غزنۍ
ياد اسلامي نړۍ کلتوري او مدني پلازمينه
(د رسول باوري لیکنه- له سلام فرهنګي ټولنې څخه په مننه)
د ډيري خوشالۍ ځای
دۍ چي د اسلامي هېوادونو د تعليمي ، علمي او فرهنګي سازمان
( اسيسکوISESCO ) يا (slamic Educational Scientific and
Cultural Organization ) له لوري دا پريکړه شوې چي په ٢٠١٣
مېلادي کال به د غزني نامتو ښار د اسلامي فرهنګي پلازميني
په توګه و پيژندل شي . هغه لا ميلونه چي د اسلامي هېوادونو
د ( اسيسکو ) سازمان يې دې ته و هڅاوه او يا يې دې ته
اړويست چي دا ښار دي د اسلامي نړۍ د فرهنګي پلازميني په
توګه وپيژني ، ښايې زيات وي ، خو زه په دې لنډه ليکنه کي
غواړم هغه درې لاميلونه را ياد کړم چي د غزني ښار ته دا
وياړ او ارزښت ورکوي ، چي د اسلامي نړۍ له لوري په دې
وياړلي نوم او لقب وستايل شي .
لومړۍ لاميل :
دغزني ښار د ستري اسلامي امپراتورۍ د پلازميني په توګه :
د غزني ښار په
منځنيو پيړيو کي د اسلامي امپراتورۍ ستره پلازمينه وه . دا
ښار د پخوا هم پيژندل شوئ او نامتو شوئ وو ، خو هغه مهال
يې ارزښت او شهرت خورا زيات شو ، چي د سبکتګين د کورنۍ د
واکمنۍ پرمهال يې د لويې اسلامي ستر واکۍ دريځ خپل کړ . دا
پير چي د اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د سيمي په تاريخ کي
د غزنوي سترواکۍ په نوم ياديږي ، هم يې د غزني لپاره ارزښت
جوت دۍ او هم يې د اسلامي نړۍ لپاره ځانګړني برملا دي .
د غزنوي سترواکۍ
پر مهال د سيمي ټولي سياسي ، اقتصادي او ټولنيزي چاري د
همدې پلازميني څخه تر سره کېدلې . د سياسي ستر واکۍ بنسټ د
الپتګين د واکمنۍ پرمهال کښيښودل شو چي په ٩٦٥ ميلادي کال
يې د غزني ښار سياسي واک تر لاسه کړ . د غزنوي سترواکانو
په لړ کي د غزني ښار د سلطان محمودغزنوي د ستر واکۍ پرمهال
( زيږد ٩٧١ وفات ١٠٣٠ ميلادي ) خورا ښه وځلېدۍ ،او د ستر
واکۍ د پلازميني په توګه يې خپل برم او دبدبه د سلطان
ابراهيم غزنوي تر ستر واکۍ او بيا د ملک خسرو تر واکمنۍ
پوري چي تر ( ١١٩٣ ) مېلادي کاله پوري واکمن وو ، په خورا
ښه توګه وساتل . تر هغه وروسته هم د غزني ښار د دې سره -سره
چي يوځل د غوري واکمنو دغضب په لمبو کي وسوځېدئ . ( ١١٥١
ميلادي کال )اوبيا په ( ١٢٢٢ ) ميلادي کال ، ديوشمير
کسبګرو پرته نور ټول غزني وال د چنګيزي تاړاکګروله خوا په
ډله ايزه توګه و وژل شول ، ولي دې تاريخي ښار بيا هم د يوه
پيژندل شوي اسلامي پلازميني په توګه خپل ځانګړۍدرنښت او
ارزښت وساتۍ . ( تاريخ مختصر افغانستان ١٤٠ – ١٥٠ )
د غزني ښار د
منځنيو پيړيو داسلامي سترواکۍ د پلازميني په توګه خورالوړ
اقتصادي دريځ درلودۍ .علامه حبيبي د ابن حو قل په حواله
ليکي چي :د غزني ښار د هغي سوداګريزي لاري پر سر پروت وو
چي بلخ يې د باميان ، غزني ، پختيا ، ګومل ، بنون او د
نيلاب وروسته د هند سره يوځای کوئ . د غزني پسونو او د
سوداګريزو توکو د وړلو راوړلو لپاره اوښانو او بوده ګانو
خورا زيات شهرت درلود . د افغانستان بعد از اسلام مشرح
تاريخ کي راغلي چي د ابن خرداذبه په قول د عباسي خلافت پر
مهال د غزني اړوندو سيمو څخه يوازي د هرو سلو زرو پسونو
څخه دوه زره پسونه د مالياتو په توګه ورکول کېدل . تر ابن
خرداذبه سل کاله ورسته البشاري مقدسی د نورو سيمو تر څنګ د
غزني ماليات په هر کال کي شپږ سوه زره پسونه ښودلي دي . د
هيونتسنګ له ليکنونقل شوۍ چي د غزني سيمي نامتو زراعتي
حاصلات ژمني غنم ، د بيلا بيلو ميو او ګلانو شتون ،
زردچوبه او هنګ دي . اودا هم ياد شوي چي په غزني کي د
پسونو حلالو او پاکو غوښو زيات شهرت درلود . په دې تر تيب
د غزني ښار د منځنيو پيړيو يو مهم اقتصادي او تجارتي مرکز
په توګه پيژندل شوۍ دئ . ( افغانستان بعد از اسلام ،٤٣٨ ،
٤٤٠ ، ٤٥٠ مخونه )
دوهم لاميل : په
غزني کي د اسلامي ودانيو او زيارتونو شتون اود هغو ډيرښت :
ښايې په
افغانستان او حتی سيمه کي به هم د غزني ښار په څير بل داسي
يو ښار نه وي چي د زياتو اسلامي سياسي واکمنانو ، نامتو
درويشانو او متصوفينو هديرې او زيارتونه دي په يوه نږدې او
لنډ واټن کي ولري . په غزني د نورو زياتو مشهورو زيارتونو
تر څنګ د غزنوي سترواکۍ د زياتو ستر واکانو او واکمنانو
هديرې شته . تر دې لا زياته د پام وړ خبره دا ده چي د يو
شمير سياسي واکمنو هديرې د هغوۍ د بڼونو او باغونود بيلګو
سره لا تراوسه هم پاتي دي . په غزني کي د سلطان محمود
غزنوي زيارت ، د سلطان مسعود زيارت ، د سلطان عبدالرزاق
زيارت اود يو شمير نورو نامتو واکمنانو هديرې او د هغوۍ
اړوند شنې سيمي اوباغونه شته چي هم يې د غزني ښار ته برم
ورکړۍ او هم يې په افغانستان او سيمي کي د منځنيو پيړيو د
اسلامي واکمنيو نښانې د ځان سره ساتلي دي .
په غزني د يوه
نامتو منار دوه انځورونه
د نامتو
زيارتونو او د سياسي سترواکانو او واکمنانو پر هديرو او د
غزنوي سترواکۍ پرمهال د جوړو شويو ودانيو پر بيلا بيلو خوا
د اسلامي ليکدود او بيلا بيلو ليکبڼو شتون د زيارتونو او
مقبرو ارزښت لا زيات کړۍ دئ . د غزنويانو د سترواکۍ پرمهال
لږ تر لږه د ليکدود شپږ ډولونه لکه مناشير ، محقق ، نسخ ،
ريحان ، رقاع او ثلث هم د کتابونو د ليکلو پرمهال او هم د
زيارتونو د لوحو او ډبرليکونو لپاره کارول شويدي ، يو شمير
داسي ليکنيز لاسوندونه هم شته او دا ثابتوي چي د غزنويانو
د سترواکۍ پر مهال بيلابيل ښکلي تصويرونه او انځورونه هم د
ځينو مينه والو له لوري کارول شويدي ، او له هغې ډلي يو هم
د سلطان محمود زوي سلطان مسعود وو چي په هرات کي يې د خپل
کور د ښکلا لپاره انځورونه خوښ کړي او کارولي وه . دا کور
د عدناني باغ په نوم ياد شويدئ . د بيهقي په حواله د همدې
انځورونو له امله د سلطان محمود له خوا تنبه شو . ( تاريخ
خط و ونوشته های کهن : ١٠٥ )
سلطان محمود
غزنوي په دوو انځورونو کي
دريم لاميل : په
غزني ښار کي د اسلامي هنري ځانګړتياوبيلا بيلي بيلګي :
د دې لپاره چي د
دې بيلګو په اړه مو اړين مطالب ياد کړي وي ، ښه به وي چي
په غزني ښار کي د غزني موزيم لنډه يادونه وکړو چي هم به
هنري ځانګړتياوي را يادي او هم به د غزني موزيم په اړه لنډ
مالومات د مينه والو لپاره وړاندي شي . د غزنې موزيم په
افغانستان کي د اسلامي اثاروتر ټولو ستري زيرمي لري . د دې
سره –سره چي د غزني موزيم د هيواد په ولاياتو کي دريم
پرانستل شوۍ موزيم دۍ ، ولي دا موزيم د دولتي او يا حکومتي
پخواني پلان له مخي نه دۍ پرانستل شوې . بلکي د دې ولايت
په اړوندو سيمو کي د لرغونپوهانو پر له پسې څيړنو د دې
موزيم د جوړېدلو چاري ګړندۍ کړلې .
د غزني موزيم او
يا د اثارو زيرمتون ته هغه وخت زيات پام واړول شوچي په
غزني اوشا اوخواسيموکي دلرغونپوهانو په وسيله دڅيړنوبهير
ګړندۍ او ارزښتمن توکي تر لاسه شول . له هغه وروسته چي په
( ١٣٣٨ ) لمريز کال د سلطان ابراهيم د مقبری څنګ ته تر (
٤٢ ) زيات مرمرين ډبر ليکونه تر لاسه شول د غزني موزيم
ارزښت د اسلامي اثارو د شتون له اړخه لا د پام وړشو . د
لومړي ځل لپاره په ( ١٣٤٠ ) لمريز کال د سلطان عبدا لرزاق
ماڼۍ چي په غزني کي دهراتي تيموريانو د پير يوه ښکلې بيلګه
وه ، د غزني موزيم په واک کي ورکړل شوه .
په غزني موزيم
کي را ټول شوي اثار د دوو لارو تر لاسه شوي وه لومړي هغه
اثار وه چي د سپړنو پرته ترلاسه شوي وه لکه : يو شمير
ډبريني ليکني ، په لاس ليکل شوي کتابونه ، ځني سکې يو شمير
هغه ډبريني مجسمي چي د غزنوي پير په ماڼيوکي د ښکلا په نيت
د اوبو پاشونو ( فوارو ) په توګه کارول شوي ، اوداسي نور
يادولاي شو . دوهمه برخه هغه اثار دي چي د لرغونپوهانو په
وسيله د سپړنو له لاري تر لاسه شويدي . په دي برخه کي د
اسلامي پير هغه اثار چي د غزنويانود واکمنۍ د مهال هنري
مهارتونه راڅرګنده وي لکه زينتي خاورين لوښي چي د ګچو څخه
جوړشوي ، يا هغه مرمريني نقاشۍ چي د غزنوي پير د پياوړو او
بر لاسو هنرمندانو بيلګي دي ، او په دي ډول نور اثار چي د
غزني په موزيم کي ساتل شوي وه ، يادولاي شو .
د غزني موزيم
لپاره د ګرځندوۍ ادارې په ١٣٥٠ لمريز کال يوشمير اثار
وپيرودل او هم د دواړو ادارو په ګډ زيار د سيلانيانو د پام
را اړولو په نيت پرله پسې نندارې پيل شوې ، چي د عايد څخه
يې دواړو ادارو ته ګټه ورسيدل . د ايتالوي لرغونپوهانو له
خوا په ١٣٥٣ لمريز کال د موزيم د ماڼۍ د بياجوړيدو هڅه
وشوه ، په ١٣٥٧ لمريز کال نوموړې موزيم دغزني خلقي موزيم
په نوم ونومول شو . دانوم بيرته په ١٣٥٩ لمريز کال د غزني
موزيم شو او له بده مرغه د موزيم نندارې د ١٣٦١ لمريز کال
وروسته وځنډول شوي او په ١٣٦٩ لمريز کال د غزني موزيم يو
شمير اثار د امنيتي انديښنو له کبله د افغانستان ملي موزيم
ته را نقل شول ، اوپه ملي موزيم کي پاته اثارد مصونيت او
امنيت په نيت تر ١٣٧١ لمريز کال پوري دتړلو دروازو شا ته
وساتل شوه ، چي له بده مرغه د ملي موزيم اثارو د چور پر
مهال د غزني څخه د راوړل شويو اثارهم چور او تالان شول .
د علامه
البيروني په نوښت تر تيب شوۍ انځور چي د لمر او سپوږمۍ
موقعيتونه څرګندوي
د غزني ښار په
١٨٨٣ ميلادي کال ( د افغان انګريزد جګړې پرمهال )
اوس چي له نيکه
مرغه د اسيسکو اسلامي سازمان د غزني ښار ته په ٢٠١٣ ميلادي
کال کي د اسلامي کلتوري مرکز دلقب ورکولو پريکړه کړېده،
ټولي هغه اړيني چاري چي د دې لقب د پرځای کولو او
ساتلولپاره شته، بايد په پوره ځيرکۍ او وړتيا تر سره شي .په
دې ترځ کي غواړم د خپلي هغه ليکني څخه د وړانديزونو لړۍ د
لاسوهني پرته را واخلم چي دوه کاله وړاندي مي د (( م
لرغونۍ غزنۍ او د هغه ځانګړي تاريخي وياړونه ))تر سر ليک
لاندي ليکلي وه .
پايله:
غزنۍ د
افغانستان د يوه تاريخي ولايت په توګه د هيواد په ټوليز
تاريخ کي ځانګړي بابونه او وياړلي سر ليکونه لري ، چي
رښتينوالي يې په هغو لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو کي
څرګند دۍ چي د غزني په مرکز او اړوندو سيمو کي په سترګو
کيږي . د غزني تاريخ زريني پاڼي د سيمي لپاره هم وياړني او
د برمه ډکي لاس ته راوړني لري ، چي زيات شمير مورخينو او
لرغونپوهانو يې په اړه په خپلو اثارو کي يادوني کړيدي .
د غزني ولايت د
نورو تاريخي وياړونو سر بيره داسي بيلګي هم شته چي څيړونکي
يې د غزني ولايت او اړوندو سيمو ځانګړني بولي . د امريکايې
لرغونپوه لويس دوپرې په باور ، د ناوردښت په افغانستان کي
د پخواني انسانانو تر ټولولرغونۍ ميشت ځای دۍ ؛ د سويسي
لرغونپوه بوخارر په وينا په غزني کي د بودا تر ټولو لويه
وېده مجسمه شته چي د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله
رابرسيره شويده ؛ او په دې ډول نوري ځانګړني شته چي د ټولو
را يادول د دې ليکني تر توان لوړ دي .
وړانديزونه :
د غزني ولايت د
تاريخي برم او لرغونو وياړونو د ساتني او پالني لپاره ، په
هيواد کي دکلتوري ادارو او سيمه ايزو چارواکو پام لاندي
وړانديزونو ته راګرځوم :
لومړۍ : په غزني
ولايت پوري اړوند و ټولو لرغونو او تاريخي سيمو ليک لړ دي
دلرغونپوهني د ارونو په پام کي نيولو سره بشپړ شي .
دويم : هغه شمير
تاريخي ودانۍ دي په ګوته شي چي دنړيدو او ورانيدو ويره يې
شته ؛ د دا ډول ودانيو د بيا جوړولولپاره دې د بيا جوړولو
او پايښت ورکولو بيړنۍ پروژې د سيمه ايزو ادارو او د هيواد
د کلتوري چارو داړوندو ادارو په ملتيا پيل او پلي شي؛
دريم : په غزني
کي د ګرځندوۍ ادارې ته پوره پاملرنه وشي ، او د زايرينو ،
ګرځندويانو د اسانۍ لپاره ، ځانګړي ودانۍ ، پارکونه او
هوټلونه په نظر کي ونيول شي ؛
څلورم : د غزني
تاريخي موزيم د پياوړتيا او ودي لپاره دي د سيمه ايزو
ادارو او د اطلا عاتو او کلتور وزارت اړوندو ادارو او
نړيوالو کلتوري موسيسو پر له پسې مرستي وغوښتل شي ؛
پنځم : د غزني
پوهنتون دي ، د لرغونپوهني په برخه کي د ځوانو محصيلينو د
روزني لپاره د (( د اسلامي پير لرغونپوهنه )) تر نوم لاندي
ځانګړۍ ديپارتمنت پرانيزي ؛
شپږم : د
اطلاعاتو او کلتور وزارت د اړوندو چارواکو په مرسته دي په
غزني ولايت کي ټولي هغه ودانۍ او يا ښکلي طبيعي سيمي په
ګوته شي ، چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي د شاميليدو
وړتيا لري ، د هغو نومونه او لنډه پيژندګلوي دې ، د يونسکو
ادارې ته د رسمي منلو لپاره ورکړل شي ؛
ورستۍ خبره داچي
، د غزني چارواکي او د هېواد د کلتوري چارو واکمنان په ډير
ښه دريځ کي دي ، که وغواړي چي خپل نوم د غزني او هيواد په
تاريخ کي هميشنۍ کړي نو د غزني د تاريخي برم درا يادولو او
پايښت لپاره دي کار وکړي ، او که نه نومورکي به شي .
اخځونه د الفبا
په ترتيب :
١ : باوري ،
رسول . موزيم پوهنه او په افغانستان کي د موزيمونو دودي
بهير . ( سپک ټولنه : پيښور ) ١٣٧٤.
٢ : بورخارد
برينتس . پښتانه او ورونه مليتونه . ژباړن : پوهاند داکتر
زيار . ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٦.
٣ : تدې ،
موريزو . د سردار تپې لومړنۍ راپور . ژباړن : واسيع فيروزي
. د افغانستان لرغونپوهنه . ( کابل : ودلتي مطبعه ) ١٩٨٣ .
٤: پالوال ،
عبدالرزاق . د پښتنو نوۍ پخوانۍ تاريخ . ١٩٩٤ .
٥ : پولاديان ،
عبدالجليل . په افغانستان کي د فرانسوي لرغونپوهانو څيړني
. د افغانستان لرغونپوهنه. ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٢ .
٦ : حبيبي ،
عبدالحۍ . افغانستان بعد از اسلام ( کابل : دولتي مطبعه
)١٣٥٧ .
٧ : حبيبي ،
عبدالحۍ . تاريخ مختصر افغانستان . ( کابل : مطبعه دولتي )
١٣٤٩ .
٨ :Nancy Hatch
Dupree . An Historical Guide To Afghanistan .(Kabul:A.T.Organization
) .1977
باوري
|