د پیرمحمد کاروان شعرونه

1:
کله لرې میکدې ته، کله برې میکدې ته

هغه رند یمه چې درومم، هرې هرې میکدې ته

هغه جام زما مراد دی، چې جانان یې را په یاد دی

د ثواب لپاره راغلم، ستا کافرې میکدې ته

شپه شوه شنو لمبو اغوستې د شیشو نازک لباس دی

شیخه پام کوه رانه وړې، بیا ډبرې میکدې ته

تېروتم د یار په سترګو، کله باز کله شاهین شي

ما وې راغلې له جومات نه، برګ وزرې میکدې ته

له باران دې غېږه ډکه، ساقي راشه چې ګل ګل شي

دغوټیو ډېرې راغلې، بیا لښکرې میکدې ته

د کاروان زړه دې مات مات کا، چې مینا ته غمي جوړ شي

خامخا که چېرته راغلې، څوک زرګرې میکدې ته



 

 

2
دپارلمان وکيلې !

بيادې پرځان باندې سينګارتمام دی
دګلابونواونرګسوپه رنګونومالاماله ښکارې
نن د ښايست له ملکې سره هم سياله ښکارې
ښايي چې نن دې کومه نوې مرکه له ټلويزيون خپريږي
مرکه څه چې درنګونونيرنګونويومضمون خپريږي
دوریځوڅوکې دې پيوند دي بياپه خامو رنجو
دښارپه لويې اوپخې آرايشګرې باندې
ګلې دازه کوم ژورنالست هم نه يم
خوله تاځان پوهوم تش په يوې خبرې باندې
وکيلې ته چې دهنداروپه بازارکې په سينګارپټه شې
داننګوپه نوم په تکوسرو ګلونو دآنار پټه شې
ګلاب دې شونډو ته نرګس دې سترګوسترګوته حيران پاتې شي
پوښتنه داده چې له دې ټولو رنګونودې الهام اخيستی؟
ته ورته ځيره يې کنه چې دغه ټول رنګونه؟
يوبل ته څومره مناسب ورغاړه وتي ښکاري
توردې په سترګوکې اوسور دې درخساردپاسه
دلېموشاته دې زرغون راکوي ماته ماته
ستادې په خدای اوپه ايمان قسم وي
چې همدې درې رنګونوتاته دريادکړی دی بيرغ دوطن؟
ستادې په خدای اوپه قران قسم وي
چې تادخپل وطن قومونوته په دې نظرکتلي کله؟
چې کله دوی لکه رنګونوغوندې يوبل ته ورغاړه وځي
نوديوه لوی ملت شهکارتابلوترې لاس ته راځي؟
 

 

 

3
دوباره دې راتله نشته په دنیا
نن دې وار دی که دروغ دی که ريښتیا

هره چار چې تر وقت تېره شي عنقا شي
عنقا نه دی په دام نښتی د هیچا
تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه جار وزي
نه جار وزي تېر ساعت په بېرته بیا
تېر ساعت په مثال مړی د لحد دی
مړي چا را ژوندي کړي په دوعا
که مقصود لرې تلوار کړه وقت کوتاه دی
غره مه شه د دې عمر په بقا
هره نښه چې صحیح ګڼې په زړه کې
په غرور به هغه نښه کړې خطا
په امید امید یې خلق نا امید کړل
د ایام له مکره مه شه بې پروا
چې د مرګ په تماچه دې شي خوله ماته
ترو په ماته خوله به څه کوې ثنا
وير ژړلې ارتېدنې چې وینا وي
تا ته وایي که پوهېږې په وینا
هلک نه یې چې په زور دي څوک تعلیم کا
هم عاقل یې، هم بالغ یې، هم دانا
په عمل د نېکو بدو فهم وکړه
چې په دا کې دې بهبود دی که په دا
سر دننه په ګرېوان کړه سترګې روڼې
ډېر په پورته پورته مه ځه سرهوا
سرهوا سرهوا مه ځه و اسمان ته
ته په اصل کې له ځمکې یې پیدا
د عمل په ځای به دا پوښتنه نه وي
چې ته زوی یې یا نمسی د فلانا
په خپل ځان ښېکڼه وکړه غره مه شه
په ښېګڼه د ادې او د بابا
هغه ناوې چې په ځان ښایسته نه وي
څوک یې څه کوي ښایست د مور او نیا
دا خبره زه و ځان ته کړم ای یاره
دلګير مه شه که مې نوم واخیست دا ستا
نو دا ستا او د بل اخلم ځان ته وایم
نه مې کار نه مې غرض شته په بل چا
که مې ځای د دې غمونو وای په زړه کې
ما به څه لره کوله دا انشا
چې د مرګ سختۍ خوارۍ دا ستا په خوا دي
ای رحمانه ولې نه مرې لا پخوا

 

 

 

4
هوښیار مه ګڼه هوښیار د دې دنیا
بې وقوف دی وقوف دار د دې دنیا

روښنایي پر هغو زړونو ده حرامه
چې پرې کښېني ګرد غبار د دې دنیا
پوچ ګویي ده چې یې اهل د دنیا کا
هر کلام او هر ګفتار د دې دنیا
د طفلانو په څېر واړه خاکبازۍ کا
هر کلام او هر ګفتار د دې دنیا
د طفلانو په څېر واړه خاکبازۍ کړي
هر چه کاندي کاروبار د دې دنیا
واړه ډکې خولې د پیو هلکان دي
کار دیده او پخته کار د دې دنیا
همېشه به بې وقوف او بې شعور وي
چې مخمور وي په خمار د دې دنیا
د شرابو هم لا هومره مستي نه وي
لکه مست وي خمرخوار د دې دنیا
هر بیمار لره دارو په جهان شته دي
دارو نه لري بیمار د دې دنیا
د هر سوي علاج وشي په جهان کې
مګر سوی په شرار د دې دنیا
هرچه واچوي و اور ته واړه سوځي
موړ به نشي طلبګار د دې دنیا
ګرفتار یې همېشه په غم کې ډوب وي
هیڅوک مه شه ګرفتار د دې دنیا
تل به پروت په ظلمتو او په تورتم وي
چې اسیر وي په ګفتار د دې دنیا
په مسلمو کې خاصه مسلم هغه دی
چې یې وشلاوه زنار د دې دنیا
تن یې پاتې شي بې سره سر یې لاړ شي
سردار کله دی سردار د دې دنیا
زوی او لوڼه یتیمان کا ځیني درومي
بې وفا دي مور او پلار د دې دنیا
همېشه به یې یو پنډ د غم په سر وي
چې په سر یې وي دستار د دې دنیا
واړه غم دي که یې پېرې که پلورې
نور څه نشته په بازار د دې دنیا
همه ګي واړه ټګان دي، ټګي کاندي
فروشنده او خریدار د دې دنیا
په دنیا به مینه نه کاندي هیچېرې
چې خبر وي په اسرار د دې دنیا
چې نظر د چا په دین او په ایمان وي
هغه نه کا انتظار د دې دنیا
لوی هلک یې همه واړه مکاران دي
څه ویسا ده په مکار د دې دنیا
آشنایان یې همه واړه اغیاران دي
یار دی چېرې په دیار د دې دنیا
چې پیدا شي همګي واړه فنا شي
راشه وګوره ناتار د دې دنیا
چې وېرېږي له کوهي او کړنګه
هغه نه درومي په لار د دې دنیا
هر سړي لره چې ورشي ځیني درومي
ما لیدلی دی رفتار د دې دنیا
که هزار هزار پشتۍ ورته ته کېږدې
بې بنیاده دی دېوار د دې دنیا
که د وسپنو حصار تر ځان چاپېر کړې
ښيښه وګڼه حصار د دې دنیا
لکه سوری د آفتاب په مخ کې ګرځي
نشته هیچېرې قرار د دې دنیا
هیڅ ګومان د بهترۍ ور باندې مه کړه
کهتري ده وار په وار د دې دنیا
بې مقراضه غوڅوي د سړي عمر
همدا لیل او هم نهار د دې دنیا
پس له مرګه به حساب له سړي غوښت شي
په انداز او په مقدار د دې دنیا
عاقبت خو به یو موټی شي د خاورو
ګلعذار او ګلرخسار د دې دنیا
برابر به له ګدایه سره پاڅي
شهزاده او او شهریار د دې دنیا
پاس به داغ وي د لﺉیم په ټټر باندې
هر درهم او هر دینار د دې دنیا
د قانع تر قناعته صدقه شه
هم دنیا او هم دینار د دې دنیا
پس له مرګه به همه واړه مظلوم وي
ظالمان او ستمګار د دې دنیا
تر قیامته دغه لس او دغه شل دي
پوره نه کړ هیچا شمار د دې دنیا
چې ایام پرې د کفن د غسل ورشي
بې پردې شي پرده دار د دې دنیا
په تخته باندې بېرون شي له حجابه
شرمناک او شرمسار د دې دنیا
تر هر چا به پیغمبره څخه وه ډېره
که څه قرب وي یا وقار د دې دنیا
یو فساد به یې بیان په رحمان نه شي
فسادونه دي بسیار د دې دنیا
 

 

 
5
هیڅ ثابته نه کړه چا د دې دنیا وفا
واړه مینې کاندي بې وفا په دا دنیا

هرڅوک چې دعوې په دې دنیا د خپلوۍ
واړه باطل وایي دنیا ده د هیچا
دا فلک کلال دی سازول او ماتول کا
ډېر یې ما او تا غوندې پیدا کړل هم فنا
هرسنګ و کلوخ چې څرګندېږي د دې دهر
واړه ککرۍ دي څوک د شاه څوک د ګدا
دام دي هیڅوک نه ږدي د دنیا و رهګذر ته
ښکار به وکړای نه شي د سېمرغ او د عنقا
هرڅوک چې له دې فاني نفس وابستګي کا
نه به شي تړلی په ځنځير سره هوا
ماه دی که آفتاب دی عاقبت واړه خراب دي
ګل که همېشه وي هسې نه تر ابدا
مه درومه رحمانه په خلاف د دانایانو
مینه د دنیا پسندلې نه ده هیڅ دانا

 

 

 

 

6
ښه ده ښه ده دا دنیا
چې توښه ده د عقبا

مذمت د دنیا مه کړه
واوره پند کړه دا وینا
د دنیا په بازار کېږي
د هغه جهان سودا
په دنیا کې ډېر حکمت دی
پرې پوهېږي حکماء
که تر سر یې صدقه کړې
رفع دفع کړي بلا
که غلیم لره یې ورکړې
غلیم دوست کا په هوا
که په اور باندې یې کېږدې
بوی د عودو کړي پیدا
که یې توی کړې په صحرا کې
ښایسته کاندي صحرا
که یې نذر کړې د پیر ته
خوشحال درومي په خندا
څو ژوندی یې په دنیا کې
یادوي دې په دوعا
د حاتم په څېر دې ستایي
خطاب درکړي د سخا
سخي هر ځای دوست د خدای دی
ولو کان فاسقا
هر بخیل د خدای دښمن دی
و لو کان زاهدا
دنیا کښت د آخرت دی
دا خبره ده ريښتیا
د نیا طالبان ډېر دي
که یې مومي څوک له چا
ولې مرد پکې هغه دی
چې سخي وي هم پارسا
په دنیا کې بدي نشته
که بدي نه وي له تا
دنیا بحر دی بهېږي
آینه غوندې صفا
خپل خپل مخ پکې لیده شي
که څوک زشت وي، که زېبا
هم خطر پکې د شر شته
هم ګوهر دی بې بها
وفادار لره وفا شوه
جفاکار لره جفا
له یوه مخه یې درد وي
له بل مخه یې دوا
چېرته خوند کاندي د زهرو
چېرته خوند کا د حلوا
کار همه واړه موقوف دی
د سړي په مدعا
مالکان دې ننداري شي
د خپل ځان په تماشا
هر چې کا هغه به مومي
دنیا ځای دی د جزا
لکه دی هسې به پاڅي
که نادان وي، که دانا
که دانا وپوهېږه
په روا په ناروا
فتوا ونیسه په مخ کې
پسې مټ کړه په تقوا
دنیا نه ده، واړه دین دی
چې له نهیې وي، سوا
وطاعت وته ولاړ وي
همېشه تړلې ملا
له حرامو یې پرهېز وي
مشغول وي په پنج بنا
کلیمه یې وي قبوله،
هم په جهر په اخفا
د دنیا د کار لپاره
فرض لمونځ نه کاندي قضا
هم صاﺉم د رمضان وي
هم زکات کاندي ادا
که یې توان د حج رسېږي
حج هم وکړي پسې بیا
دا پنځه بنا د دین دي
چې بیان یې وکړ ما
چې یې یون په دا طریق وي
هغه کس دی اولیا
که یې مال د دنیا ډېر وي
هيڅ دې نه کاندي پروا
دنیا بده د هغو ده
چې یې کسب وي ریا
یا یې ټوله کا په ظلم
یا د خمرو په سودا
یا یې ورکا په شرابو
یا یې ورکا په زنا
یا ناحق خونونه کاندي
یا مالونه خوري د چا
عبادت کا په ځان فرض
د پادشاه د امرا
حق باطل کا، باطل حق کا
په سبب د روی ریا
نه یې وېره وي له خدایه
نه یې شرم نه حیا
د یوې ګېډې لپاره
هزار خونې کا بېدیا
همېشه یې له ستمه
واړه خلق وي په غوغا
ګوش و هوش یې هرګز نه وي
د مظلومو په ژړا
د فرعون په څېر به ناست وي
بې پروا و کبریا
بتخانې و ته یې مخ وي
و مسجد و ته یې شا
اختلاط کا له بدانو
له نېکانو وي سوا
هیڅه نه وي په خاطر کي
تولاْ و تبرا
و رحمان ته پېښه مه کړې
خدایه هسې رنګ بلا

 

 

7:
هغو بیاموند سعادت په دا دنیا
چې یې وکړ قناعت په دا دنیا

نه ملکونه د سلېمان په هزار کاله
نه یوه ګړۍ طاعت په دا دنیا
یو نفس د خدای په یادو اولی تر دی
نه د درست جهان دولت په دا دنیا
په دنیا کې لوټ هغو عالمو وکړ
چې وکړ عبادت په دا دنیا
که نعمت دی، خو طاعت او عبادت دی
ګڼه نشته بل نعمت په دا دنیا
که محنت، که مشقت دی خو د دین دی
په کار نه دی بل محنت په دا دنیا
بې له خدایه، هر چې دي واړه فاني دي
که لذت دی، که زینت په دا دنیا
که پادشاه وي، آخر خاورو له به درومي
څه عزت دی، څه حرمت په دا دنیا
له هغو به زیات نادان په جهان نه وي
هرچې غواړي، فراغت په دا دنیا
ته چې څو وقته په دنیا غواړې
چا موندلی دی فرصت په دا دنیا
عمارت په سر د رېګ روان کاندي
هرچې کاندي عمارت په دا دنیا
د مستانو تر لغزشه څه کم نه وي
د سړي استقامت په دا دنیا
هر زنده چې د مرده په قبر ورشي
بس دی هومره نصیحت په دا دنیا
په روانو اوبو ورشه، عمر ګوره
ډېر دی هومره اشارت په دا دنیا
دا پاخه پاخه سرایونه محلونه
خو به وران شي عاقبت په دا دنیا
وږي سترګې د اسمان څه هسې نه دي
چې څوک پرېږدي سلامت په دا دنیا
هر چې راشي، همه واړه ځینې درومي
مسافر دی هر صورت په دا دنیا
ریاضت په قیامت نه شي، مرد هغه دی
چې یې وکړ ریاضت په دا دنیا
هم په دا خوی او خصلت به سبا پاڅي
خدای څوک مکړه، بدخصلت په دا دنیا
هم هغه به یې خرمن وي، پس له مرګه
هر چې کاندې زراعت په دا دنیا
که هغه جهان په دا کې لیدای نشي
زه یې وینم علامت په دا دنیا
په قیامت به ښه توښه در خپله نشي
مالیدلی دی قیامت په دا دنیا
امانت به د لحد په میان کې پروت وي
هر چې اوسي امانت په دا دنیا
نېک عمل حضور جنت دی، طاعت بویه
چې حاصل کا څوک جنت په دا دنیا
نېک کردار، هم نېک عمل، هم نېک خویونه
هم جنت دی، هم راحت په دا دنیا
ضدیت د سړي عمر په عذاب کا
په کار نه دی ضدیت په دا دنیا
لاس په سر په سینه اېښی و هر چاته
همدغه دی شرافت په دا دنیا
که بلنده مرتبه د چا په کار وي
لوی مقام دی عدالت په دا دنیا
بل ارمان به له جهانه یو وړ نشي
مګر مهر او محبت په دا دنیا
دهغه جهان سودا واړه دلې ده
که څوک کاندي تجارت په دا دنیا
که طالع د سړي نه وي جاروتلي
هیڅ پټ نه دی حقیقت په دا دنیا
نېک له نېکو سره بویه، بد له بدو
که څوک غواړي ولایت په دا دنیا
ولایت دی خدای هغو لره ورکړی
چې یې ورک کړ سکونت په دا دنیا
که تمامه دنیا واړه سره یو شي
نور به نه کا خپل قسمت په دا دنیا
که څوک مر دی خو هغه دی په دنیا کې
هر چې نه لري حاجت په دا دنیا
په رحمان باندې دا عمر هسې تېر شو
لکه تېر شي یو ساعت په دا دنیا
 

 

 

8:
راشه مه کوه له جا سره جفا
لږ ژوندون دی ضایع کېږي بې وفا

په دنیا کې هیڅوک نه دي پاتې شوي
واړه تلوني دي که نن دي که سبا
دا یاران چې نن و تا وته جلوه کا
په دوه ورځې پس به واړه شي فنا
که دیدن د دوی دې خوښ وي ورته ګوره
چې فنا شي، بیا به کله شي پیدا
د خزان پاڼه چې بېله شي له خاښه
په حکمت به یې پیوند نه کا حکما
چې په ځمکه څاڅکی پرېوزي له اسمانه
بیا له ځمکې ختای نشي په سما
ګومان مکړه، چې بیا سترګو لره درشي
هغه اوښې چې له سترګو شي جدا
دا په هره ورځ چې خېژي بېل بېل لمر دی
هرچې پرېوزي، هغه نشي ختای بیا
که جنت په زهد نه دی، بې له فضله
هر سړی دې خپله غاړه کړي ادا
که د نس لپاره سل محنته وکړي
یو محنت به دې په کار نشي فردا
که تمام جهان پر خپله ګېډه وخوري
یاد به نشي په درود او په دوعا
که یوه دانه د وږي په لاس ورکړي
هم دغه به دې توښه شي د عقبا
که یو څاڅکی اوبه تږي لره ورکړې
د دوزخ او ستا در منځ به شي دریا
که یو ځله سر د خدای لپاره ټیټ کړې
په قیامت به سربلند شې په هرچا
بازار دا دی، که څوک سود او سودا کاندي
په هغه جهان نه سود شته نه سودا
اشنایان که څوک پوهېږي، نن یې وقت دی
چې ځارېږي یو اشنا تر بل اشنا
که ژوندون دی خو همدا دی په جهان کې
چې له چا سره تېرېږې په خندا
سود او زیان د دنیا واړه سهل کار دی
خدای دې نه کا څوک په سهل کار رسوا
چې د ورور او د عزیز زړه پرې ازار شي
حاصل مه شه هغه خپله مدعا
ګاه د نورو رضا بویه ګاهي خپله
په کار نه ده، همېشه خپله رضا
ښه خواړه چې یو یې خوري، بل ورته ګوري
خواړه نه دي، هغه زهر دي ګویا
چې ښادي یې یو زمان وي، غم تر تله
دغه هسې چارې نه کاندي دانا
لکه ځان هسې و بل وته نظر کړه
لکه ستا دی هسې ځان دی د هرچا
منصفانو لره بویه چې انصاف کړي
نه چې نغوته کا د حرص او د هوا
د سړي په خاطر هرڅه هرڅه ګرځي
هسې نه چې واړه وګڼي روا
دینداران دي و خپل دین وته نظر کا
څوک فکرونه د ثواب څوک د خطا
خدای دې نه کاندي خطا له چا له لاسه
څه نسبت دی د خطا او د عطا
هسې نه چې سړي واړه سره سم دي
څوک اعلی دي، څوک اوسط دي، څوک ادنی
د هرچا حرمت په خپله اندازه دی
نه چې مومي نفر ځای د امرا
زه رحمان له چا شکوه شکایت نه کړم
نشته بل دوست او دښمن زما بې تا

 

   
زړه پانګه:
د حمید بابا، خوشحال بابا، رحمان بابا، کاظیم خان شیدا او نورو شعرونه

د مناسبتونو شعرونه:

 

د هرې ورځې په مناسبتونو کې غوښتي شعرونه د مناسبت د موضوع پر اساس ترتیب شوي.

موضوعات او شعرونه:
  شعرونه د پلټنې د اساني لپاره پر موضوعاتو وېشل شوي.
شعري ژباړې:
  له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي شعرونه
فولکلور او شفاهي ادب:
  فولکلوري توکي چې ډېره برخه یې ټپې او کاکړۍ غاړي جوړوي.
شعري ټولګې:
  دلته ځینې شعري ټولګې په  PDF  بڼه  د  رالېښلو لپاره اېښول شوي
هنري، علمي او ادبي څېرې:
  دلته به د پښتنو شاعرانو لنډې پېژندنې وګورﺉ
غورچاڼونه:
  د نویو شعرونو غورچاڼ چې چاڼونکی یې هم  معرفي
پښتو پر لیکه:
  د ځینو مهمو او ګټورو وېبپاڼو پیوندونه  او اړیکې
 
لیکنې او نثرونه

کره کتنیزې لیکنې

 

لنډې کیسې

 

ټولنیزې لیکنې

 

رسمي شالید

 

سياسي لیکنې

 

په نورو ژبو لیکنې

 

اسلامي لیکنې

 

علمي څېړنیزې لیکنې

 
 

فلسفي لیکنې

 
 

نثري ژباړې (ادبي)

 
 

نثري ژباړې (علمي)

 
 

 


دا غزل خواږه اسد حسن ته ډالی دی چې زما دا غزل یې کشف کړې وو:

غــــــزل

بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلم
د پرون توبه مې هېره ده بيا راغلم
له دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږي
تردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلم
تمامي عمر مې لاره شوه په ښكلو
زه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلم
ټولو خلكو ته باران د رحمتو وم
په خپل ځان لكه د تورې بلا راغلم
د غزلو په وربل مې لوبې وكړې
لكه مسته سندريزه هوا راغلم
هغه اوښكه يم د چا مينو سترګو
چې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم
 

ټولی رښتۍ محفوظی دی

لومړیۍ مخ | پروګرامونه | دندی | پیوندونه | اړیکی | معلومات

Designed & Developed By:
Asad Hasan from www.sahar.af