105
ستر
پښتون دی هر پښتون
هر پښتون دی ستر پښتون
نرم دی د سیند په شان
کلک دی لکه غر پښتون
لویه حوصله لري
شور د سمندر پښتون
لوړ دی د اسمان هومره
سیند غوندې ژور پښتون
تورې د تېري ته دی
تل لکه د سپر پښتون
ساتي په دودونو کې
دود د پیغمبر پښتون
ښکلی تر خرېیلو دی
خړ او ږیرور پښتون
وړي به د غرور شمله
تاج غوندې په سر پښتون
دروند پښتون دی دروند پښتون
نر پښتون دی نر پښتون