 هغه ورځ یې، ځان پر سره اور و داغلو

هغه داسې

چې زما په

 آتشي شونډو یې غاښ ولګولو

او زما د سالو سرې لمبې یې تاوې

کړې له ځانه

په سالو کې مې را پټ شو

او د سرو لمبو په منځ کې

په خندا شو، په کټ کټ شو

تا به وېلې لېونی شو

تا به وېلې، د سکروټو پر سر باندې

سپېلنی شو

 هاغه ورځ یې بیا له مانه

غلچکۍ مچکه یووړه

په څه چل او هنر باندې

بیا یې وېلې

یوه خولګۍ خو زما پور وه

 په لمر باندې

لکه زه چې

به د لمر میراثخوره یم

قاضي ګله!

دا سړی پخوا منکر و

خو اوس ښه دی، زما په حق باندې اقرار دی

زما د برخې

راکولو ته تیار دی

نه نه، هسې خو هوښیار دی

راته وایي چې خولګۍ دې په ما پور ده

او منم یې

درکوم یې

خو باور د زمانې پر خلکو نشته

دا زړګی مې راته وایي:

چې" د نن زمانې یار دی

ټګ به وینه"

قاضي ګله!

زه له دې سړي نه خپله خولګۍ غواړم

 زما بله صله نشته

ستا د مینې د قضا دربار ته ژاړم

زما لمنه ده هواره

ترهغو چې یې دا حق راکړی نه وي

نه یې نغاړم

زه مې خپله خولګۍ غواړم

***

 زه او یار مې

اتلان د یوې کیسې و

زه او یار مې

د جنون په یوه ناندره کې

رسېدلي

د جنون او محبت تر محکمې و

نوراني قاضي یې لاسو ته پړک ورکړ

بیا یې ډېر په مهربانه انداز باندې

ما ته مخ کړ

لکه ټولې زمانې چې

راته مخ کړ

پر هډو مې لړزه راغله

 

زه یې ځان ته ملامت کړم

په خپل ظلم یې

د مینې او مینو

درست جهان ته ملامت کړم

 

روحاني څېره ګویا شوه

 ساده ګیه! د وصال خبرې غبرګي وي همېشه

یوه خولګۍ یې دوه خلګۍ وي،

 یو وصال یې دوه وصاله

یو جمال یې دوه جماله

یو احساس یې دوه احساسه

 دا چې څومره تنهایۍ دي

دا مو ټولې جوړې کړي دي له لاسه

 ساده ګیه! خولګۍ ورکړه،

خولګۍ واخله

چې ناندره مو فیصله شي

 چې تمامه

په دربار کې هلهله شي

 چې وصال ته ورسېږﺉ

چې منزل ته ورسېږﺉ

چې د ګل او پرخې غوندې

یوه او بل ته ورسېږﺉ

 

11

 توره شپه په کلي راغلم
د سپوږمۍ رڼا هم نشته
د شپېلۍ اواز هم نشته
د اوبو شڼا هم نشته
د چنار د مستو پاڼو
مستانه شرپا هم نشته
د کلا په دروازه کې
د خډر غپا هم نشته
د جومات ورونه هم کولپ دي
د جومات ملا هم نشته
د دالان دور تیاره دی
د څراغ رڼا هم نشته
بوکۍ اخوا ته پرتې دي
غرغړه د څا هم نشته
نوم د هر کلیوال اخلم
خو درک د چا هم نشته
دا په کلي مو څه سوي؟

 

 
12  
د باد پر لکۍ سپاره قاضیان

قاضي د باد پر لکۍ سپور راته چکرې وهي

خوني جلاد او ګواهانو یې وربوز وهلی
د فیصلو د فتاوا پاڼې یې باد رپوي

قاضي په ما باندې یو تور غوندې تقریر پخوي
دې محکمې ته چې راغلي سپیناوی یې نشته
دې محکمې ته راواسته شي ازلي مجرمان
چې دوزخیان ګڼلی کېږي تر وجود له مخې

زه د ناکامې تېښتې ټولې لارې وسنجوم
هاسې به وکړم، او په دې لاره به وتښتمه

تېښته کوم خو تېښته نه کېږي په یوه لوري هم
دورې هم تور حبشی سانګه ښوروي دوري هم

نوره نیږدې وي چې قضا ته وسله وغورځوم

په دغه وخت کې مې راتېره شي په زړه کې سلا
لاسونه واچومه، دواړې اوږې څنډوهمه

لاس مې د کټ پر لنګه ولګېږي، و پسخېږم

یوڅه خوشحال شم، څه اوتر شم کلیمه تېره کړم
خدایه دا څه ګورمه، خدایه دا به خوب وینمه

هو زه خبره یمه چې همدغسې قاضیان راغلي
زموږ هېواد ته عجیبه غوندې غازیان راغلي

 

 
 

 
زړه پانګه:
د حمید بابا، خوشحال بابا، رحمان بابا، کاظیم خان شیدا او نورو شعرونه

د مناسبتونو شعرونه:

 

د هرې ورځې په مناسبتونو کې غوښتي شعرونه د مناسبت د موضوع پر اساس ترتیب شوي.

موضوعات او شعرونه:
  شعرونه د پلټنې د اساني لپاره پر موضوعاتو وېشل شوي.
شعري ژباړې:
  له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي شعرونه
فولکلور او شفاهي ادب:
  فولکلوري توکي چې ډېره برخه یې ټپې او کاکړۍ غاړي جوړوي.
شعري ټولګې:
  دلته ځینې شعري ټولګې په  PDF  بڼه  د  رالېښلو لپاره اېښول شوي
هنري، علمي او ادبي څېرې:
  دلته به د پښتنو شاعرانو لنډې پېژندنې وګورﺉ
غورچاڼونه:
  د نویو شعرونو غورچاڼ چې چاڼونکی یې هم  معرفي
پښتو پر لیکه:
  د ځینو مهمو او ګټورو وېبپاڼو پیوندونه  او اړیکې
 
لیکنې او نثرونه

کره کتنیزې لیکنې

 

لنډې کیسې

 

ټولنیزې لیکنې

 

رسمي شالید

 

سياسي لیکنې

 

په نورو ژبو لیکنې

 

اسلامي لیکنې

 

کلتور او ژبه

 
 

فلسفي لیکنې

 
 

نثري ژباړې (ادبي)

 
 

نثري ژباړې (علمي)

 
 

 


دا غزل خواږه اسد حسن ته ډالی دی چې زما دا غزل یې کشف کړې وو:

غــــــزل

بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلم
د پرون توبه مې هېره ده بيا راغلم
له دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږي
تردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلم
تمامي عمر مې لاره شوه په ښكلو
زه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلم
ټولو خلكو ته باران د رحمتو وم
په خپل ځان لكه د تورې بلا راغلم
د غزلو په وربل مې لوبې وكړې
لكه مسته سندريزه هوا راغلم
هغه اوښكه يم د چا مينو سترګو
چې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم
 

ټولی رښتۍ محفوظی دی

لومړیۍ مخ | پروګرامونه | دندی | پیوندونه | اړیکی | معلومات

Designed & Developed By:
Asad Hasan from www.sahar.af