اهجهم و روح القدس معک، والله انه لاشد علیهم من وقع النبل. (نبوي حدیث)

منظومې

غزلونه

         ازاد شعرونه

 
لړلیک:

۱: هاچې وايي ټول به وژني، د هغې شپېلۍ اواز دى

اوس خو ډېرې تاريکيوي
زمونږ په زړونو كې دېره دي
بلا ډېرې دوړې ناستې
زمونږ د زړه په آينه دې
بس پدې خبره خوښ يو
چې دا زړونه راسره دي
سپوږمۍ هسې دې مخ تور كړ
اوس دې څوك په غم كې څه دي

اوس خو لا تياره په كار ده
اوس خو لوڅ لپړ ولاړ يو
هم سهار او هم ماښام مو
خپل ضمير ته خړ ولاړ يو
اوس د خپل وجدان په مخ كې
په ګناه ككړ ولاړ يو
اوس د خپل خالق به حضور ته
د رټلو وړ ولاړ يو

اوس هغه شپانه ډېر كم دي
چې بې ستا رڼا يې نشي
آكوچۍ چې ستا رڼا ته
ماښام تېر مالونه لوشي
هاغه پلې مسافر چې
په سارا يې چېرته شپه شي
چې رڼا ته دې مخ وكړي
چې ښايست ته دې دمه شي

اوس په دښتو كې څوك نه ځي
بې له بلو څراغونو
هر محل دى رڼا كړى
سـلو ســــلو څراغونو
لويې لارې دي نيـــــولې
ډلــو ډلـــــو څراغونو
د هرچا لاره روښانه
ده په خپلو څراغونو

اوس دا ستا له رڼا پرته
محلــونه چــراغان دي
كه پاس وګورې كه ښكته
محلونه چراغان دي
ستا تروړانګو څو كرته
محلونه چراغان دي
د دماغ لــــه بركته
محلـــونه چراغان دي

دماغ ټول جهان رڼا كړ
خو دماغ خپله تياره دى
لكه غولى چې تر لاندې
د څراغ خپله تياره دى
چې رڼآ مو په زړه آيښى
هغه داغ خپله تياره دى

كه له خوبه راويښ شوى
دا د هغه په شور ندى
كه له غمه خبر شوى
دلته ورور هم د ورور ندى
كه د چا په خوښۍ دلته
د بل چا زړه سمسور ندى
كه د چا نېولى غونى
دلته چاته پيغور ندى

زمانه اوړي په بله
دا د نوي ژوند آغاز دى
داسې ژوند چې مرګ يې بوله دى
داسې ژوند چې مرګ يې راز دى
چې د ژوند په غم وايه شي
دا دهغې ساندې ساز دى
ها چې وايي، ټول به وژنې،
د هغې شپيلۍ اواز دى
 

۲: منېجرانو، مدیرانو او لاسلاندو ته یې ډالۍ کېږي:

يو غريب غوندې هلك وو خو هوښيار وو

چې مزدور و يوه كم عقل پيسه دار وو

ېوه ورځې پیسه دار راوغوښت ځــــان ته

وېلې ته مې تابعدار نه يې فرمان ته

لايحه درته ليكم د كاركولو

چې دروښيم چم د كاركولو

چې مصروف يې له سهار تر ماښامه

مزدور وېلې صېب منم يي له ناكامه

خو يوه خبره حق لرم باداره

"لايحه په ګټه نده ستا له پاره"

وېلې څنګه وېلې داده ته يې ګوره

په همدې خبر يې بس كړه سره نوره

ټولو دندو ته يې وټاكل وختونه

شول د واړو عملونو خپل وختونه

لنډه داده د هر کار وخت چې به تېر شو

د مزدور به هم هغه دم بادار هېر شو

ددوى دواړو خبر پاتې شوه سبا ته

ته غوږونيسه كيسه مې ده لا پاته

چې سهار شو او په کلي رارڼا شوه

د مزدور وخپلې دندې ته سودا شوه

د ښکار وخت وو، آس یې زین کړلو په منډه

مسؤليت يې كړ ادا په خلاصه ټنډه

د بادار سورلي یې زین ودروله

بیا نو ولاړ د کار جامه یې کړه بدله

ده ته دا وو د نن کار په لایحه کې

نور څه نه ول د بادار په لایحه کې

بادار ورغی د خپل نیلي ولورته

او سوکه یې کړه رکاب ته پښه ورپورته

بادار نیم په آس پسې وو نیم په ځمکې

چې یې آس ترې لاندې پیلې کړې ترپکې

اوس نږدې ده چې بادار شي تر آس لاندې

مزدور هغې خواته شین دی ورته خاندي

د بادار سترګې له قهر تکې سرې شوې

او د زغم و حوصلې مراندې یې پرې شوې

په فریاد یې کړه نعره چې وه احمقه

ژر مې خلاصه کړه له زینه پښه احمقه

مزدور وېلې مغذرت غواړم باداره

لایحه زما په جېب کې ده تیاره

په هغې کې نوشته نه دي جنابه

چې ستا پښه به خلاصومه له رکابه

تاویل چې ته به کار په لایحه کړې

"لدې بعد مې ګرفتار په لایحه کړې"

ته خو دلته لایحې خپلې ته ګوره

په دې وخت کې زما دنده نشته نوره

بادار وښکانځه زلمی چې وه احمقه

خو زما په اند زلمی ښکاري په حقه

که احمق وو نو بادار دده احمق وو

د مزدور په دغه کار کې یو سبق وو

مزدور نه غوښتل چې خپل بادار کریاب کړي

یا یې هسې بې غرضه په عذاب کړي

خو دا درس یې ورکولو په دې کار خپل

ده غوښتل چې په دې شان پوه کړي بادار خپل

چې خدمت نشي په بندو قوانینو

په جامدو او بې خوندو قوانینو

ژوند په خشکو قوانینو باندې نشي

خدای راکړی ندی عقل راته خوشي

د جامدو خلکو دغسې انجام وي

دهر کار په عاقبت کې به ناکام وي.

قرار


شېبه خواله:

عمومي نظریه داده چې وحشي انسان د هیڅ ډول اخلاقي اصولو پابند نه وي. هرکله د خپلو غرایزو تابع وي، او خپله رضا غواړي.

انسان پوهان بیا دا نظریه نه مني او وایي:

وحشي انسان هغه دی چې د آدابو او رسومو ډېر پابند وي او په ناسته ولاړه، تګ راتګ، او ټولو کړو وړو کې د خاصو اصولو او مقرراتو پابندي کوي. یعنې وحشي انسان هغه مریی دی چې په خپلو کړو وړو کې د یوې طایقې د عاداتو د لاس آله وي او متمدن انسان دغه ډول نه دی.

جان دېوي


 

۳: قصه خوانۍ، هلته چې؛

"دوی له سندرو فاحشې جوړوي"

هلته د ترنګ په خوله رانجه ورکوي

هلته د شرنګ په مرۍ لاس اېښی

هلته هنر له هرڅه ټیټ پروت دی

هلته غیران له هرڅه پاس ایښی

هلته یو بل رنګه سودا روانه

یو کرغېړن غوندې بازار پروت دی،

چې یې کوڅې له ګنهګارو ډکې

له تور مغول سره یې تار پروت دی.

هلته زرو پاچهي چلېږي

هلته یو تور غوندې قارون اوسي

هلته د "مه کوه" اواز نشته

هلته د "مه پوښته" قانون اوسي

هلته د فن او د هنر په پته

له لري کلیو یوه سندره راشي

د بدلمنیو بازیګرو په چم

یوه پاکلمنې مسافره راشي

په نجس ډنډ د نجاست کېوزي

په تورو تورو سوداګرو واوړي

خوږه سندره، اسماني هنر وي،

په بې مانا غوندي خبرو واوړي

هلته ټپې په زرورقو ښکلي

نه وي ور پاتې کېلواله ښکلا

نه یې چاربېته سر او تال لري

نه کاکړۍ غاړه ملاله ښکلا

هلته قارون د هنرونو غلیم

پاکي خبري په پيسو رانیسي

تور ګنهګار دی غریبانې لوټي،

پستې سندري په پیسو رانیسي

په تور بازار یې لکه مینځه پلوري

دوی له سندرو فاحشې جوړوي

دوی د الفاظو تقدس نه مني

دوی له خبرو فاحشې جوړوي

 
 
۴: د تاریخ د نامعلوم پېر د یوه نامعلوم پاچا د پاچهي په یوه لري پراته کلي کې مور او لور سره
غږېږي:


بچۍ نن پاکې جامې واغونده

سبا مو کلي ته پاچا راځي

د خدای پر ځمکه د خدای سیوری لورې

زموږه خړ کلي ته بیا راځي

ځویه پاچا خو لکه پلار د ټولو

ستوری د ټولو دی سردار د ټولو

یو دی خالق پروردګار د ټولو

یو مو پاچا دی، یو مو ښار د ټولو

مورې زما له یاده نه دي وتي

تا وېل چې دلته به پاچا راځي

زه تا په غېږه کې ور وړې ومه

نن به هماغه سړی بیا راځي؟

منم پاچا خو مهربان دی مورې

خو هغه نه راځي یواځي موږ ته

اول یې موږ ته رسالې رالېږي

اول را استوي استاځي موږ ته

هغه استاځي یې بدرنګه خلک

چې په غوږونو یې وېښتان شنه وي

پاسني غاښ یې دي تر ژامې اوږده

د ځینو ځینو یې ښکران شنه وي،

بیا چې پاچا کله په کلي راځي،

نو ورسره وي زر کتار اسونه

ډېری اسان یې لېوني غوندي وي

په سد اسان یې وي په شمار اسونه

دا لېوني اسان چې و خشمېږي،

بیا په څښتن او بل تړلي نه دي

دا وېروونکي د پاچا اسونه

لکه اسونه غوندي ښکلي نه دي

پاچا خندانه او موسکی ښکارېږي

خو شاوخوا یې غصه ناک وګړي،

هغه چې موږ سره خبره کوي،

پکې را ودانګي چالاک وګړي

مورې زه پاکې جامې نه اغوندم

زه یې سبا مخې ته نه ورځمه

پاچا زما په ژبه نه غږېږي،

زه د پاچا مخې ته نه ورځمه


 

 
۵: یوه ځواني مې درلودله

داسې روغه لېونحاله

یو ساعت یې صدقه شه

د نور عمر تر سل کاله



ځواني مسته زمزمه وه

د خلقت له سر او تاله

ځواني ښکلې کنایه وه

له یوه خوږه انفعاله

ځواني یوه شېبه ارام وو

د عمرو له غالمغاله

ځواني مړه مسکا د ګل وه

شېبه مخکې له زواله



ته پوهېږې دا ځواني مې

څه له ما نه زیاته نه وه

خو چې څومره څومره ښه وه

بیا له تانه زیاته نه وه



ته نور څه قرباني غواړې

دا ځواني در صدقه شه

که مې زړه غواړې له مانه

نوراني در صدقه شه

که سندرې دې په کار وي

خو ښې ډېرې ماته یادې

سندریزې خاطرې هم

له تا هېرې، ماته یادې



ما به ډېرې غورې وکړې

خو صفت د ځان ښه نه دی

خو بس دومره درته وایم

دومره بد ګومان ښه نه دی!

 

 
۶: يو تړون

زما زړه ده يوه نالوستې كتيبـه

پرې ليكلي يوڅـو تورې عجېبه

چې هر خېل يې سره كېږدې څنګ په څنګ

ترېنه جوړشي دغه ايكــــي يو آهنګ

ترېنه جوړشي د سپېڅلې جانان نوم

هغه نرم د ورېښمو په شــان نوم

دا تړون د لاشـعور د زمانې

نن يې نه مني دستور د زمانې

زمونږ عشق وو له ازله هم به وي

كه جهان واوړي پر بله هم به وي

كه څوك شك كوي چې نده ازلي

دا لرغونې كتيبه دې ولولــــي

 

 
 

۷: موږ بیا داسې نه یو، دومره ټیټ مو فطرت نه دی


موږ تر عقل تېر شولو د مینې په نشه کې
شیخ تر عقل تېر شو په یوه بله تماشه کې
دواړه یو وتلي د دنیا له کارباره
دواړو له منطقه بېله کړې خپله لاره
شیخ په سر اخیستی شوق د حورو او غلمانو
شیخ ته معنا نه لري دا درمند د ځوانانو
شیخ چې ور په یاد کړي هغه حوري او غلمان
بیا نو تر پام نه ورځي دا کونډې یتیمان
موږه لېوني شوو خو جنون د معرفت و
کم په لېونتوب د شیخ کې د غه یو صفت و
موږه یو ګمراهه د شیخانو له نظره
موږه یې هم بولو د جاهلو له ټبره
دواړه لېوني یو خو جنون کې مو توپير دی
شیخ په منبر ناست دی زما په لاسو کې ځنځير دی
موږ په جنون خوښ یو، شیخ دعوه د هوښیاري کړي
شیخ همېشه غوري د هوښیارو د یاري کړي
شیخ غریب خوشحاله په ورکړي قسمت نه دی
موږ بیا داسې نه یو، دومره ټیټ مو فطرت نه دی
 

 
۸:

څرنګه پاچا یې چې پاچا یې بې وزیره
څرنګه پاچا یې چې پاچا یې بې نظيره

اوړي شپه او ورځ او ښه او بد ستا له تدبیره
ته پر یوه حالت یې خدایه پاک یې له تغيره


ته مالک د جسم یې، او ته مالک د سا یې
ته مو اوړووننکی د سهار او د بېګا یې
ته مو د زړه لوری ته مو موخه د دوعا یې
ته مالک د رنځ یې، ته مو هيله د شفا یې

لاس د اقتدار دی په تیاره او رڼا بر دی
ستا په احاطه کې دي، که خیر دی که شر دی
غرونه دریابونه دي، که ستوري دي که لمر دی
جوړ دې له دې واړو کایناتو نه لښکر دی

دغه چې پر ځمکه ستا له لوري پاچهان دي
ته د صورتونو دوی د سیوري پاچهان دي
تا ته چې سر ټیټ نه کړي، مختوري پاچهان دي
تا ورکړی زور دی چې سرزوري پاچهان دي

کله دې ورکړي دوی ته واګي د انسان دي
کله دغه زور او دغه زر د دوی په ځان دي
کله مخالف د دوی د امر دوزخیان دي
کله موافق د دوی د امر جنتیان دي

هسې خپل ځانونه پټوي ستا په څادر کې
هسې دا نشه د لویي ګرځوي په سر کې
ګاهې ستا کتاب او عقل بولي په ټکر کې
ګاهې ستا د دین لارویان بولي په خطر کې

تا ته چې را ځو، دا ستا په در کې دربان نه وي
ستا په دروازو کې تالاشي د انسان نه وي
تا ته چې راځو پر موږ د نورو احسان نه وي
ستا په بندګانو باندې شک او ګومان نه وي

دوی ته چې ورځو نو په څو رنګه توهینېږو
ستا لويي مو هېره وي، چې نورو ته وړېږو
هیڅ راڅخه جوړ وي چې تر هیڅو ور رسېږو
موږه ساده ګان د ځان په قدر نه پوهېږو

دا چې تر دې دمه شرمنده او مختور نه دي
دا هم ستا مهلت دی چې تراوسه نسکور نه دي
موږه پېژندلي دي، هماغه دي نور نه دي
دغه نمرودان د ګوډو ماشو د زور نه دي

 

 
داروینی انسان


زموږ د واک پر ګدۍ ناست دى
عزازيل له ډېره وخته
په اسانه به پانڅي
دغه دېب له دغه تخته

عزازيل و خداى ته وايې
ما چې چاته سجده نه كړه
هغه چا خو دښمني زما
ستا له پاره هم و نه کړه

د شیطان په وړاندې هم لا
د انسان سترګي شوې ښکته
چې انسان و خپل مقام ته
داسې ورکړله لغته

هغه نن خلكو ته وايي
چې زه هم لكه حيوان يم
څه كه لږ بدل په خوى يم
څه كه لږ بدل په ځان يم

هغه وايي چې حيا خو
د حيوان په خوى كې هم شته
كه په مونږ كې عاطفه ده
عاطفه په دوى كې هم شته

هغه واړه قيمتونه
د ځان غورځوي له پامه
هغه نوم د سړيتوب نن
بېلوي له خپله نامه
هغه نن سبا منكر دى
له هر غيبه له الهامه
له لازمه له ملزومه
له حلاله، له حرامه
له تلموده له توراته
له بدمته له اسلامه
هغه خلكو ته دا وايې
چې وه ګروهه زما خامه
هغه وايي چې انسان دى
د وحشي ژويو له قامه
څه كه ښكار ساتي په خپله
څه كه غوښه نه خوري خامه
كه اوبه له ډنډه نه څښي
هلته کار اخلي له جامه

د انسان بده عمله،
عزازیل دې کړو سر لوړی
د انسان عقل ته ګوره
چې لاڅومره دی نیمګړی

 

 
اوښکې در وګرځه ستنه شه بېرته
بېچارګۍ تر کومه کومه به ځې
په کاله کېنه، پښتنه شه بېرته
آوارګۍ تر کومه کومه به ځې

اوښکې را وګرځه ستنه شه بېرته
زه ګرځېدلی یم ما ښار پوښتلی
دلته یې په سمه بیه نه پېري څوک
ما د رڼو اوښکو بازار پوښتلی

ستا سلسله لکه یو بیت د شاعر
چې یې الفاظ له مایوسۍ ډک وي
چې د ورک سُر په لټه لټه کې یې
له هر یولفظ نه ارام ورک وي

ما نن د ډېرو اوښکې ولیدلې
چا خریدار ورته موندلای نشوای
چا بیا په نیمه خېټه وچه ډوډۍ
په څو څو ورونو کې پلورلای نشوای

چا ماشومانو به تر ډېرو ژړل
بیا به کرار شول په یوه پتاسه
ښه نو د زرو اوښکو بیه شوله
په دې بازار کې یوه پیسه پتاسه؟

چا بیا د یوې مړاوې مسکا په بدل
یوه لپه اوښکې تویولې بل ته
د ماتو زړونو له ناکامه به یې
په لپو لپو ور تللی بل ته

ډېر ګرېوانه اسوېلو وچول
د ډېرو اوښکې پر درۍ څڅېدې
د ډار مسکا به وه، مسکا به هم وه
اوښکې به هم نرۍ نرۍ څڅېدې

ډېر محفلونه مې تر پام تېر کړل
اوښکې پر هر مناسبت ورېدې
د ډېرو اوښکې خو کټ مټ د سلطان
د شاعرانو قصیدو ته کېدې

اوښکې، یوه پاکه مشوره درکوم
که په زړه ځای لرې په زړه یې واخله
د زړه له تله دې خواخوږی یمه
باور په خدای لرې، په زړه یې واخله

منم احساس د غربت ډېر لرې ته
غریب هغه وي چې الله نه لري
اوښکې د ځان په قدر و پوهېږه
په خدای چې هیڅوک دې بها نه لري

ته لکه څاڅکی د باران شه اوښکې
چې د نهنګ په زړه کې ښکته شي بیا
ورڅخه لعل او جوهر جوړ شي
له ډېر قېمته بې قېمته شي بیا

کله چې ته له سترګو و څڅېږې
یوه سلسله به شې منظومه به شې
سوز به دې و رسي تر ډېرو زړونو
یوه ټپه به شې منظومه به شې

ته به ګویانه شې، بیان به وکړې
ته به دلوی حسن ثنا ووایې
بیابه ایمان راوړې د مینې په خدای
چې کلیمه د استغنا ووایې

پام چې نفرت له بېلتانه و نه کړې
ته هر بېلتون وګڼه شرط د وصال
ته کوم ښایسته پیر ځان ته ولټوه
ورنه شروع کړه فلسفه د جمال

منمه اوښکې چې به ډېر ابلیسان
د ځان درنې د بېلتون سپکې وایي
ډېر ابلیسان دي چې په دې عصر کې چې
خپلو ځانونو ته ملکې وایي

منم چې ډېر خلک بېلتون نه مني
منم چې لږ خلک یې تاب راوړي
بېلتون خو سم لکه ایلچی د دوزخ
چې چاته زېری د عذ اب راوړي

بېلتون خو سم لکه مین ته چې څوک
له خپل مینه رټ ځواب راوړي
بېلتون خو سم لکه ملکه د وحی
چې آیتونه د عتاب راوړي
بېلتونه خو سم لکه وطن ته چې څوک
بله ناندره د انقلاب راوړي

ډېر ابلیسان به داسې وي هم وي چې به
تا وېروي چې اوښکې شومه به شې!
"د هر جنون انجام فنا دی اوښکې!
لکه مجنون به شې، محرومه به شي"

اوښکې د چا د تمې اوښکه مه شه
د لوړ ارمان لپاره و څڅېږه
د خپل جانان په تمه مه تویېږه
د خپل جانان لپاره و څڅېږه
 
 

 

زموږه زړونه کنډولي د کوثر

خلکو ته مینه ورکوو پکې موږ

مینه نو نن سبا معنا څه لري

د زړګي وینه ورکوو پکې موږ

اوس نو که مینه وي اوبه د حیات

بیا خو دا ټول د مرګ پر لور روان دي

هم مو ګلاب د مرګ پر لور روان دي

هم مو غاټول د مرګ پر لور روان دي

ځکه چې یو هم مینه نه پېژني

دوی اړوي د کینې زهر پر سر

او تویوي د ژوند  اوبه پر ځمکه

په کاڼو ولي کنډولي د کوثر

چې مینه نه وي، ابدي به نشي

د چا ښایست، او د چا یاد د ښایست

که مینه نه وي نو یې ورکه بوله

کډه سپره ښکاري پر باد د ښایست

مینه یواځې ده د حسن ځمکه

مینه یواځې ده هېواد د ښایست

د پاکې مینې په ښېرازه سیمه

بې شمېره څلي دي آباد د ښایست

 

 
12

صنوبره نه چغلۍ ده نه چلبازه
صنوبره به چا نه ده بند و وازه

نه یې سترګه له ملا صاحبه کېږي
نه وېرېږي له شیطان و له غمازه


صنوبره زغرده وایي چې خوبانه
پلار بوډا سړي ته ورکړه سرخوړلي
نه نصیب و، نه تقدیر دومره ظالم و
دا هرڅه کوي د شنو روپو بنډلې

کله کله چې خوبانه له خپګانه
وایي ایسته تېره شوې وای له ځانه
که مې ډار نه وای له زیانه د ایمانه
ما به پښې وای سپکې کړي له جهانه

ما به ځان وای زندۍ کړی چې زه مړه وای
د بوډا د منتونو خو به نه وای
د بوډا تر بخملي بړستن به ګوندې
د لحد تر تورو خاورو لاندې ښه وای

صنوبره چې یې واوري دا خبرې
بیا دې خوله کړي څوک ور پټه د لچرې
یوه ښه ګړۍ بیا ستغې سپورې وایي
سره و جنګوي غرونه او کمرې

د ماشین غوندې یې و چلېږي ژبه
کله کله بېخي ووزي له ادبه
لحاظ نه کوي د مشر یا د کشر
د خپل کلي مشران و ښکنځي له لبه

وا خوبانې! ته سپېره چې ځان په دار کړې
تر دې ښه ده چې دا زوړ ټوخن مردار کړې
چې یو لوی بالښت په خوله باندې ور کښېږدې
له ټوخلو یې غوږونه په کرار کړې

په کاله کې به تنور ځنې امان شي
په جومات کې به تربور ځنې امان شي
ګوندې نورې نجونې هم مېړاني وکړي
ګوندې دغسې یو دود دلته روان شي


چې یو څوک خو چېرته دا کیسه هم وکړي
چې یوې ځوانې نجلۍ وه دا مېړانه کړې
پښتنه ملاله بیا را پیدا شوې
پښتنې ملالې بیا مېړانه کړې

صنوبره په ملا صاحب غوسه ده
چې نکاح د جبر ولي تړي دلته
د ملا صاحب په مټ ولي پر موږه
ظالمان دي، جابران دي سړي دلته


هغه وایي مسالې د کتاب نه دي
هغه بولي خاشګۍ د ملا په ږیره
صنوبره ده منکره له نصیبه
صنوبره ده منکره له تقدیره

صنوبرې که ملا صاحب خبر شو
یا خبره شوه د ملا صاحب مېرمنه
چې بې شرمه صنوبره کفر وایي
له ابا خو به دې وباسي څرمنه

صنوبره نه چغلۍ ده نه چلبازه
صنوبره په چا نه ده بند و وازه

 
 

ځواني: منوره مدینه

تر دغه ځایه مو مزل کړی و
تر دغه سرایه مو مزل کړی و
سري سهار مو ملاوې وتړلې
د شپې تر پایه مو مزل کړی و


د ژوند سهار چې مو را بر ښکارېده
دا د یوه نوي پړاو سر ښکارېده
هلته یو ښار و، مدینه غوندې و
او سر تر پایه منور ښکارېده

په دغه ښار کې یو قانون چلېده
دغه قانون ته یې ځواني ویله
هغه د مینې د راوي خبره
زموږ پرون ته یې ځواني ویله


دغه قانون چېرته لیکلی نه و
خو بیا به هم پرې هر سړی پوهېده
سهار، غرمه او مازدیګر څه څه ول
په اشارو د لمر سړی پوهېده

زما او ستا د ژوند نیلي نانځکې
دلته په یوه ګړۍ را ورسېدل
ځنګه پر یوه لوري روان و دواړه
خو یو تر بله مو لاس نه رسېدل

رانه اوږده شوه، ستا غوږونه نه خورم
لنډه یې دا چې دغه ښار د ځواني
په لذتونو مالامال ښکارېده
شته ول، چې څه دې ول په کار د ځواني

غرور پرېمانه و، حیا ډېره وه
قوت پرېمانه و، جنون پرېمانه
د غریزو له شوره اور بلېده
ښایست پرېمانه و لمسون پرېمانه


د لذتونو په دې ښار کې چې تا
یو د رنګونو دوکان پرانیستلو
ستا د رنګونو دوکان څه و ښکلې؟
د ښکلاګانو دې کان پرانیستلو

ته سوداګره شوې، په سود سر وې
زه خریدار وم په سودا سر وم
زه به دا ستا د ښکلازار مخې ته
په رندانه غوندې ګډا سر وم

هغه هم ورځ وه چې انکار دې وکړ
تا وېلې نوره ښکلا نه پلورمه
تا وېل منم چې ډېوه یمه، خو زه
نور په پردیو رڼا نه پلورمه

له هغه وروسته هغه ښار هغه زه
بیا برابر نشوم په لار هغه زه
بیا به مې ژوند د چا په یاد تېراوه
سکوټ سره ورک شوو هغه یار هغه زه

ډېره موده په یوه ښار کې دواړه
وبله ورک وو په غبار کې دواړه
په هیڅ ګودر مو سره ونه لیدل
سره مخ نشوو په هیڅ لار کې دواړه

زه چې هم ښه له کاره ووتمه
نو په ورو ورو له ښاره ووتمه
د ژوند د تتې ډېوې تورکی شومه
د عشق له نور او ناره ووتمه

څه موده وروسته دې احوال راغی
چې تا هم ښار ته مخه ښه کړې ده
ستا د ځواني په ښکلي ښار باندې هم
وخت د مغول غوندې حمله کړې ده


تا هم په ما پسې راکډه کړې
او دېره شوې یې په دې کوڅه کې
ځکه هوا ده معطره غوندې
ته تېره شوې یې په دې کوڅه کې

 

 
زړه پانګه:
د حمید بابا، خوشحال بابا، رحمان بابا، کاظیم خان شیدا او نورو شعرونه

د مناسبتونو شعرونه:

 

د هرې ورځې په مناسبتونو کې غوښتي شعرونه د مناسبت د موضوع پر اساس ترتیب شوي.

موضوعات او شعرونه:
  شعرونه د پلټنې د اساني لپاره پر موضوعاتو وېشل شوي.
شعري ژباړې:
  له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي شعرونه
فولکلور او شفاهي ادب:
  فولکلوري توکي چې ډېره برخه یې ټپې او کاکړۍ غاړي جوړوي.
شعري ټولګې:
  دلته ځینې شعري ټولګې په  PDF  بڼه  د  رالېښلو لپاره اېښول شوي
هنري، علمي او ادبي څېرې:
  دلته به د پښتنو شاعرانو لنډې پېژندنې وګورﺉ
غورچاڼونه:
  د نویو شعرونو غورچاڼ چې چاڼونکی یې هم  معرفي
پښتو پر لیکه:
  د ځینو مهمو او ګټورو وېبپاڼو پیوندونه  او اړیکې
 
لیکنې او نثرونه

کره کتنیزې لیکنې

 

لنډې کیسې

 

ټولنیزې لیکنې

 

رسمي شالید

 

سياسي لیکنې

 

په نورو ژبو لیکنې

 

اسلامي لیکنې

 

کلتور او ژبه

 
 

فلسفي لیکنې

 
 

نثري ژباړې (ادبي)

 
 

نثري ژباړې (علمي)

 
 

 


دا غزل خواږه اسد حسن ته ډالی دی چې زما دا غزل یې کشف کړې وو:

غــــــزل

بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلم
د پرون توبه مې هېره ده بيا راغلم
له دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږي
تردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلم
تمامي عمر مې لاره شوه په ښكلو
زه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلم
ټولو خلكو ته باران د رحمتو وم
په خپل ځان لكه د تورې بلا راغلم
د غزلو په وربل مې لوبې وكړې
لكه مسته سندريزه هوا راغلم
هغه اوښكه يم د چا مينو سترګو
چې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم
 

ټولی رښتۍ محفوظی دی

لومړیۍ مخ | پروګرامونه | دندی | پیوندونه | اړیکی | معلومات

Designed & Developed By:
Asad Hasan from www.sahar.af