پام به مو غلط شي ته راځه ملګریه ډول دی
تکه سپېره دښته ده، مخلوق ورته راټول دی


ملاوي یې تړلي، په ورېښمینو دسملونو،
برګ اتڼ له شا ده، مخته ډم وهلی مول دی

دغه اکا وینې، چې اوښتی تر اتیا وو
ټکی غاښ یې نشته دی په ژامه کې، کنډول دی

هاغه مو ملا دی چې تر واوري سپین روان دی
هاغه مو ملنګ ته چې په غاړه یې کچکول دی

هاغه مو ملک دی، بدرګه یې څو آسونه
هاغه مو ځلمي دي، دغه واړه یو کهول دی


ډله طالبان له سپین ملا سره روان دي
سپین ملا چې قدر یې د سروزرو په تول دی

هاغه ده قاضي صاحب راستون دی له کابله
سره ببره ږیره، را په سر یې خړ پکول دی

هاغه ده راګډ شول، د ملي اردو سرتېری
یو یې په اتڼ شو، بل نیولی ورته خول دی

 

 

2
د ځان تشویش نه کوو، کم یې کوو
خو بل چې وځورېږي، غم یې کوو

د توري کار چې توره نه کوي نو
پروا یې نشته، په قلم یې کوو

وايي جهاد پر مونږه فرض دی منو
خو په دینار او په درهم یې کوو

چې غلیم نه وي، عادت نه پرېږدو موږ
خون چې د ورور کوو نو هم یې کوو

مونږه د خپلو وروڼو خوېندو دلته
سالګیرې نه کوو ماتم یې کوو

که د نسب احترام هم وي خو بس
تش د حوا او د آدم یې کوو

 

3

پیغمبر څه وایي، کتاب څه وایي
او دا توکاڼي د پنجاب څه وایي


کتاب خو وایي مومن مه قتلوﺉ
ستاسې مفتي په دغه باب څه وایي؟

په لویو لارو او کوڅو کې څه کړي
او په ممبر او په محراب څه وایي


کتاب خو وایي ازار مه وړﺉ د چا
ستا دغه ځری د عذاب څه وایي


ته په دې خلکو باور هیڅ نه لرې
ستا په څېره باندې نقاب څه وایي؟

زما وطن هم خپله خاوره ګڼي
ته راشه دا دعوه جلاب څه وایي


 

4

بېګا خو پرده لرې کړه رڼا زموږ له رازه
نیږدې وه چې خبره شي دنیا زموږ له رازه

 

چې خپلو ته مو ووایه رسوا شو ډنډوره شو
د یار په غېږ کې وختله سا زموږ له رازه

 

ور پټ ومه په شال کې شال یې مستې هوا یووړووړ
رسوا شوو چې خبره شوه هوا زموږ له رازه

 

ښېرا شي کله کله، کله پاکه کلیمه شي
سندره شي، یا جوړه شي دوعا زموږ له رازه

 

جانان مې هم خبر نه دی، چې غم یې را نیمی وای
ټول عمر ځورېدمه په تنها زموږ له رازه
 



5

په څه رقم جنت ته لاره مومې
ډېر په ستم جنت ته لار مومې

 

ته چې دا دومره بې ګناه ووژنې
بیا به لاهم جنت ته لار مومې؟

 

د بل خوښۍ درباندې اور بلوي
د بل په غم جنت ته لاره مومې

 

زما دې وینه تویه، کور ړنګ شي
ته په درهم جنت ته لاره مومې

 

قراره دا قلم دې ستړی مه شه
په دې قلم جنت ته لاره مومې
 

 

غزل6

خپله خپله خوښه چې چا څه وکړل
پرېږده چې تا څه وکړه، ما څه وکړل
ودرېږه شیخه، ما خو ولیدې
نن دې د کدانې تر شا څه وکړل
موږه دې رسوا کړو، راز دې لوڅ کړلو
ښاده مه شې، دا دې رڼا څه وکړل
مړاوې یې غوټۍ کې لمر چې ولګېد
تتې یې ډېوې کړې هوا څه وکړل
ښکلي یې له ښکلیو لرې وساتل
څه توره یې وکړه، حیا څه وکړل
اوس به ملامته نو په چا کې وي
موږه څه غوښتل او قضا څه وکړل
موږ ته یې د عمر کیسې جوړې کړې
ښکلي چې په مړاوې موسکا څه وکړل

 

غزل 7

له ما نه دلته زما ژوند غواړي
او ځانته هورې هوسا ژوند غواړي

مرګ منجاور د لارې سر نیولی
له موږ د مړو په اروا ژوند غواړي

زه سرسایه ورکوم، زکات ورکوم
ملا مې وژني، ملا ژوند غواړي

ماهی چې توپ کړي د صیاد په جال کې
ما او رېدلي چې دا ژوند غواړي

د ښکلي مینه ډېره ګرانه برېښي
هغه په نیمه موسکا ژوند غواړي


د هغوی ژوند به تاریکۍ وخوري
څوک چې پښتون ته رڼا ژوند غواړي


په سلو سپکو لمانځل کېږي دلته
څوک چې یوڅه د حیا ژوند غواړي


تر پښتانه به نو کم عقل نه وي
چې داسې کډه په شا ژوند غواړي


ټوله کیسه د ژوند کیسه ده دلته
هر ګناهګار په ګنا ژوند غواړي

نیمه ګوله نه ده، نه نیم روپۍ
په مات کچکول کې ګدا ژوند غواړي

ډمه له مستې ورځې نه نڅېږي
ډمه په لوڅه ګډا ژوند غواړي

 

ش
 د غزلونو دوهم لړلیک

                         د غزلونو لومړی لړلیک

  ۷۶: پام به مو غلط شي، ته راځه ملګریه ډول دی

۷۷: د ځان تشویش نه کوو، کم یې کوو

۷۸:  پیغمبر څه وایي، کتاب څه وايي؟

۷۹:  بېګا خو پرده لرې کړه رڼا زموږ له رازه

۸۰: په څه رقم جنت ته لاره مومي

۸۱: خپله خپله خوښه چې چا څه وکړل

۸۲: له ما نه دلته زما ژوند غواړي

۸۳: ځمکه د چا ده، او اسمان د چا دی

 ۸۴: داسې یوڅه امکان لري هم، امکان هم نه لري

 ۸۵: ځم په یوه لاره، او راځم په بله لاره

 ۸۶:زړه مې و په لاس کې، ګل مې و په لاس کې

 ۸۷: پردی وطن دی، یاران کله ووري

 ۸۸:  سپین ایمانونه له موږ پاتې شول په خړه تقوا

  ۰۹: چې یې سن او تجربه په هلک زیات وي

 ۹۱: زړه مې کور دی، زړه مې ځای د ښایسته وو

 ۹۲: ستا خال به ښایسته وي که زما د زړګي داغ

 ۹۳: زړه مو تش نه دی عادت، زړه مو ډک ګرځوو موږ

94: دا چېرې یې ګله چې نه ښکارې

8

ځمکه د چا ده، او اسمان دی چا دی
نو بیا پر موږ دومره احسان د چا دی

لېوني هم دومره ناداره نه دي
دا هوري لغنده بیابان د چا دی

 باران د ځمکې ګرېوان لوند ولې کړ
سیند په لمانځنه را روان د چا دی

وریځې چا کړې اواره اواره
باد په سودا کې سرګردان د چا دی

جانان به څرنګه وفا نه کوي
اخر زړګی د چا جانان د چا دی

دا ستا تر زړه پلونه د چا درغلي
په چا دې شک راځي، امکان د چا دی

ولې به نه ور ګورو ښکلیو ته موږ
ګلاب د چا دی او ریحان د چا دی

ولې به ما شیخه بې لارې ګڼې
واک یې د چا دی، او ایمان د چا دی

ملا خو ستا و، تا را وونګاوه
سټک خو ته وهې، سندان د چا دی

قراره دا چې نن بې واکه ګرځې
دغه تاثیر ستا په ګومان د چا دی

 

 

 

84

داسې یوڅه امکان لري هم، امکان هم نه لري
پوره باور خو دلته خلک په ځان هم نه لري

راځه یوه خولګۍ خبره ده، احسان به دې وي
که د فایدې خبره نه وه تاوان هم نه لري

موږ که غریب و، یوه بله سرمایه خو لرو
هغه لغړ خو غریب هم دی ایمان هم نه لري

یوه زمانه وه پښتانه به قلم نه لرلو
اوس نو لا ښه شوه، د جګړو سامان هم نه لري

ښایسته به وي، خو بل به زما په شان بې لارې نه کړي
طبیب به وي، خو دومره ډېر مریضان هم نه لري

دومره خبرې مې په زړه دي چې باور دې وشه
عاجزه خوله یې د ویلو توان هم نه لري

اوس به پرې څه کوې، او اوس به یې په څه وېروې
اوس خو سپېره قرار تڼۍ د ګرېوان هم نه لري
 

 

85

 

ځم په یوه لاره، او راځم په بله لاره
ویر په یوه ولاړ وي راته، غم په بله لاره

پرې مې ږده ناصحه چې په کومه لار روان یم
خدای که مې روان کړې یو قدم په بله لاره

ستا په لار چې راشم، ستا په تورو سترګو واوړم
دغه یو خطر وي یوڅه کم په بله لاره

 

 

 

87

زړه مې و په لاس کې، ګل مې و په لاس کې
ستا په زړه پسې وم، خپل مې و په لاس کې

کاڼی مې را واخیست، سر د رقیب لوڅ و
ستونزه مې وه مخته، حل مې و په لاس کې

لاس به مې چې ورکړ، لرې به له ما شوه
خدای خبر چې څنګه  چل مې و په لاس کې

یو راسره ګل و، یو رنګه غزل و
یو مې و پر ژبه، بل مې و په لاس کې

ښکلې ځولنه وه، ستا په قید کې خوښ وم
ستا د تورو زلفو، ول مې و په لاس کې

 

 

88

پردی وطن دی، یاران کله ووري
د پاکې پرخې په شان کله ووري

وایې درځم، خو وعده نه کومه
له شنه اسمانه باران کله ووري

موږ چې تمغې هم راوړو دې وطن ته
پر موږ د ښکلیو ګلان کله ووري

زه او رقیب دواړه غرمو وهلي
مولا خبر چې اسمان کله ووري

دلته انسان کوي د مار خویونه
په دې وطن به ماران کله ووري





 

89

لکه واړه ماشومان زبېښو لکه ګوړه تقوا
مو
ږ ساده ګانو سپین ایمان بایلود په خړه تقوا
 

څنګه شوو پاتي د سیالانو له سیالیو څخه
 څنګه اخته کړو په خپل ځان کې په جګړه تقوا

پاک مسلمان و، پاک ایمان و، څه بلا یې غوښته
 له خړ خروټي، له ترکي له اندړه تقوا

سپینه پښتو وه، هر یو کار په بسم الله و زموږ
 اوس لکه ګونګ غوندې بڼېږو په تتړه تقوا

ځان یې خراب کړو، او تقوا یې هم خرابه کړله
ټیټ بندګان دي، د دوی څه کار و په لوړه تقوا

 

90

چې یې سن او تجربه په هلک زیات وي

د پخو نجلکیو سُر او نمک زیات وي

چې وي ډېره موښل شوې شاربل شوې
طبېعي ده خوند د هغې غړک زیات وي

هومره قدر به یې کېږي په کاله کې
د سړي چې څومره زور د کوتک زیات وي

له غیابه فیصله کول خطا ده
چې لیدلې وي، هغو ته درک زیات وي

اندامونه وي د نجونو رکعتونه
پروا نشته که تش زیات وي که ډک زیات وي


*** خانه خدای خبر که به دې علم
په دې کار کې تر لمسي د فیضک زیات وي

 

 

91

زړه مې کور دی زړه مې ځای د ښایسته وو
قدردان یمه په خدای د ښایسته وو

دا له کله یم اشنای د ښایسته وو
له ازله یم اشنای د ښایسته وو

یو نبي راغی خاتم د انبیاوو
یو ښایسته نه راغی پای د ښایسته وو

تر عهده د لویو لویو یم وتلی
تر عهده نشم وتای د ښایسته وو

په ثنا وو که تارونه که پردې وې
که څپې وې او که نای د ښایسته وو

په یوڅو ښکلیو کې چېرته را ایسار وای
څه نازونه به مې وړای د ښایسته وو !

 

 

 

 

92

ستا خال به ښایسته وي که زما د زړګي داغ
 راځه چې سره کېږدو دا څراغ او دا څراغ

راځئ چې کړو معلومه چې جنون اصلي جنون
 زموږ په زړونو سپور دی که د ښکلیو په دماغ

څو ښکلي څو ګلونه چې راټول شي په یوه ځای
 سپیره سیمه هم داسې معلومېږي لکه باغ

 

 

 

 

93


زړه مو تش نه دی عادت-- زړه مو ډک ګرځوو موږ
په هر ګل پسې یو زړه -- (یو پتک) ګرځوو موږ

ګوناهونه مو اصیل-- ثوابونه مو اصیل
که کرک ګرځوو موږ--- که هلک ګرځوو موږ

که مو دوه ګزه شمله -- که مو ګرده ده لمن
که د خاوري کنډولي-- که سنک ګرځوو موږ

که سپېره مخونه یو-- که زېږه لاسونه یو
که رباب خوښوو موږ -- که توپک ګرځوو موږ

د غلیم لپاره هم-- د فرصت په لټه یو
په دې مږې پسې تل-- یو تلک ګرځوو موږ

چې نمک د چا څکو -- بیا په ژبه او په خوله
تر قیامته پورې خوند-- د نمک ګرځوو موږ

اورو، اورو خو ضرور-- خو ځان نه ور پوهوو
د خپل زړه غوږونه تل -- داسې څک ګرځوو موږ

مېلمه ستړی ستړی شي -- چې سرزوري کلیوال
یې په کلي کې بېټک- په بېټک ګرځوو موږ

غلیم څه دی غلیم څوک ـ ـ غلیم نه دی د چا زوی
په یوه سوک باندې چې سر-- په فلک ګرځوو موږ
 

 

 

 

94


نه یم په حال کله چې نه ښکارېږې
دا چېرې یې ګله چې نه ښکارېږي؟

زه تا له دومره نیږدې نه وینمه
ښه نو بیا یې څله چې نه ښکارېږې؟

وبښه، تا نه، ستا ښایست یادوم
هغه خو وي، خپله چې نه ښکارېږې

لا مې په زړه یې، لا دې ښه وینمه
آشنایه ډېر ځله چې نه ښکارېږې
 

 
 
   

زړه پانګه:

د حمید بابا، خوشحال بابا، رحمـان بابا، کاظیم خان شیدا او نورو شعرونه
موضوعات او شعرونه:
  شعرونه د پلټنې د اساني لپاره پر موضوعاتو وېشل شوي.
شعري ژباړې:
  له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي شعرونه
فولکلور او شفاهي ادب:
  فولکلوري توکي چې ډېره برخه یې ټپې او کاکړۍ غاړي جوړوي.
شعري ټولګې:
  دلته ځینې شعري ټولګې په  PDF  بڼه  د  رالېښلو لپاره اېښول شوي
هنري، علمي او ادبي څېرې:
  دلته به د پښتنو شاعرانو لنډې پېژندنې وګورﺉ
غورچاڼونه:
  د نویو شعرونو غورچاڼ چې چاڼونکی یې هم  معرفي
پښتو پر لیکه:
  د ځینو مهمو او ګټورو وېبپاڼو پیوندونه  او اړیکې

لرغونی غزنی:

  د غزني ولایت په اړه معلومات او د غزني د اوسمهالو شاعرانو تذکرې او شعرونه

افغان ادبي بهير:

  د افغان ادبي بهير مشران او ملګري
پښتنې شاعرانې
  د پښتنو خوېندو شعرونه او آثار

لکه د نوي مین روح په اضطراب نجلۍ
رڼو اوبو راوړله پاڼه د ګلاب نجلۍ

د نن ټوکه

د لیکوالو ویبلاګونه:
 
لیکنې او نثرونه

کره کتنیزې لیکنې

 

لنډې کیسې

 

ټولنیزې لیکنې

 

رسمي شالید

 

سياسي لیکنې

 

په نورو ژبو لیکنې

 

اسلامي لیکنې

 

علمي څېړنیزې لیکنې

 
 

فلسفي لیکنې

 
 

نثري ژباړې (ادبي)

 
 

نثري ژباړې (علمي)

 

ادبي نثرونه

 
 

سپینه توره ولوېده له لاسه، قلم پاتې و
ماتو حوصلو ته مو بس دغه اړم پاتې و


دا غزل خواږه اسد حسن ته ډالی دی چې پخپله یې کشف کړی و:

غــــــزل

بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلم
د پرون توبه مې هېره ده بيا راغلم
له دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږي
تردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلم
تمامي عمر مې لاره شوه په ښكلو
زه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلم
ټولو خلكو ته باران د رحمتو وم
په خپل ځان لكه د تورې بلا راغلم
د غزلو په وربل مې لوبې وكړې
لكه مسته سندريزه هوا راغلم
هغه اوښكه يم د چا مينو سترګو
چې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم
 

وروستۍ منظومې:

قصه خوانۍ بازار ته؛
هلته چې له سندرو فاحشې جوړېږي

 

 اوښکې ته: اوښکې در وګرځه ستنه شه بېرته
 

 

 د صنوبرې او خوبانې کیسه (د ښځینه حقونو په ننګه):
 
صنوبره نه چغلۍ ده نه چلبازه
 صنوبره په چا نه ده بند و وازه

 

 

ټولی رښتۍ محفوظی دی

لومړیۍ مخ | پروګرامونه | دندی | پیوندونه | اړیکی | معلومات

Designed & Developed By:
Asad Hasan from www.sahar.af