غزلونه

» د غزلونو لومړی لړلیک

» د غزلونو دوهم لړلیک

» د غزل فن

»منظومې

»ازاد شعرونه

وروستی غزل

سپینه توره ولوېده له لاسه، قلم پاتې و
ماتو
دروازو ته مو بس دغه اړم پاتې و

رسم د ژړا مو شو ترسره، پرده وشوله
خدای خبره چې څنګه مو په سترګو کې نم پاتې و

دلته مو په لیکه کې د غیرو ځری و لیدل
دلته په دې غړي کې لا نېښ د لړم پاتې و

چا ته په سجده نه و، او چاته په رکوع نه و
سر د پښتانه په وقار دروند و، چې خم پاتې و

دا سي سړي کله موږ بې کسو ته را پاتې ول
خدایزده چې د وخت له تېغه څنګه خرم پاتې و

کله مو غلیم په مونږه مخامخ ګذار کړی
تل مو په لستوڼي کې د مار په رقم پاتې و

نه چې په اواره کې درک د پښتانه نه و
خدای که به د غرونو په سرونو کې هم پاتې و

اور یې دلته بل و، نشه نورو خلکو یو وړله
زړه مې لوغړن لکه د چرسو چلم پاتې و

تېره شپه خو ستاسې محقق داسې خړ مخی شو
دا سي برېښېده لکه ورا نه چې ډم پاتې و

لاړلو ملا، کونه یې و ویسته، او ورک شولو
دلته یې له غولو سره خلک په غم پاتې و

بس یې کړه قراره، په خندا به یې را واړوو
ګوره، که خندا ته مو په زړونو کې دم پاتې و

 

خوب وینم، له خوبه خو نو څه په ګوتو نه راځي
زړه له ګوتو وباسم، او زړه په ګوتو نه راځي


زه لکه ماشوم ورپسې غبرګ لاسونه غورځوم
یار لکه یوه خوځنده وړانګه په ګوتو نه راځي


وزم، میخانې د ښار دانه دانه را غواړمه
شیخه، په جومات کې په لمانځه په ګوتو نه راځي


غم لکه رقیب نه دی، چې ژامه یې ور ماته کړم
غم لګه ګرمي، لکه ساړه په ګوتو نه راځي


لو د شازلمو ته بهانه د مرګي جوړه ده
وایي زاړه ځان ساتي، زاړه په ګوتو نه راځي


پلیو خلکو تم شﺉ، ګوندې خدای به مو پرې نه نیسي
پلي یې را ګرځوﺉ، سپاره په ګوتو نه راځي

 

د غزل د فن پېژندنه:

غزل د نظم د افسامو تر ټولو زیات خپور او پرېمانه ډول دی.  د غزل بیتونه له پنځو څخه تر شپاړسو پورې کېدای شي. لومړي بیت ته یې مطلع ویل کېږي، د مطلع دواړه مصرعې، او د نورو بیتونو د دوهمو مصرعو قافیې یې وبله یو شی وي او په وزن کې د غزل ټولې مصرعې سره برابرې وي. غزلې که څه هم په ډېرو موضوعاتو کې ویل کېږي، خو اکثره یې عشقي وي. د غزلې او بوللې مهم فرق دادی چې بوله له شپاړسو لږ بیتونه نه شي لرلاي، او غزل تر پنځسلو زیات. دوهمه دا چې د غزلې لپاره د موضوع یو والی مهم نه دی، او ډېر تر ډېره یې باید د بیتونو روح یو وي، خو د بوللې موضوع اکثرا یوه او اوږده وي. د غزل نمونې  لاندې دي:


 

تخيل تر پوهې ډېر مهم دی. البرټ انشټاین

د قرار د غزلونو لړلیک:
76 چې دې پاک نوم په غوږو واورم، سره لمبه شمه زه ستا د حضور لایق به بیا هم ربه نه شمه زه
1 د ځان تشویش نه کوو، کم یې کوو خو بل چې وځورېږي، غم یې کوو
2 څومره وړوکی وي انسان چې د بل زړه ماتوي هغه به څه لري ایمان چې د بل زړه ماتوي
3 واکمن بل دی دا سړی نه دی ملګرو  دا سړی چندیانې شی نه دی ملګرو
4 غوږ ونیسه وخته، چې دا توره دنیا څه وایي  توره دنیا وایي چې دا توره بلا ښه وایي
5      تر هغه وخته چې په خپله یم کمزوری زه  د بل رڼا ته به نڅېږم لکه سیوری زه
6 نوم د یوه سړي یادېږي، پاچا بل دی دلته هر یو امیر له رعیت سره په چل دی دلته
7 بت غوندې ولاړ یم، ته مې حال وینې که نه اشنا  ما څه کوې، مخامخ دېوال وینې که نه اشنا
8 د ګل ځواني وه، موږ ځانونه ور بلل ملګري چې خزان راغی، ومو نه لیدل د ګل ملګري
9 ستا دا یو ټکی مهم دی، زما ټوله ژبه نه ته له کوم سوبه خان یې، زه له کوم سوبه نه
10 بیا له تانه کډه شوی تر تا راغلم د پرون توبه مې هېره ده بیا راغلم
11 چې قدردانه د جمال دې کړمه ربه هنر دې کړم کمال دې کړمه
12 که زړه یې تور وې هم په مخ به یې رڼا ښکارېږي د ښکلو دغه خوی د نورو نه جدا ښکارېږي
13 د هرچا دې خپل جانان وي د هرچا دې مل جانان وي
14 ډکوله یې ملګرو یو پر لسه پیمانه لرې کېږئ، نن مې څښلې ده تر بسه پیمانه
15 په خپل کور کې مو رواج د پردو خلکو پر وطن چلېږي راج د پردو خلکو
16 پوځ د اداګانو د ښایست له ښاره وباسه ګوښی یمه ما غوندې یو سل له کاره وباسه
17 سم در پسې ګورم په کتو کې له ما ورکه شوې ولاړې د څپې غوندې څپو کې له ما ورکه شوې
18 پرېشان په تا پسې ورک ویران په تاپسې
19 په لېمو کې دې اثر دی د نشې زه خو وایم چې جوهر دی د نشې
20 هسې هم خلکه زموږ مینه په نظر نه ورځي ښه ده چې ښکلي ته مو هیڅ د حال خبر نه ورځي
21 څومره خواخوږي مې پیدا شول چې زړګی یې کړمه د ښکلي دا هم یو احسان و چې پردی یې کړمه
22 لېونتوب چې په چا زور راوړي نو داسې جانانه بچی چې مور راوړي نو داسې
23 د تخيل په دهلېزه کې جوړ کړي شور توري له ګوتو وپنځي پر سپینه پاڼه تور توري
24 داچې سر په تیندکو یو دا مو ړوند  د سرسړی دی  د ړندو په قافله کې، چپ له لارې هر سړی دی
25 کوم رنګ یې ته، چې یې خو دجانان له مخه نه یې کوم ستوری یې چې یې خو د اسمان له مخه نه یې
26 مینه چې تر موږه سلسله راغلې ده دغسې ګيله ګيله ګيله راغلې ده
27 خدایه موږه په ځان ظلم کړی دی زمانې له موږه عقل وړی دی
28  خوب وینم: د صدیق پر ذمه باج د ابوجهل پر حجاز چلېږي راج د ابوجهل
29 په رنګ به دوي وي خو په زړونو كې ترې ښكلي يو مونږ داسې هم نده چې له هرڅه نه لوېدلي يو مونږ
30 ښكلوكيه سيال دې يمه، هله به دې سيال نه واى چې ته نازكه واى او زه نازكخيال نه واى
31 د رنګين ګلاب په شانې غوړېده غوړېده زړه مې ستا د مينې په لمن كې، آخر و رژېده زړه مې
32 ژوند مې د مينې توسيري ته لكه آس اچوي څېرې ګرېوان ته مې په نه خبره لاس اچوي
33 اور دی او مرګونه دي، غزنی او کندهار ګډ دی د شین سترګو په تور سترګو کې ناتار
34 خدايزده ملكه وې كه سپينه ښاپېركه وې ته خيال مې نازك وو خو ترخيال مې هم نازكه وې ته
35 د ليمو په كنډولو كې بنګ راوړي معلومېږې چې خوبونه رنګ راوړي
36 ريښتیا به ووایمه، دومره  په ما ښه لګېده لكه په لمر وهلي يخه هوا ښه لګيده
37 له جوماته راروان تر بتخانې د هوس د شمعې مستې پروانې
38 د استا د پاك حسن درګاه ته مې منلى زړګى تر تا دې ځار شي ماخو هر ښكلى بللى زړګى
39 څه غواړې تر څنډو کتل مه کوه ما غوندې ساده سره چل مه کول
40 څوك چې د حسن په درګاه كې التماس ونه كړي  هغه به کله هم د لوړ غرور احساس ونه کړي
41 لكه مومن چې په توبه يې ګناه ووينځله ښار مو په نوي باران خپله هوا و وینځله
42 څومره ورته ستا نظر دى د نشې زه خو وایم چې جوهر دی د نشې
43 ته هغه ېې چې ما مينه دركوله تا په خوله راته ویل چې نه یې غواړم
44 په پردي وره كې يې هم غږ د ملنګ نه خوښېږي لرې کوه، د داسې خلکو مې رنګ نه خوښېږي
45 چې په څه زمونږ ايمان دى هغه قدر د انسان دى هغه قدر د انسان دی، چې په څه زموږ ایمان دی
46 سپوږمۍ مور غوندي او ستوري ماشومان دي په شنه غولي ورته ښوري ماشومان دي
47 چېرې د سندرو په کوم وېړ دامان کې اوسې لرې له خپل ځانه د کوم بل په ځان کې اوسې
48 ما و تا یو راز درلود د کلي له ګدر سره زه به و، او ته به وې، او دی به و خبر سره
49 مونږ به خیر دی، چاته نه راولو کم اختر کنه له موږ یې لرې نه کړلو هڅ غم اختر
50 له دې خلکو مو وینځلي دي لاسونه خدایه تاته مو نیولي دي لاسونه
51 د خپل زړګي په وینو رنګه شاعري به کوو ښکلا به شمع کړو، پتنګه شاعري به کوو
52 د خپل قاتل د غاړې هار شومه په خپله خوښه تر ما وژونکي خنجر ځار شومه په خپله خوښه
53

لکه د نوي مین روح په اضطراب نجلۍ

 سپینو اوبو راوړله پاڼه د ګلاب نجلۍ
54 ګراني د رنګ، ګراني د سر ده، او ګراني د غزل مولا دې نه کړي، چې را ړنګه شي خاني د غزل
55 موږ تر عقل تېر شولو د مینې په نشه کې شیخ تر عقل تېر شو په یوه بله تماشه کې
56 غلی مې په زړه کې هغه ژبغړانده اور شو ښه شو چې زړګی مې له دې ځینوځینو تور شو
57 هاغه دی سپېره طالب دعوه د پاچهي وکړه سپین بیرغ یې راووړ د حجرې په بام یې پورته کړ
58 ملګرو څنګه، زما دغه کار به وشي که نه د یو چا زړه ته لار وباسم، لار به وشي که نه
59 چې غمی وړې د پاچا د تاج له سره جادوګره دا دې څومره اوږد لاس دی، زوروره جادوګره
60 په سترګو کې یې راشي، تکې سپینې نرۍ اوښکې د دېو پر اوږه وڅاڅي د سپینې پرۍ اوښکې
61 څرنګه زخم د اغیارو په مرهم جوړوي  لېونی وګوره، په غم کې ځان ته غم جوړوي
62 زه شاعر یم، ښکلیه ته زما غزل یې د غزل په شانې تل راسره مل یې
62 یوه کلن خواږه عزت الله جان ته: له تا ځار شمه زړګیه، آسه آسه  په تا خواله سړوم د زړه بړاسه
63  ګورمه ستا د سوې مينې كتاب راغلمه ستا د جفاګانو په باب
64 دا مې د مینې پېریان اړوي، څه بنډې نه دي دا چې غزل لیکم، مین یمه ملنډې نه دي
65 چندانې خوند خو دې اختره نه و سږ دې راتګ څه بې اثره نه و؟
66 چې په مړو سترګو راګورې، چې دې غشي نظر ولي زموږ زړونه، (جل وهلي مرغکۍ) پر وزر ولي
67 اندړ یاغي دي، اندړ مشر، اندړ ورور نه مني خو واړه ځکه چې اندړ د پردو زور نه مني
68 خالق دې غوښت، او له مخلوق سره دې ښه نه کول تا دغه نفل کله هم پر اوداسه نه کول
69  دلته په خپله ژبه مه غږېږه      دومره خو هم شکبه مه غږېږه
70 دا ستا په اتنظار به نظر پاته وي تر څو دا وږی د غرمو به نهر پاته وي تر څو
71 ډېرې شپې مو رڼې کړي دي هزل ته ځئ چې دغه شپه روښانه کړو غزل ته
72

سپینه توره ولوېده له لاسه قلم پاتې و

ماتو حوصلو ته مو بس دغه اړم پاتې و
73 خوب وینم، له خوبه خو نو څه په ګوتو نه راځي زړهله ګوتو وباسم، او زړه په ګوتو نه راځي
74 چې مار به مو هم کله نه واژه د بل په لاس یو وخت و، جوړول مو تقدیرونه خپل په لاس
75 ته له ما نه ورک، زه له ځانه ورک خو ښه داده چې عشق، نه دی خانه ورک

      
 

 

غزل
بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلم
د پرون توبه مې هېره ده بيا راغلم
له دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږي
تردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلم
تمامي عمر مې لاره شوه په ښكلو
زه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلم
ټولو خلكو ته باران د رحمتو وم
په خپل ځان لكه د تورې بلا راغلم
د غزلو په وربل مې لوبې وكړې
لكه مسته سندريزه هوا راغلم
هغه اوښكه يم د چا مينو سترګو
چې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم



 

شېبه خواله
کله مو یو چاته، چې در باندې ملامت هم وي، او درڅخه مرور هم، د عذر لمن غوړولې او پر خپل غرور مو پښه برسېره اېښې ده؟ که مو داسې کړي وي نو ډېر امکان لري چې مین به یاست. که مین یاست نو منم چې د سوال یاري ګرانه ده، خو هغه څه ښه ټپه ده چې وایي:

زړګیه صبر وظیفه کړه
د دریابونو ماهیان غاړې ته راځينه


لکه د هرڅه، د مینې مېوه هم په صبر پخېږي او که ريښتیني پاتې شئ نو داسې وخت راتلونکی دی چې ستاسې زړونه ستاسې د محبوبې تر مخ هم ډېره ښکلا پیدا کړي، دومره ښکلا چې په ځان دننه مو بوخت کړي. کله چې بیا تاسې پر ځان بوخت او د محبوبې له احتیاجه وخېژئ نو ورو ورو به مو هغه هم پر ځان او خپلې لېوالتیا روږدې کړې او د ځان محتاجه کړې وي او دې پایلې ته به رسېدلي یاست چې:

د مجنون د در ګدا شه لیلا مه شه

غزل-۲
چې قدردانه د جمال دې كړمه
ربه هنر دې كړم كمال دې كړمه
اوس د ښكلا په اسمانو كې ګرزم
د چا د ښكلې غزل خيال دې كړمه
په بام ولاړې دروازې ته راشه
كنه در الوزم شمال دې كړمه
دا خلك وايي لېونى دې كړم او
زه وايم ومه، خو په حال دې كړمه
څومره به ته راباندې ښه ښكارېدې
كه دې درواخستمه خال دې كړمه

 

شېبه خواله
څوک چې د ښایست قدر او ښایست په خپله ښه پېژني، هغه ښایسته کارونه، ښایسته اخلاق، ښایسته خویونه، او ښایسته کردار هم ښه پېژني. او څوک چې بیا ښایست ډېر خوښوي هغه به همدغه پورتني څیزونه ډېر خوښوي. ښایست د ښېګڼې مشترک قدر دی. پښتانه ډېر ځله د تورو آهنګ د معنا پر بنسټ برابروي. غټ، سخوټ، ګټ، سمبټ ټول یواځې زېږوالی  افاده کوي. دغسې ښکلا، ښایسته، ښه، ښاد، ښېراز، ښه والی، ښېګڼه او نور یواځې نېک شګون.

 

غزل-۳

که زړه یې تور وي هم په مخ به یې رڼا ښکارېږي
 ښكلو دغه خوى د نورو نه جدا ښكارېږي
ته منكرېږه مه اشنا، حلالومه دې نه
ته راشه وګوره چې دغه پل د چا ښكارېږي
دغه سړي دومره وژلي دي همدغه خلك
دا څومره خلك چې ددې سړي تر شا ښكارېږي
ماچې باور ورباندې وكړ ملامت څه ومه
د ښايسته وو ګنهګار هم بې ګنا ښكارېږي
د كافر ځارشم چې خبره خويې پرېكنده وي
ترهغه ښه وي چې نه هاغه او نه دا ښكارېږي
لمر خو عاجز دى چې پردې د وريځو وپوښلو
دا ستا ښايست نه دى چې پټ يې كړې نو لا ښكارېږي
ښكلي چې څومره په مخ راشي ورته ښه وګورم
په ځاى يې رانه وړم خو ډېر راته اشنا ښكارېږي

 

شېبه خواله
زما له یوه سپین روبي کټوازي سره خواله وه، یوه ورځ یې راته وویل "زویه یو نصیحت درته کوم!" ما وېل وایه بابا، وېلې خدای دې سوال او دروېزې ته مه مجبوروه، خو که خدای مه کړه، خدای کله مجبوره کړې، نو هڅه کوه چې له بدرنګه سړي سوال ونه کړې، او ښایسته انسان ته ځولۍ ور وړې. چرت مې واهه چې دا ولې؟ ښایي ځکه چې د ښایسته وو قدر ډېرې کېږي، نو ځکه دوی هم د نورو قدر کوي؟ ښایي ځکه چې ښایسته نه غواړي خپل معیار را ټیټ کړي، او بدرنګه ښکاره شي، او جوته ده، د انکار او بخل پر مهال انسان بدرنګه معلومېږي. ښایي لکه څومره چې ښکلو زموږ زړونو ته نورافشاني کړې وي، دومره به پر خپلو زړونو هم اغېز کوي او د رخسارونو ښکلا به یې زړونو ته هم سرایت کوي. ولې هغوی به دا زموږ په زړونو کې د خپلو څېرو ښکلا نه ویني؟ حمزه بابا هسې وایي چې:

مه په آینه زړونو کې څه ګورې
ځان به پکې ووینې حیران به شې

غزل-۴

د هرچا دې خپل جانان وي
د هرچا دې مل جانان وي
هر درېيم دې تل رسوا وي
هر دوهم دې تل جانان وي
د رقيب به يو پر لس وي
زما به يو پر سل جانان وي
د هغه جزا جنت وي
چې د چا عمل جانان وي
د هغه انجام جنت وي
چې د چا ازل جانان وي
چې د زړونو لارې يو شي
د بورا دې ګل جانان وي
هغه ورځ سلګۍ سلګۍ يم
چې بدل بدل جانان وي
هغه ورځ ساده ساده يم
چې په چل او ول جانان وي
هغه ورځ ټوكر ټوكر يم
چې په خوله د بل جانان وي
په پیره به زړه ساتمه
چې مې داسې غل جانان وي
 

شېبه خواله

ډېری کره کتونکي وایي چې لنډ او کم څپيز وزنونه سندریز ډېر خو مانیز کم وي. یعنې دا چې د درنو درنو معناګانو لپاره ډېری اوږده او ډېرڅپيز وزنونه کارېږي او د لنډو وزنونو شعرونه بازاري او عامیانه وي. زه بیا دا خبره نه منم. او دلیل مې دا دی چې په اوږدو جملو کې خو هر څوک ښې او مهمې معنا ګانې ځایولای شي. نر هغه دی چې اوږدې معناګانې په لنډو الفاظو کې ځای کړي. عربان څه ښه وایي چې: "خیر الکلام ما قل و دل" د دې قضیې د ښه سپیناوي لپاره له درانه لوستونکي غوښتنه کوم چې لږ تر لږه یو ځلې بیا دې د رحمان بابا لاندې ... ولولي: 

ښه ده ښه ده دا دنیا
چې توښه ده د عقبا

 هغه علیه الرحمه څومره لویې معناګانې په لنډو او مختصرو الفاظو کې ځای کړي. خو دا هم مه هېروﺉ چې "سیند په کوزه کې یواځې قلندران ځایولای شي".

غزل-۵

ډكوله يې ملګرو يو پر لسه پيمانه
لري كېږئ نن مې څښلې، ده تربسه پيمانه
لږ دې خيال كوي د نورو، د سپېڅلو شعارو
شيخ دې نه نيسي په لاس كې، بې اودسه پيمانه
راشئ خلكه! كه يې ګورۍ، آخر هم زما خبر شوه
ملا مړ دى راوتلې، يې له نسه پيمانه
په دې درې ګوتې سينه كې، وړمه اور او اوبه دواړه
زه له غمه زړګى څښمه، له هوسه پيمانه
نن په ډېرو كې تنها وم، چې د چا په ما نظر شو
وېلې واړوۍ قرار ته، دا بې كسه پيمانه


 


شېبه خواله:
پیمانه او مۍ په شعر کې متغیر نسبتونه دي. مۍ به نن په شعر کې خپله میو ته وایي، سبا به پوهې ته وایي، بله ورځ به حقې وینا ته وایي، بله ورځ به د یار شونډو ته، بله ورځ به مینې او وصال ته...

هر هغه څه چې د یاغي او پر نه څه مغرور عقل د رامولو او ملامتولو وسيله شي، تر میو غوره کنایه ورته نشو لرلای.

هو ريښتیا، د دې غزل له یوه بل بیت سره بله را یاده شوه. الفت صاحب په یوه نثر کې له لوستونکي پوښتلي چې آیا کله په ډېرو کې تنها شوي یاست؟ هغه وایي یوځلې یواځې مېلې ته تللی وم، ډېره ګڼه ګوڼه وه، چا پرې را نعره کړه، وېلې الفته یواځې یې او بل څوک درسره شته؟  الفت رحمه الله وایي " زه په دغې ورځ پوه شوم چې په ډېرو کې یواځې څه ته وایي"شاعران اکثرا په ډېرو کې یواځې وي".

شاعر له ګڼې ګوڼې بهر تنها  ورکېږي خو په ګڼه ګوڼه کې بیا فنا کېږي

 

غزل-۶

په خپل كور كې مو رواج د پردو خلكو
په وطن چلېږي راج د پردو خلكو
په خوارۍ كې د خانۍ كوو خويونه
په هستۍ كې د يو محتاج د پردو خلكو
د سپاهي په سر مو خول د پردو اېښی
د ملا په سر مو پاج د پردو خلكو
د ياغي په سر مو زغره د پردو ده
د امير په سر مو تاج د پردو خلكو
پردي خلك مو د رنځ په شاني سكوڼي
نه پوهېږو په علاج د پردو خلكو
قرار جانه دلته سر سړى هغه دى
چې بلد وي په مزاج د پردو خلكو

 

»شېبه خواله:
پردي خلک نورو ځایونو ته په تېري او د ناطبیعي لارو چارو په خپلولو ځي، خو د افغانانو هېواد  ته په بشپړه طبېعي توګه او لکه  چې باید وه، راغلي دي. ته وایه څنګه؟
کله چې یو کس لېونی شي، پر ځان هم خولې لګوي، او پر بل هم، له هغه سره باید څه وشي؟  خلک په داسې لېوني څه کوي؟ هغه تړي، ولچک کوي یې، د هغه ازادي سلبوي، او د ولچکونو کیلیګانې یې بل څوک ساتي. کله چې انسان د ځان او عقل له واکه ووت، نو هغه په خپلکارې بڼه او اوتوماتیک ډول د نورو واک ته لوېږي، او تر هغو د بل په واک کې پاتې کېږي چې پر خپل ځان یې اختیار او تصرف نه وي ترلاسه کړی.

غزل-۷

پوځ د اداګانو د ښايست له ښاره وباسه
ګوښى يمه ما غوندې يو سل له كاره وباسه
خېردى په مين زړه كې مې ستن د نظر څرخه كړه
غاړې ته يې واچوه دا لال له تاره وباسه
دلته خو بنګ ندي د چا زړونه لوګى شوي دي
لاس راكړه ملګريه، ما لدې غباره وباسه
داخو زما زړه دى په چړو كې دې نيولى دى
كله په دې خپل هم يوه نرۍ نوكاره وباسه
كړنګ شو د پيالې ما وېل ورځه دا توبه ماته كړه
بېرته چې راتلې بله توبه په لاره وباسه
خيردی يوه توبه ده څه تاوان خودې پرې نه کېږې
شیخ دې خفه نه وي دا د شیخ لپاره وباسه
ستوري پكې وپېيه سيپۍ له هاره وباسه
خيردى كه زمونږ په لمن داغونه پورې شول
ته دې ښكليه جام د بنيامين له باره وباسه
هسي نه حساب شې په ټولي د فاسقانو كې
غورځه پاك لمنيه پښې لدې بانډاره وباسه
ښكاري چې قراره دا ارمان دې پوره نه شولو
نور يې له خوږ زړه لكه د وينو داره وباسه
 

شېبه خواله:
دا غزل مې په هغه ګرانه، غمجنه او شوګیر نیولې شپه لیکلی و چې لس نورې غزلې مې هم پکې لیکلې وې. د شاعرۍ کار څه همداسې دی. ګاهې په یوه شپه کې پنځلس غزلې، او ګاهې په کال کې پنځلس.
دا خبره د ملنګ شاعر له خولې درته لیکم چې وایي ګرانه نه راته برېښي چې دورځې زر بیتونه نظم کړم، داسې چې ښه معنا ولري، ښه وزن، او ښه سلاست، خو ملنګ وایي چې زه به یې څه کړم. دغه د ورځې زر بیتونه به د بل لپاره وي، چې ښایي بل یې وهم نه لولي، او هغه د کال یوه غزل به زما خپله وي. امریکایي لیکوال سایرل کونولي څه ښه وایي: "دا غوره ده چې د ځان لپاره یوڅه ولیکې، خو اورېدونکي ونه لرې، تر دې چې د خلکو لپاره یې ولیکې، او ځان هېر کړې."
 

غزل-۸

سم درپسې ګورم په كتو كې له ما وركه شوې
ولاړې د څپې غوندې څپو كې له ما وركه شوې
چېرته يې اوس لاس درپسې چېرته چېرته ووهم
سپينه اشرپۍ شوې په اوبو كې له ما وركه شوې
يوه لحظه دې خوښ كړم بيا دې ټول عمر خفه كړمه
يوه لحظه خوښي وې په غمو كې له ما وركه شوې
و دې ليدم ځان دې په همزولو كې غلط كړلو
شنه غوندې لمبه شوې په لمبوكې له ما وركه شوې
مونږ چې دوه په دوه وو ته زما وې او زه ستا ومه
دا خو ددرېیمو په جرګو كې له ما وركه شوې
چاراته تعبير نه كړې له ټولو دې خفه كړمه
خوب مي وې په سلو تعبيرو كې له ما وركه شوې

 

شېبه خواله:
زه باید خپلې غزلې او بیتونه خپله تفسیر نه کړم، ځکه چې خدای مهربان دی، داسې کره کتونکی به پیدا شي تر تر ما به زما غزلې ښې معنا کړای شي، او هغسې ښکلاوې پکې رابرسېره کړي، چې پنځوونکی یې لاهم ترې نا خبره وي. پر همدې اساس، زه ښه شاعر او ښه کره کتونکی دوه بېل خو نیږدې شخصیتونه ګڼم. که کره کتونکی او ښه شاعر د یوه بل هنر بشپړوي.

جرمن فیلسوف نېچه وایي: "کله چې د یوه لیکوال اثر غږېږي نو لیکوال باید غلی و اوسي."

و وایي بې نوا صیب ته یې وېلې ول چې ته د ځان صفت لې په خپله کوې، وېلې ځکه چې تاسې یې نه کوئ.
نو  چې تاسې یې نه تفسیروئ نو د پورته لافي او نیچه د وصيت پرعکس، غواړم زما د دې غزل پر یوه بیت تبصره وکړم.
 کله مو د چینې د رڼو اوبو په سپینو او پاکو شګو کې سپینه روپۍ، ګوتې، هنداره، یا مرۍ ورکه کړې؟