خوشحال خان خټک
(۱۰۲۲-۱۱۰۰)

پېژندنه

اشعار

د خوشحال په اړه لیکنې

خوشحال خان پر انټرنېټ

د خوشحال د شعر مهمې ځانتیاوې


اطاعت د اولو الأمر ځکه نه کړم
خليفه د زمانې په زړه کافر دی

*** 

څو دې وس رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه

***

په جهان د ننګیالو دي دا دوه کاره
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي

***
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

***

اتفاق په پښتانه کې پیدا نشو
ګڼه ما به د مغل ګرېوان پاره کړ

***

چې راغلى په جهان يم، خبر شوى په خپل ځان يم
د رازونو خزانه وم ، خه يم لا تر اوسه

***

وګړي واړه کارونه خپل کا

مردان هغه دي چې  کار د بل کا

 څوک چې آرام ګټي د نېکو نام ګټي

    دخوږو زړونو دارويه تل کا

***

څو وانه خلې له غليمه انتقام

مرد نه خوب کا نه خواړه کا نه آرام

چې د ننګ او د ناموس اندوه يې نشته

دهغه سړي به نه وي احترام

***

له خوشحال سره که تېر کړي دوه درې کاله
دا د غره خټک به واړه شاعران شي

 

 

1د خوشحال بابا د اشعارو لړ:

په سرو شونډو دې بازارد شكر مات كړ  تورو زلفو دې ناموس د عنبر مات كړ
څو په باغ كې لايو گل د نو بهار شته د بلبلو، د توتيانو پرې چغار شته
په کاته شم و عالم وته حيران چۍ د نس دپاره څه کا دا سګان
په خوني هاتي سوره شوه مى پرسته زه هم مست، هاتي هم مست دى، داهم مسته
ښه ښه بخ بخ ای دلداره وفا جویه غم برداره
راشه بر چشم نشین ای شاه خوبان چکل لمعه خورشید دا بر چشم باشد جان تل
صورت ګر چې ښه صورت په ديوال سازکا کل عالم ئې په صفت زبان دراز کا
ستا ثناده ترحد تيره دبيابان ترشګوډيره هسې څوک دی چې خبرشى ددې شګوله عدده
هر کرا یار وفادار گزید این دا من غیر نومیدی ازو هیچ ندید این دل من
ازو دل برگرفتن کار من نیست که از جان سیر گشتن کار تن نیست
نوبهار و می و معشوقه و جام است اینج زهدو پرهیزو ورع دا چه مقام است انیجا
لیوني شول پښتانه په منصبونو خدایه! ما ژغورې له هسې غضبونو
موږه می پرست یو د ازل په میو مست یو په سما مو قدم اېښی لکه ځمکه هسې پست یو
دا ښایست چې یې په تا باندې کښیښو د زړه داغ به یې په ما باندې کښیښو
راشه وگوره نن دا طراز زما حقيقت سره قرين مجاز زما
زه چې هسې په تعجيل او په شتاب ځم خرابات لره په هيله د شراب ځم
زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تراوسه تل بېخوده دېوانه وم، دېوانه يم لا تر اوسه
زه چې تل هومره ناسازې د عالم وړم د خپل يار د پاره دا جور و ستم وړم
ما شراب خوړلي نه ، په حد واهه شم كه يې وخورم، خبر نه يم چې به څه شم
ما د ښكليو ننداره كړه ، زاهد ننگ كړ ښه خو دا چې خداى دى هم زما په رنگ كړ
كه زه نه واى تا به ځان لره بلل څوك په پالنگ به دې داهسې درختل څوك

بیا له کومه را پیدا شو دا بهار

چې په هر لوري یې ملک کړلو ګلزار

چې موسم مې د ګلونو د ګلزار شي

نرم نرم ترشح په مرغزار شي

توره  چې تېرېږي خو ګذار لره کنه

زلفې چې ول ول شي خو خپل یار لره کنه

آدم خېلې آفریدۍ دي سرې او سپینې

پکې شته دي ښایسته په رنګ رنګینې

 

 
 
 
 

*خوشحال خان څوک و؟

خوشحال خان دشهباز خان زوی ديحيی خان لمسی، د ملک اکوړې کړوسی د جينجوخان کودی، دتوري او قلم د ميدان اتل، دپښتوژبې غښتلی شاعر، سترليکوال، پيژندل شوي ملي مبارز دخټکودپښتنی کورنۍ د پښتو دادبي مکتب بنسټ ايښودونکی دملي غورځنګ لارښوونکی په (١٠٢٢) هجری قمری کال کې د دوه يمي خور په اتلسمه نيټه د خټکوداکوړۍ د سيمې د لنډي سيند په ښۍ خوا د لرې پښتونخوادپيښور ختيځي خوا ته له ښارڅخه پنځه ديرش ميله لرې په سرای نوم ځاي کې زيږيدلی په (١١٠٠) هجری قمری کال کې مړ او خاورو ته سپارل شوی دی.

خوشحال بابا په خپله یوه قصیده کې ځان داسې را پېژني:
زه خو شحال د شهباز خان یم
چی تورزن یم کان په کان
شهباز خان د یحیی ؤ
چی بل نه ؤ هسی ځوان
یحیی خان د اکوړی ؤ
چی په دوره شو «سلطان»
د اکبر بادشاه په دور
شو د خپل اولس تورخان
د هجرت زر دوویشت سن ؤ
چی زه راغلم په جهان
د هغه کال پوره پنځوس ؤ
چی شهید شو شهباز خان
 د هغه دور بادشاه ؤ
قدردان، شاه جهان
د پلار ځای یی ما راکړ
په اولس شوم حکمران

 

خوشحال خان د يوولسمی پيړۍ ستر شاعروچې ترننه پوری يې د ياد ګيرنې په درنښت کېږي او پرتمين تلين یې نيول کيږي.

د دۀ پلار شهباز خان چه د پښتنو زورور قام يوسفزو سره جنګيدۀ هغي کښ زخمي شۀ او څو ورځې پس هم هغه پرهار نه مړ شۀ. د دۀ له مرګ پس خوشحال خان چه هغه هم دغه (د 1050هجري يا 1645ء په) جنګ کښ په سر او زنګون باندې ژوبل شوي وۀ د خپلو خپلوانو او دوستانو په رضا مصلحت باندې سردار شۀ. د مغلو شاهجهان بادشاه د دۀ و پلار جاګير د دۀ په نوم کړ او هم ئي له اټک نه تر پيښور پورې د بادشاهي سړک حفاظت د دۀ په ذمه کړ او نور ډير کارونه ئي ورته په غاړه کړل څکه چه شاهجهان د دۀ ډير عزت کاوۀ. په 1645ء کښ د دي بادشاه زوي شهزاده سلطان مراد بخش سره خوشحال خان د بدخشان په لام تلي وۀ. او د دغي مدي نورو جنګونو ته هم ليږلي شوي وۀ.

د شاهجهان له مرګ پس د هغه د زوئي اورنګزيب بادشاه ئي هم لکه د پخوا په شان خدمتونه کول. ولي څه مده پس د دښمنانو په چغلو چه يو په کښ د کابل د صوبې امير خان ګورنر هم وۀ اورنګزيب د دۀ نه خفه شو. او د ګواليار په مضبوطه قلا کښ ئي قيد کړ. آخر اوۀ (7) کال پس د محبت خان په سفارش بادشاه پريښود او محبت خان سره ئي خپل وطن ته راوليږۀ. محبت خان په هغه ورځو کښ د کابل صوبه دار مقرر شوي وۀ او د پيښور د ضلعي ځنو ماتو ګوډو کارونو سمولو د پاره بادشاه راليږلې وۀ. ولې د جيلخانې زنځيرونو د خوشحال زړۀ داسې تور کړې وۀ چه وطن ته راورسيد نو په خلوت ننوت. دۀ د صوبې ګورنر او نوړو وړو وړو حاکمانو سره خبرې اترې بند کړې او د بادشاه د فوځونو د هر قسم مدد نه ئي لاس واخست.

د خوشحال خان قام د پيښور ګير چاپير نورو قامونو سره ډير جنګيدۀ چه يو په کښ يوسفزي هم وۀ او هر وخت به يو يا دوه قامونه سره نښتي وٌو. ولي اپريدو سره ئي چه ډير زورور وٌوتل روغه وه. و اورنګ زيب او د خوشحال خان خفګان دې حد ته راورسيد چه خبره سم په جار ميداني جنګ ته جوړه شوه. خوشحال خان هم د همت توره تر ملا کړه او د ايمل خان او د دريا خان په ملاتړ ئي بادشاه سره اوۀ (7) کال ښه تود جنګ وپالۀ. په دې کښ به مغلو تل ماتي کوله.

د بنو او د جلال آباد په مينځ کښ ټولو قامونو چه د اولسي عالمو ئي په مغلو باندې دا بريد وليد نو هغوئي هم رو رو د قامولي په مزي کښ وپيرلي شول. د هغو مطلب دا وۀ چه مغل د افغانستان نه بالکل وځي. ليکن يوسفزي جدا وُو ځکه چه د خټکو د دښمني په وجه ئي پښتنو ته مدد نۀ ورکاوۀ. سره د دې چه خوشحال خان پخپله تر سوات پورې تلې وۀ چه د دښمني اور مړ کړي او د دوئي په زړۀ کښ هم د ځان په شان د وطن مينه پيدا کړي، ولي يوسفزي کانړي وُو په هغو جوکه ونۀ لګيده. دا واقعه هغۀ پۀ خپل غزل کښ ليکلې ده.

ولې د پيښور حال داسې خراب شوي وۀ چه اورنګ زيب ورته په ځان راوخوڅيد او دوه کال پورې په اټک پروت وۀ د جنګ تماشه ئي کوله. دي چالاک بادشاه ته چه دا خبره معلومه شوه چه په دې سخت ملک کښ فوځونه هيڅ نۀ شي کولې نو زر ئې وړاندې کړل او په دې خبره د هغه د زړه مراد پوره شۀ. په دې چل باندې څه قامونه بيل شول او د اورنګزيب طاقت ئې ومنۀ. خوشحال خان نه خپل خوا خوږي ياران جدا شول او د ډيرو په کړو وړو داسي شکمن شۀ چه د هغو له اخلاص نه ئې ويسا پاڅيده. ايمل خان او دريا خان د هغه اعتباري او تکړه مددګار وُو خو هغوئي وړنپي سر نه جنګ کښ مړۀ شوي وُو. دي ټولو خبرو خوشحال خان باندې ډير ناکاره تاثير وکړ عن چه بالکل نا اميد شۀ او ځان ئي ګوښي کړو.

آخر ئي د خټکو سرداري خپل مشر زوې اشرف خان ته پريښوده او پخپله ئي علم ادب ته مخه کړه. چه اشرف خان سردار شۀ نو د دۀ ورور بهرام چه خوشحال خان ترې نه په سپکو کارونو ډير خفه وۀ، ځان سره ډير خلق جمع کړل او په مشر ورور باندې تيارۀ راوستو ته ئي ملا وتړله. ډير ځلې يو بل ته جنګ د پاره مخامخ شول. يو ځل بهرام نيولې شوې هم وۀ ليکن په خپل مکر او چلول باندې د اشرف خان زړۀ نرم کړ او ځان ئي خلاص کړ. خوشحال خان د اشرف خان په دې کار باندې ډير خفه شۀ ځکه چه هغه د بهرام په طبيعت باندې ډير ښه پوه وۀ او د هغه دا غصه بېځايه نۀ وه ځکه چه بهرام سره د خلاصيدو بيا د ورور برخلاف شيطاني راوخستې. آخر په 1093هجري يا 1681ء کښ د ده مراد حاصل شۀ او اشرف خان ئي په ټګي مغلو ته لاس نيولي ورکړ. اورنګ زيب دې د بيجاپور په قلا کښ قيد کړ او هم هلته لس کال پس په قيد کښ مړ شو. د دې سردار ډير حال د دۀ د غزلو نه معلومېږي ځکه چه دې هم د خپل پلار او ورونړو په شان شاعر وۀ.

اوس د اشرف خان زوي افضل خان وسله تر ملا کړه او د خپل نيکه له لاس په ګدئي کښيناست. د قوم اکثرو خلقو تر اوس پورې خوشحال خان خپل رښتنې سردار او حقدار مشر ګنړۀ ليکن د اولسو (17) کالو هلک او ناتجربه کار افضل د بهرام غوندې چلولي نوک ته هم نه شۀ رسيدې. بل مغلو د بهرام مدد کاوۀ. خوشحال خان د افضل خان هلکتوب ته وکتل او بل په دې خيال چه د خلقو وينه عبث تويه نه شي، دښمنانو سره ئي دښمني سسته کړه او دا فکر ئي وکړ چه هسې نه خلقو ته افضل خان هلک ښکاره شي او د دۀ مخالفت ته راپاسي. بهرام ئي د سردارئي مزو ته خوشې کړ او افضل ته ئې د صبر نصيحت وکړ او دښمني ته ئي نۀ پرېښودۀ چه د پلار قيد ئي اوږد نه شي. ځکه افضل خان اپريدو ته لاړ چه د هغه دوستان وُو. سره د دې چه د بهرام ټول مرادونه حاصل شوي وُو خو بيا ئي هم په زړه دا خبره سمه نۀ وه چه د بوډا پلار شپې ورځې په آرام تيرې شي. څو ځلې ئي د هغه د وژلو کوشش وکړ. يو ځل ئي خپل زوي مکرم خان سره د يو څو سپاهيانو د خپل پلار نيولو د پاره وليږه ليکن دا بوډا سردار چه دغه وخت د اوۀ ؤ اوياؤ (77) کالو وۀ چه خبر شۀ نو توره ئي لاس کښ راواخسته او نيغ دوئي پلو راغې او په زور ئي وُوِ چه که په تاسو کښ څوک نر وي او څه جس لري نو ځما تورې ته رامخامخ شئې ليکن د هر يو په زړه کښ د بوډا سردار قدر دومره وۀ چه چا لاس اوچت نه کړ.

بهرام په دې کار سره سکروټه شۀ او مکرم خان ته ئي په قهر وُوِ چه پخپله ور پسې لاړ شه، که خوشحال خان توره کيښوه او ځان ئي درته وسپاره خو خير کنې په خپله توره ئي ووژنه. چه مکرم د دې نالائق پلار حکم پوره کولو د پاره بيا نيکۀ پسي لاړ نو خوشحال خان هم ورته د خلوت نه راووت او توره په لاس د عزۀ يوې غونډي ته وخوت. او توره ئي پښل کړه په زور ئي هم هغه خبره بيا وکړه چه که څه ايمان در کښ وي نو راشئي. په دې شان اوۀ ورځې پله پې لکه د سنتري په شان خوشحال خان په هغه غونډي پهره ورکوله ليکن چا دومره زړه وُنه کړې شۀ چه هغه ته رامخکښ شوي وي. اوس هغوئي دې خپل سردار ګنړه. بهرام چه خوشحال خان په داسې حال لکه د لښتي مرغي وليد نو ورپسې ئي يو ايلچي د پيښور مغل ګورنر ته وليږه چه هغه يو څو تکړه ځوانان راوليږي چه دا مزرې ونيسي ځکه چه آخر به نيوې شي او پيښور ته ئي بوځي. خوشحال خان په دې چل باندې په څه شان خبر شه نو څه چل ئي وکړ چه سرې ماښام وتښتيد او سحر د نمر وڅړيکي نه وړښې په اپريدو کښ ناست وۀ چه د اکوړي نه نوي (90) ميل لرې دې.

خوشحال خان اوس په اپريدو کښ استوږنه راواخسته او د خپل پلار نيکه وطن ته چه د خپل ځان نه ورته زيات ګران وۀ چري واپس نه شو او څنګه ئي چه ټول عمر آزاد تير کړي وۀ دغه شان د اته او اوياؤ (78) کالو په عمر کښ د آزادو خلقو په شان مړ شو. او د دې دنيا نه ئي د بېوفائي او د نمکحرامي داغ په زړه يو وړو. ځکه ئي د مرګ نه وړاندې ټولو خپلو خپلوانو ته چه په هر مصيبت کښ به ورسره وُو، وصيت وکړ چه ما په داسې ځي ښخ کړې چه په قبر مې د مغلو د سورو ګړد پرې نه وځي، او ځما آخرين کور يعني قبر په ډير احتياط سره پټ وساتې او چا ته ئي مۀ ښيئي هسې نه چه مغل ئي ومومي او د هغه سړي مړي خاورې بېعزت کړي چه چرې په ژوندانۀ د ده د نوم نه رپيدل او چه د ده او د ده د قام تورې د دغه مغلو ښه ښه ځوانان لکه د ګاځرو کوتره کړي وُو. د دۀ د وصيت درېم مراد دا هم وۀ چه که چرې د ده په وفادارو زامنو کښ د چا لاس په بد نيت بهرام باندې بر شي نو هغه دې په مينځ دوه ټوټي کړي، نيم دې د خوشحال خان د قبر سر ته، او نيم دې ښپو ته وسوزي.

دې د خټکو کوهستان کښ سرآي نوم يو وړوکي غوندې کلي دې هلته ښخ شو او تر نن ورځې پورې ئې قبر شته دې. د هغه د وصيت په خبره د هغه قبر تر هغې پټ وساتلې شو چه څومره پورې د مغلو له لاس د بېعزتي ويره وه.

د خوشحال خان درې شپيته زامن وُو او ډيرې لونړه ئي هم وي ليکن د څلورو پنځو زامنو علاوه نور د پلار د مينې لائق نه وُو.

مختلفو بيانونو نه دا هم معلومېږي چه خوشحال خان ډير لوئ مصنف وۀ چه هغه پنځوس د پاس درې سوه کتابونه جوړ کړي دي. ممکنه ده چه دا مبالغه وي ليکن دا خبره صحيح ده چه ډير کتابونه ئي جوړ کړي دي. کوم چه ما پخپله ليدلي دي د علم طب، د علم اخلاق، د علم فقه، د فلسفې او د شاهين بازي او د نورو نورو علمونو دي. او د خپل عجيبه ژوند حالات ئي هم ليکلي دي. ډير افسوس دې چه د هغه له مرګ پس د هغه جانشينانو د هغه تصنيفونه جمع نه کړې شول. نتيجه دا شوه چه د ډيرو کتابونو ئي تش نوم نوم پاتې شو. کوم کتابونه چه ورک شوي دي هغو کښ د هغه سوانح عمري هم ده.
د خوشحال خان هغه ستائني(مدحیې) د صفتونو لايقي دې چه هغه په هند کښې د جلاوطني په حال کښ ويلي دي، يا هغه کلام چه د اورنګزيب برخلاف جنګونو کښ ئي ويلي دي. ځکه چه دا د يو داسې پښتون سردار د قلم نه وتي دي چه د چارلس اول په زمانه کښ وۀ او د وطن د مينې محبت او د وطن سره د دوستې شړلو جذبې په کښ ښکاري. او دا خبرې د مشرقيانو په سينو کښ ډيري کمې راوچتېږي. يا د پخواني زمانې د سکاټ لينډ او د سويټزر لينډ د غرونو خلقو کښ څرګندي وي او پښتانه هم د هغو په شان سخت خلق دي.

د خوشحال خان د سرداري زمانې پورې د خټکو د ملک حد مقرر نه وۀ. قامونه ټيرو ته بيلې بيلې زمکې نه وې ورکړې شوي. خوشحال خان ټوله زمکه کچ کړه او حد بندي ئې وکړه او رجسټرونو کښ ئي وليکله او د هر سړي د ټبر په مناسب ئي د کروندې د پاره د زمکې څه برخه مقرر کړه. دا انتظام نن پرون هم جاري دې او تر اوس پورې څومره چه زه خبر يم دې کښ څه ادل بدل نه دې شوې. او تر اوس پورې د کانړو برجئي چه د حدونو مقررولو د پاره جوړي شوي وي موجود دي.


خوشحال بابا پر نورو پاڼو
:

پر ویکیپېډیا

پر ټول افغان

پر تل افغان

پر سلګۍ

پر سپرغۍ

پر دعوت.نېټ

 

   

-عبدالغفور لېوال

د پښتو شعر د عَلم بردار نقد

ګڼ شمير ادب پوهان خوشال بابا د پښتو شاعرۍ لومړنۍ نقاد بولي او دا ځكه چې يو خو د يو جلا ادبي مكتب بنسټ
ايښودونكى دى او له بله پلوه لومړى شاعر دى چې په ښكاره خپل معاصر او تر ځان وړاندې شاعران تر نقد لاندې نيسې.
د خوشال بابا نامتو قصيده چې د خپل شعر په ستاينه كې يې ليكلې ده، ددې ادعا ګواه ده:
په پښتو شعر چې ما عَلَم بلند كړ
د خبرو ملك مې فتح په سمند كړ
خان بابا د هندي سبك يوشمير پيروان چې د روښاني مكتب لاروي دي يو د بل پسې يادوي وايي:
د ميرزا ديوان مې ومانډه په ګوډي مسخره مې ارزاني خيشكى زمند كړ
درويزه مې له مخزنه سره ونغړ پير روښان مې ياوه ګوى سره مانند كړ
كه دولت وٌ كه واصل و، كه دا نور و په خبرو مې د هر يوه ريشخند كړ
د خوشال بابا دغه ادعاوې ځكه خپل ځاى لري چې تيره شاعرۍ له خپل ځان سره مقايسه كوي او ګوري چې په خپله ده
پښتو شاعري يوازې له صوفيانه عوالمو او عارفانه مدارجو څخه د پښتون قوم ورځني ژوند ته راكوزه كړې او د هغه
مهال ورځني ژوند، واقعات، ټولنيز حالات، تاريخي پيښې او د لمس وړ ښكلاوې يې بيان كړي دي. دده په نظر پښتانه
شاعران تر ډيره د هندي شاعرۍ سوليدلي تركيبونه اړوي رااړوي او يوازې د تصوف او عرفان په تكراري مفاهمو كې
خپل قلمونه آزمويي مګر خوشال د خپلو خلكو د ژوند هر اړخ ته پام ساتي له ښكار نيولې تر طبي مشورو، د ښځينه جنس
له خصوصيتونو څخه د پښتنو تر اجتماعي اروا پوهنې او اتنولوژيكو خصوصياتو پورې هرڅه څيړي، ددې ترڅنګ خوشال
لومړى شاعر دى چې د حقيقت او مجاز پولې ړنګوي او خپله هغه معشوقه ستايي چې مخامخ ورته ناسته ده او لاس يې ور
رسيږي:
د بوستان ونې مې واړه پيوندي دي حقيقت مې له مجاز سره پيوند كړ
ځكه خو يو بل ځاى وايي:
زه خوشال كمزورى نه يم چې به ډار كړم
په ښكاره نارې وهم چې خوله يې راكړه
خوشال په خپل شعر كې نوښت ته داسې اشاره كوي:
قتلمې مې ورته سازې كړې د قندو د اوربشو په ډوډيو چې چا شخوند كړ
او دا په ښكاره هغه موضوعي نوښت ته اشاره ده چې د خوشال بابا د شاعرۍ يو لوى امتياز ګڼل كيږي.
خوشال بابا په داسې عصر كې ژوند كوي چې د پښتو شعر( سره ورته) جريان د مقايسوي نقد پر مهال پرته له خپلې
شاعرۍ د بل ښه موډل او بيلګې سراغ نه لري ځكه خو مجبور دى د خپل معاصر شعر خامي له خپل شعر سره مقايسه
كړي او دا وښيي چې د نوښت لاره كومه ده:
په تازه تازه مضمون د پښتو شعر په مانا مې د شيراز او د خجند كړ
خوشال بابا لومړنى شاعر دى چې د پښتو شعر دواړو اړخونو (مضمون) او (شكل) ته پام ساتي، مانا دا چې هم د محتوا
له نظره او هم د وزن، او بيلابيلو صنعتونو له نظره د نوښت راوستلو ادعا كوي وګورئ:
هر كلام مې واردات دى يا الهام دى چې موزون مې په تقطيع د بحر و بند كړ
په تشبيه او په تمثيل په نزاكت كې عزوبت مې د خبرو چند در چند كړ
خوشال بابا پر الهام او شهود ډيره تكيه كوي او خپل حساب له هغو ناظمانو څخه بيل ګڼي چې په وچ زور شعر ليكي،
خوشال بابا څو ځايه ټينګار كوي چې شعر ورته راځي او دى هيڅ كله نه دى پسې تللى په همدې قصيده كې يې ولولئ:
نه مې سود نه مې مقصود شته په دا كار كې
محبت زما په غاړه دا كمند كړ
كه نور سود د شعر نه لرم دا بس دى
چې حاسد مې د حسد په اور سپند كړ
او بل ځاى وايي:
زه د شعر په كار هيڅ نه يم خوشال ولې خداى مې كړ په غاړه دا مقال
نه په فكر نه په ذكر رابرسير شي ناګهان لكه اوره د پشكال
رنګ زما د شعر هيڅ سره ساز نه دى لكه سپى راپسې ګرځي په دنبال
خوشال د پښتو ادبياتو په تاريخ كې بيا هم لومړنى شاعر دى چې شعر په اشراقي او الهامي جوهر ټينګار كوي او تصنع
او تكلف نه خوښوي.
زموږ شاعر د خپل عصر د شاعرۍ يوې بلې كمزورۍ ته هم ګوته نيسي، د هغه په نظر په شعر كې د چا مدح يا ذم كول
ددې باعث ګرځي چې شعر خپل طبيعي مسير پريږدي او د چا خبره د زړه په زور يې خلك منلو ته اړ ايستل شي.
نه اندوه د مدح و ذم نه هغه كس يم چې د زړه په زور مې شعر د چا پسند كړ
خوشال بابا د مغولو د دربار او د محلي اميرانو په دربارونو كې مداحان ليدلي وو، چې څنګه د شعر دردانې په زرو
پلوري، ځكه خو دغې نيمګړتيا ته ګوته نيسي او څرنګه چې خپله شاعري له دې اړخه بې نيازه بولي نو فكر كوي چې خلك
به د هغه شعر د زړه په زور نه بلكې په خپله خوښه لولي، اوري او خوند به ورڅخه اخلي.
خوشال بابا په خپلې دغې قصيدې كې دوه ځلې دې ته اشاره كوي چې عشق يې د شعر اصلي مضمون جوړوي:

نه مې سود نه مې مقصود شته په دا كار كې
محبت زما په غاړه دا كمند كړ
او
عشقه ته تر اورنګزيب بادشاه بهتر يې
چې خوشال دې په عالم كې سربلند كړ
له دې څخه ښكاري چې دده په نظر شعر د معنويت د تمثيل وسيله ده او عشق د معنويت جوهر جوړوي. خوشال باور لري
چې كه شاعري د معنويت په جوهر، يعني عشق، آراسته وي تل پاتې كيږي. څلو پيړۍ وروسته او لا تر نن ورځې د
خوشال شاعري په ټوله نړۍ كې لوستل كيږي او خوشال همدا اوس هم له هرچا سره خبرې كوي خو اورنګزيب يوازې د
تاريخ په كتابونو كې ياديږي او بس، هم خوشال او هم د هغه لوستونكي دا مني چې عشق او شاعري ددغه ابديت او
سربلندۍ عوامل دي.
خوشال بابا د خپل عصر شاعران اور اوركي ګڼي او ځان د سهيل ستورى، دده په نظر نور شاعران لكه اور وركي د
كمې مودې لپاره رڼا له بلې سرچينې څخه اخلي او بلاخره د شپې په تياره كې وركيږي مګر دده شاعري لكه د سهيل
ستورى نه يوازې خپله د رڼا منبع ده بلكې د سهار د راتلو زيرمى هم له ځانه سره لري:
مدعي د تورې شپې اور اوركى و د سهيل غوندې مې ځان باندې څرګند كړ
خوشال بابا كله چې د ځان په اړه قضاوت كوي ريښتينتوب يې هغه مهال لاپسې څرګنديږي چې كله خپله پارسي او پښتو
شاعري سره پرتله كوي:
په پارسي ژبه مې هم ژبه ګويا ده په پښتو ژبه مې خلك بهرمند كړ
يعنې په پارسي، د دوهمې ژبې په حيث، هماغومره حاكميت لري چې ژبه يې پرې ګويا ده خو په پښتو ژبه د شاعرۍ
مړوند يې هيڅ څوك نه شي تاوولى او ټول خلك ورڅخه بهرمند شوي:
چا زما مړوند ټينګ نه كړ په دا كار ما د هر سړي نه خلاص په زور مړوند كړ
په ادبي كره كتنه كې له زماني پلوه هم عصره نقد نظر دې ته، چې څو پيړۍ وروسته په كومې ادبي دورې نقد وشي، ډير
ارزښت لري ځكه د يوې زمانې شاعر او منتقد دواړه په مشترك اجتماعي او فرهنګي چاپيريال كې ژوند كوي له همدې
امله كه د پښتو شاعري پر كلاسيكه دوره نقد كيږي نو خامخا به د هغه مهال همزولي آثار كتل كيږي چې د هغه وخت په
ادبي دورې كې د شاملو شاعرانو په اړه څه ډول قضاوت كيده ځكه خو د خوشال بابا دغه قصيده او نور نقدآميزه نظريات
د تاريخي كره كتنې په بحثونو كې ډير ارزښت لري او بايد د منتقدينو د پام وړ وي

 

ایمل پیروز

نه به زما غوندې بل ننګیالې راشي   نه به زما غوندې بل جنګیالې راشي
خټک لا پریږده درست افغان کې         عجب که هسې فرهنګیالې راشي



خوشحال خان خټک

نړۍ په خپل لمنه کې ډیر داسې کسان هم روزلي چې د هغوی لپاره د مرګ کلمه په خوله اخیستل لا بې خونده بریښي.
ښایي یو لامل یې همدا وي چې ډیرۍ وختونه مرګ د «خاتمی یا پای» د کلماتو سره په مترادفه توګه کارول شوی. حال
دا چې دا ډول کسان او شخصیتونه ځان ته داسې جهانګیر خصلت غوره کوي چې ورکیدل او رژیدل نه لری او ځانګړې
ځای یې د تل لپاره د بشریت په تاریخ کې خوندي دې. هغوی د زړونو څخه زړونو ته او همدا رنګه زړه په زړه لار
باسي او د وخت په څپو کې ځان ته ځاله جوړوي او ګڼو نسلونو سره د پیړیو مزلونه وهي. زموږ د هیواد تاریخ هم
داسې ډیری ویاړجنی خاطرې خپل په سینه کې لري او ګڼ شمیر داسې شازلمیان یې په خپله غیږه کې روزلي چې (بی له
شکه) نه یوازی زموږ د خلکو بلکه د بشریت تاریخ پری ځلانده دی.

دلته زموږ د پام ستنه د خوشحال په لور ده. هو! هماغه د خټګو خان، چې هم د توری او هم د قلم خاوند دی. ده
تقریباُ څلور سوه کاله د مخه د آزادی ډیوه په خلکو باندی ګرځوله او د انسان د آزاد ژوند د اهمیت، اړتیا او ښکلا په
هکله یې خپل په چغو ویدی غوټۍ له خوبه راپاڅولی. خوشحال خپل د عمر په وروستیو ستونزمنو کلونو کې د ګڼو
ننګوونو او ناخوالو سره مخامخ شو، خو لکه څنګه چې د ریښتني او با ثباته انسانانو ځانګړنه وي، هیڅکله له خپل هوډ
څخه وانه وښت او پخپله به یې وئیل:

چې نیولې مې دا هوډ د نام او ننګ دې
که له خپله هوډه واوړم کنیزک یم
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالې د زمانې خوشحال خټک یم

خوشحال خان خټک زموږ د هیواد د تاریخ د چرخشی او پیڅلو پړاوونو هغه پیاوړې شاعر او سیاسي شخصیت دی
چې د «جنګ»، «ننګ» او «فرهنګ» په ډګر کې یې له ځانه بی ساری مړنتوب ښوؤلی. خپل د غوره ارزښتونو پر تلپاتې
ځانګړنې او د اهدافو پر سپیڅلتیا یې کلکه عقیده درلوده، نو ځکه یې ځان د ورسته زمانو اتل باله او وئیل یې:

د خوشحال قدر که نن پر هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کا ډیر عالم
 

عبدالاحد پيغام : کابل
 خوشحال بابا شعر د زيرو بم په نغمو کې

خوشحال بابا دپښتوژبي دشعر داسمان هغه روڼ اوځلاند ستوري دي ،چي د يوه سترعالم اومفكرپه توګه يي دخپل لوړتخيل اوغښتلي قلم په زوردژوند دبيلابيلو اړخونوانځورونه په داسي استادانه مهارت اوپياوړتيا دشعرپه خوږه ژبه كښلي چي دتل لپاره به دپښتوژبي دشعرپررنګينه دښته باندي دستروشهكارونواونايابه ملغلروپه توګه پاتي شي . موسيقي ديوه ښكلي اوزړه پارونكي هنر په توګه دانساني ژوندانه هغه سپيڅلي اوځليدونكي برخه ده چي هرژوندي موجوديي په اوريدوسره دځانګړي كيفيت احساس كوي ،په تيره بيا هغه موسيقي چي دموسيقي دهنراوفن په علمي اصولواولوړو اساساتو باندي ولاړه وي .
موسيقي ديوه ښكلي اوزړه پارونكي هنر په توګه دانساني ژوندانه هغه سپيڅلي اوځليدونكي برخه ده چي هرژوندي موجوديي په اوريدوسره دځانګړي كيفيت احساس كوي ،په تيره بيا هغه موسيقي چي دموسيقي دهنراوفن په علمي اصولواولوړو اساساتو باندي ولاړه وي .

خوشحال بابا چي كله غوښتي دموسيقي دهنراو فن په هكله وږغيږي نوډيرپه مينه اواستادانه مهارت ږغيدلي ،داسي ږغيدلي لكه څنګه چي (ني )ږغيږي ،داسي ږغيدلي لكه سارنګ اودلرباچي ږغيږي ،لكه چي وايي :

مطرب راته له ورايه په تارونوليندۍ ايښي

په بم په زير جاروزي موږ يي محوه په نوا، يو

په دي شعركي دتارونو،ليندۍ ،زير اوبم لفظونه دموسيقي هغه رمزونه او ځانګړتياوي دي چي بايد يوموسيقي دان ورباندي پوه شي اويا هغه كسان چي ددي آلي ږغونكي وي .

په دي بيت كي دخوشحال بابا اشاره دموسيقي هغي آ لي ته ده چي سارنګي ورته وايي چي اوس هم شته ،سارنګ ،سارنګي ،دلربااوويلون دموسيقي هغه تارلرونكي الات دي چي دلينديواويا كمانچوپه وسيله ږغول كيږي .

سارنګ ،سارنګي اودلربادشرقي موسيقي ډيري په زړه پوري ږغونكي الي دي ،ويلون شرقي آله نه ده خواوس په شرقي موسيقي كي دهغه استعمال دومره عام شوي دي چي اصلآ څوك فكرنه كوي چي دادي دغربي موسيقي آله وي ،سارنګي ډيره پخواني آله ده چي دهنددموسيقي نه پښتو موسيقي ته نقل شوي ده اوپه پښتوموسيقي كي يي رواج موندلي دي ،داسي ښكاري چي دخوشال باباپه دوره كي هم دسارنګي ږغول رواج درلودچي خوشال بابا پخپلوغزلونواوشعرونوكي تري يادونه كړيده .

همدارازخوشحال بابا په خپل يوه بل پسرلني شعركي داسي وايي :

ګل ومل سازوسرود،ساقي سري سترګي

لابه ډيرعالم رسواكا چي داچارشته

په پورته بيت كي خوشحال بابا دسرود يادونه كړي ،سرودهم دسازمانالري اوهم دموسيقي ديوه آلي نوم دي چي له ستار نه وړوكي ،اورباب ته ورته دي چي په ږغ كي يي په زړه پوري احساس پارونكي آهنګ پروت دي ،په شرقي موسيقي كي سرود خپل ځانګړي ځاي اوخاص اوريدونكي لري ،په هندوستان كي ددي الي ډير پياوړي اووتلي استادان شته ،د سرود په اهنګ كي دستار اورباب څخه جلا يوبل ډول زړه پارونكي ،مست اوجادوګرږغ پروت دي ،چي ترډيره حده دنوي كال اوپسرلي دطراوت ، مستي ،جوش ،سركښي ،رندي ، ډير ښه تصوير انځورولي شي ځكه خوخوشحال بابا دخپل پسرلني شعر زمزمي دسرودله فيض اوبركت نه بي برخي نه دي پري ايښي

داسي ښكاري چي موسيقي د بابا په روح اواحساس كي ډيرژوراوناپايه ځاي درلود،بابا چي كله غوښتي كومه مسته اوله شوره ډك غزل وليكي نوپه هغه غزل كي يي موسيقي ته خپل ځانګړي ځاي ټاكلي اوپه ډير لوړ اواستادانه مهارت يي دموسيقي يادونه كړي

ده ،له دي نه څرګنديږي چي باباډيرزيات دموسيقي په هنر اوفن پوه شخصيت و، لكه چي پخپله يوه ډيره مشهوره اورندانه غزل كي وايي :

مي شته ،چنګ وني شته دخپل يارسره خوشحاله

خپل بياض په لاس كه ځه ګلزارلره كنه

چنګ اوني هم دموسيقي دوه ږغونكي الي دي چي له ډيري زماني نه راپديخوا يي دموسيقي په كوراوكهول كي خپل ځاي اومقام ساتلي دي اوله دي نه ښكاري چي خوشحال باباله دغودواړوسره نه يوازي داچي اشنايي لري بلكه ددي دواړوالودږغ سره مينه لري ځكه خويي پخپل شعركي ورته دشاعر له نوم سره يوځاي په وروستيو بيتونو

كي ځاي وركړي اوپه ډيره مينه يي دهغوي يادونه كړي ده .

خوشال بابا پخپل اثردستارنامه كي ددستارسړي په هكله وايي :

چي دستارتړي هزاردي

ددستارسړي په شماردي

بابا ددستارسړي هغه بولي چي دشلوهنرونواوشلوخصلتونوڅښتن وي ،په دغوشلوهنرونوكي يوهنرهم دموسيقي هنربولي چي ددستارسړي بايد دموسيقي په هنرپوه وي ،داهغه باارزښته هنر دي چي زموږ ستراوبافرهنګه بابايي دقوم ،قبيلي ، اوولسي مشرلپاره لازم ګڼي ،باباته دموسيقي دهنرجوهر اوقوت ډيرڅرګنددي ځكه خويي ديوه مشر لپاره لازم اوضروري ګڼي چي بايد ورباندي پوه وي .

دبابادڅواړخيزعلمي ،فرهنګي ،ادبي ،سياسي ،ټولنيز،اوهنري شخصيت په هكله چي څومره تحقيق اوڅيړني وشي كمي دي ،خو روښانه خبره داده چي بابانه يواځي خپله دموسيقي له هنرسره مينه لرله بلكه ده داهنردانساني ژونديوه نه بيليدونكي برخه ګڼلي ده ،اوحتئ دقوم اوقبيلي دمشرتابه لپاره يي دموسيقي په هنرپوهيدل يولازمي اوضروري شرط ګڼلي دي .

خوپه ډيره خواشيني سره بايدووايوچي پښتانه ،موسيقي اودموسيقي هنرمندته په درنه سترګه نه ګوري ،متاسفانه پښتانه هنرمنداوسندرغاړي ته ډم وايي اوډم بيا دټولني هغه حقيراوټيټ شخص ګڼي چي حتي سړي بايد ورسره په ورين تندي سلام هم ونه كړي په داسي حال كي چي يوعالم دموسيقي په هكله وايي : هغه كسان چي په موسيقي پوهيږي داسي وګڼي چي دژوندپه ټولورمزونواورازونوپوهيږي .

دشرق اكثروستروشاعرانوموسيقي اوريدل ،ديره اوحجره به يي تل دسندرغاړونه ډكه وه اوهروخت به يي دخپلوشعرونوداصلاح ،اوپه شعركي دموسيقيت په هكله دهغوي څخه مشوري غوښتي ،ځكه خوپه كلاسيك شعركي دنوروشعري صنعتونوترڅنګ دموسيقي برخه ډيره غښتلي اوپياوړي ښكاري اوهمدادموسيقي بركت دي چي كلاسيكوشعرونوته يي دومره ستره غنا وربخښلي ده، هغه شعرچي موسيقيت ونه لري هغه شعرداوريدلونه دي اونه يي څوك اوري ،دهنداوپاكستان اوسني شاعران ټول دموسيقي سره يونه شليدونكي تړاولري ،زموږداوسني پښتو شعريوه لويه ستونزه داده چي زموږ شاعرله موسيقي سره اشنايي نه لري ځكه خويي په شعرونو كي هغه لازمه موزيكاله مستي ،شور،دبدبه ،صلابت اوهڅونه نشته ( دايولوي اواوږدبحث دي كه فرصت پيداشوپه دي هكله به بياپه راتلونكي كي وږغيږو )

په اخيركي خپل دغه بحث دبابا په لاندنيوبيتونوپاي ته رسوم :

راشه اي مطربه دنوروزسرود آغازكړه

ښي نغمي زړه سوزي په رباب په ني وچنګ كړي

زه خوشرابي يم شيخه څه راسره جنګ كړي

برخي ازلي دي كاشكي مادځان په رنګ كړي

 

2:د خوشحال د شعر ځینې ځانګړنې:
خوشحال بابا په خپله اعتراف کوي چې د هغه د شعري آثارو یوه برخه یې یواځې نظمونه دي، چې هنري نه، بلکې علمي دي، او یوه بله برخه یې ريښتیني شعرونه دي. د خوشحال عمومي سبک حماسي دی چې پخپله یې مخکښ دی، او دا سبک د پښتو د درېیو کلاسیکو سبکونو(صوفیانه، رندانه او حماسي سبکونو) لومړی رامنځته شوی سبک ګڼل شوی. خو خوشحال ښکلې غزلې هم لري او ځینې ډېر لږ صوفیانه اشعار هم. د خوشحال د شعرونو په موخه کرکټرونو کې ننګیای تر ټولو جوت او زغرد دی. هغه ننګیالی د یوه آډیال پښتون کرکټر په توګه له هر لورې تعریف کړی او راپېژندلی دی.
 
   
 
 
زړه پانګه:
د حمید بابا، خوشحال بابا، رحمان بابا، کاظیم خان شیدا او نورو شعرونه

د مناسبتونو شعرونه:

 

د هرې ورځې په مناسبتونو کې غوښتي شعرونه د مناسبت د موضوع پر اساس ترتیب شوي.

موضوعات او شعرونه:
  شعرونه د پلټنې د اساني لپاره پر موضوعاتو وېشل شوي.
شعري ژباړې:
  له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي شعرونه
فولکلور او شفاهي ادب:
  فولکلوري توکي چې ډېره برخه یې ټپې او کاکړۍ غاړي جوړوي.
شعري ټولګې:
  دلته ځینې شعري ټولګې په  PDF  بڼه  د  رالېښلو لپاره اېښول شوي
هنري، علمي او ادبي څېرې:
  دلته به د پښتنو شاعرانو لنډې پېژندنې وګورﺉ
غورچاڼونه:
  د نویو شعرونو غورچاڼ چې چاڼونکی یې هم  معرفي
پښتو پر لیکه:
  د ځینو مهمو او ګټورو وېبپاڼو پیوندونه  او اړیکې
 
لیکنې او نثرونه

کره کتنیزې لیکنې

 

لنډې کیسې

 

ټولنیزې لیکنې

 

رسمي شالید

 

سياسي لیکنې

 

په نورو ژبو لیکنې

 

اسلامي لیکنې

 

علمي څېړنیزې لیکنې

 
 

فلسفي لیکنې

 
 

نثري ژباړې (ادبي)

 
 

نثري ژباړې (علمي)

 
 

 


دا غزل خواږه اسد حسن ته ډالی دی چې زما دا غزل یې کشف کړې وو:

غــــــزل

بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلم
د پرون توبه مې هېره ده بيا راغلم
له دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږي
تردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلم
تمامي عمر مې لاره شوه په ښكلو
زه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلم
ټولو خلكو ته باران د رحمتو وم
په خپل ځان لكه د تورې بلا راغلم
د غزلو په وربل مې لوبې وكړې
لكه مسته سندريزه هوا راغلم
هغه اوښكه يم د چا مينو سترګو
چې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم
 

ټولی رښتۍ محفوظی دی

لومړیۍ مخ | پروګرامونه | دندی | پیوندونه | اړیکی | معلومات

Designed & Developed By:
Asad Hasan from www.sahar.af