پیرمحمد کاروان
حمزه که و هم، د هندکیو په طرف کې به و
   په دې مېرو کې خو کاروان شولو باني د غزل


   پېژندنه

   اشعار

   د کاروان په اړه لیکنې

   کاروان ته شعري پېرزوینې

   کاروان پر انټرنېټ

 

کاروان د ټولو په شعرونو کې

د پاک پیغمبر صلی الله علیه و سلم حدیث دی چې وایي: من لم یشکر الناس، لن یشکر الله، او کما قال صلی الله علیه وسلم.
ژباړه، چا چې د بنده ګانو شکر پر ځای نه کړ، د خدای(ج) شکر به هم پر ځای نکړای شي.

1د ښاغلي کاروان د شعرونو لړ:

کله لرې میکدې ته، کله برې میکدې ته هغه رند یمه چې درومم، هرې هرې میکدې ته
دپارلمان وکيلې! بيادې پرځان باندې سينګارتمام دی
دوباره دې راتله نشته په دنیا نن دې وار دی که دروغ کړې که ريښتیا
هوښیار مه ګڼه هوښیار د دې دنیا بې وقوف دی وقوف دار د دې دنیا
هیڅ ثابته نه کړه چا د دې دنیا وفا واړه مینې کاندي بې وفا په دا دنیا
ښه ده ښه ده دا دنیا چې توښه ده د عقبا
هغو بیاموند سعادت په دا دنیا چې یې وکړ قناعت په دا دنیا
راشه مه کوه له جاسره جفا لږ ژوندون دی ضایع کېږي بې وفا
که څوک یار په جهان غواړي یار دی دا یار دی دا که د جهان سنګار دی دا
چې له تا سره په سر کاندي سودا بل به نه وي هسې ما غوندې شیدا
که مین یې په خپل یار باندې ريښتیا آواره کړه اول دین پسې دنیا
عاشقي مې یې پر زړه وکړ ګذر بیا بېلتانه مې لمبې بلې کړې پر سر بیا
ته چې ما ته وایې چې په څه کوې ژړا نه در معلومېږي دغه خپل جور و جفا
چې یې نقش په زړه خیال شي د اشنا صدقه یې سر و مال شي د اشنا
دل او دین مې پر هغه ترک کړل فدا لا یې نه حسابوي د ځان بها
ډېره شوه د یار پسې ژړا ځما نه ګروهېږي په ژړا اشنا زما
عالمان دي روښنایي د دې دنیا عالمان دي د تمام جهان پېشوا
چې واده یې کا په ډول او په سرنا بیا پرې وایي زمانه د ویر وینا
دا دنیا ده بې وفا په یوه ګړۍ یې مخ وي
په ښادۍ ښاد شوی نه یم د هیچا تور ټپ سوی یم په غم د هر اشنا
كـه زه نه واى تا به ځـــــان لره بلل څوك په پالنـگ به دې داهسې درختــل څوك

 

 
 
 
 

* پیرمحمد کاروان څوک دی؟

 

 

 

 

 

 

 

 

 

: د کاروان په اړه پر انټرنیټ ولولئ:
 

پر ویکیپېډیا

پر ټول افغان

پر تل افغان

پر سلګۍ

پر سپرغۍ

پر دعوت.نېټ

د کاروان ویب لاګ

 

 

 

کاروان د ټولو په شعرونو کې

کاروان د پښتو ادب او شعر له هغو څېرو څخه دی، چې تقریبا ټولو ځوانو شاعرانو، هغو چې کاروان یې لوستی یا اورېدلی،  ورڅخه یو نه یو ډول مریدي، استفاده، یا وانه کړې ده.
ما درې اصطلاحات؛ مریدي، استفاده او وانه و کارول.
چا یې مریدي کړې چې یو زوړ او دروند دود دی، چا ورڅخه استفاده کړې چې یواځې د تشکر او مننې په څرګندونه، بشپړ احترام او احسان مننې یې کار اسانېږي او چا بیا ورڅخه وانه کړې چې یواځې  ساده-چالاکي یې کړې او باید معذرت وغواړي. خو په مجموع کې دغه ټول باید د کاروان منندوی او د پاک پیغمبر د پورتني حدیث منونکي او عملي کوونکي و اوسي.

د پورته درېیو اصطلاحاتو تر سپیناوي او را سپړنې وړاندې غواړم  واضحه یې کړم چې که د ځینو ټکیو له بیان پرته زما د دې لیکنې موخه ترلاسه کېدای نو ما به یواځې د تشکر په ویلو او آسمان ته د دوعا د لاس په اوچتولو  لیکنه پای ته رسولی وای خو د دې لپاره چې له یوه پلوه خلک دا لیکنه یواځې مجاملتي و نه ګني، او له بله پلوه، په دې هیله چې ګوندې زما نورو همځولو ته هم د کاروان صاحب لورېینې ور یادې کړای شم، خپلې امتناني لیکنې ته څه کره کتنیزې تبصرې هم ورزیاتوم.

غواړم په ترتیب سره پر دغو درېیو ډلو ځوانو شاعرانو(مریدي کوونکیو، استفاده کوونکیو او وانه کوونکیو) خبرې وکړم. د دې درېیو ډلو په اړه یوه عمومي خبره داده چې هغوی د کاروان له هنر څخه، د دې هنر د خپلې کیفي ځانګړتیا مطابق، یواځې یو ډول نه، بلکې څو ډوله استفادې کړي دي. د کاروان د هنر طبیعت، د هغه د هنر سوروره او څانګوره ونه له هغو ونو مختلفه ده چې یو ډول او په یوه خاص موسم کې مېوه ورکوي. د کاروان هنر لکه د منشور څو ډوله رڼا لري، او د لري او لوړ لرلید له توسنه پر ډېرو بېلابېلو وختونو لاسبری پاتې شوی.
 که څه هم زه د یوه هنري اثر د توکیو د داسې ارزونې پلوی یم چې هر اندام او رغتوکی یې بیل بیل تجزیه شي او تل غواړم د یوه هنر پنځوونکي د اثر مختلف رغتوکي وبله و پرتلل شي، خو د کاروان په اړه لږ تر لږه زه دا جرأت نه کوم، او غواړم په ډېر احتیاط په دې خبره خوله پرانیزم چې د کاروان د شعر لفظي، معنوي، تخیلي، او جوړښتي یا نظمي/موسیقیتي اړخونه د یوه خاص توازن او
انډول لرونکي دي چې د ده شعري او هنري شخصیت ته یې ځانګړی توازن او متناسب والی ور بښلی دی. د هغه هنر هغه پهلوان ته نه دی ورته چې یو مټ یې غښتلی او پرېړ او بل یې وچ او کمزوری وي. د هغه د هنر ټول عمده اړخونه یو له بله پر یوه ځانګړي تناسب او توازن برابر جوړ دي. هغه د معنا توله له لفظ، د لفظ له آهنګ او نظم، او د نظم او معنا اړیکه له خیال سره سمه ساتلې ده. زه د کاروان د هنر په اړه درې عمده تبصرې لرم. لومړۍ دا چې زه د کاروان  هنر داسې درخته ګڼم چې د عادت خلاف څورنګه مېوه ورکوي. کاروان د پنځونو پرمهال هم لفظونه لوروي، او هم معناوې، هم د خیال په باغیچو کې ستړیو او غمجنو ته دمه ورکوی او هم د آهنګ پر وزرو لوستونکیو ته د ښاپېریو د هېوادونو چکرې ورکوي.
زما دوهمه تبصره داده چې د کاروان د هنر څانګوره او ښېرازه ونه موسمي او وختي نه ده او کال دوولس میاشتې لورېینه کوي. د غزا او حماسو له زمانې را نیولې، بیا د وچکالیو او سپېتانو تر پېره، او بیا دادی د یوه سکوټ بې رنګه ډالري وضعیت تر سیوري لاندې، د دین او ایمان د ټیکه دارۍ او دعوه دارۍ په یوه دورکې، د کاروان هنر لا هماغسې نوښتیز او له ژونده ډک دی. دا خبره ډېره عجیبه ده، او یو ځل بیا مو پر یوه خارق العاده شخصیت اعتراف ته هڅوي. دودیزه خو داده چې له هر لوی انقلاب او اوښتون وروسته د وخت هنر څه ځانګړې موده غلی یا منزوي پاتې کېږي. وایي کله چې د پاک پیغمبر شاعر حسان بن ثابت اسلام قبول کړ نو څه اوږده موده یې شعر و نه وایه. د عربو د دوهمې هجري پېړۍ مشهور کره کتونکي عبدالسلام جمحي پر دې مناسبت دا تبصره هم کړه د شعر نیلی د خیر پر ځمکه نه ځغلي. هغه وایي: "ومطلب الشعر لما دخل في باب الخیر لان و ضعف". خبره دغسې نه ده. وایي چې د فرانسې تر انقلاب وروسته شعر د اوږدې مودې لپاره د جمود پر بستر څملاست. دا یواځې د خیر انقلابونه نه ول چې د شعر چینې یې وچولې. ډېر داسې له شر او پساته ډک اوښتونونه هم راغلي چې د شعر او هنر پر خلې یې مهرې لګولي او د شعر چینې یې وچې کړي. زما په نظر علت دا دی چې د شعر بهير لکه د شعر مزاج، نهایي زیات حساس او ژر اخلالېدونکی دی. کټ مټ لکه په شعر کې چې د یوه حرف یا لفظ مخکې وروسته کول شعر له شعر څخه معر ته رابغوي، د شعر عمومي بهير هم همدومره ژر او اسانه خساره منونکی دی.

خو د کاروان هنر لا همهاغه چې و، دی.کاروان پر دې سربېره چې د وختونو تقاضاوې (هنري او ټولنیزې) ټینګې په نظر کې ساتي، خپل اصلي جوهر نه بدلوي، خیال یې لوړ پاتې کېږي او نظم یې هارمونیک او خوندور، شعر یې جمود او کرختوب ته نه دی پرېښي.

زما درېیمه تبصره د کاروان د شعر د اوږده نفس په اړه ده چې د هغه د پراخه ثقافت او پوهې استاځي کوي. ډېر ښه ښه شاعران شته چې ښکلي شعرونه وایي خو غزل یې تر شپږو او اوو بیتونو نه اوړي. دروېش درانی هم یو ځانګړی او عبقري دی خو ډېرې لږې غزلې یې تر پنځو او شپړو بیتونو اوښتي.
همدا اوس مې  د عابد " جانانه کله خو راپېښه وکړه" لوست. هغه هم ښه شاعر دی خو ډېر لږ غزلونه یې تر شپږو بیتونو اوړي. ډېر خو یې لا څلور بیتونه لري چې کابو د غزل له تعریفه یې را وباسي.
زما په ګومان د پراخې مطالعې، د کلیمو پراخې زېرمې، پراخ ثقافتي پس منظر او د الفاظو د شاعران
ه کولو او په خبرو راوستلو استعداد کاروان ته اوږد شعري نفس ورکړی. جوته ده چې په کومه اندازه مرجوڼا د بحر تل ته د رسېدلو لپاره اوږد نفس ولري، په همهاغه اندازه به ډېر در او مرجان په لاس ورځي.

دخبرو سر ته راځو. دې ته چې هغه درې ډلې خلک چې د کاروان شاګردي، له کاروان څخه استفاده، او له کاروان څخه وانه یې کړې ده، څوک دي او څنګه یې دا کارونه ترسره کړي:

لکه د عامه فردي ملکیتونه د کاروان هنري ملکیتونه هم پر دوو صنفونو، نقلېدونکیو او نانقلېدونکیو ملکیتونو وېشلي. لفظونه او معناګانې د کاروان لېږدوړي ملکیتونه (Properties Movable) وو چې ګټه اخیستل او تالان یې اسانه کار و خو د هغه خیال او آهنګ بیا هاغه هنري ځانګړنې وې چې ولجه کول یې ناشوني ول. همدغه لامل و چې د ښکلو  الفاظو او معناګانو د یوې پراخې پانګې  له رامیدان ته کولو سره سم، ځوان شاعران د کاروان د شعر پر دستارخان داسې ور حلقه شول، لکه د حمید مومند خبره، مورچکان چې په شکرو ور دوره شي. دا کار تر یوه بریده طبېعي او د شعر د عمومي اغېزښندلو، او اغېزمنلو په حدودو کې و، خو یوه زمانه بیا تر طبېعي پولو ور واوښت او نږه جسارت ورڅخه جوړ شو.

 هغوی چې زه وایم د کاروان شاګردي یې وکړه، د کاروان پر وړاندې یې تواضع وکړه، او خپل ځانونه یې د هغه محصول وبلل. ښه خلک دي. ځانونه ناداره پوروړي بولي او پر دې ځان ته ډاډ ورکوي چې پوروړي چا نه دي وژلي. دا هغه ډله خلک وو چې د کاروان ملازمت یې وکړ. له هغه سره په فزیکي او ذهني لحاظ نیږدې پاتې شول او د هغه په حاشیې مشهور شول.  دې ډول خلکو نه یواځې دا چې د کاروان نقلېدونکي ملکیتونه یعنې لفظ او معنا په ټیټو سترګو او ګدايي-ډوله لهجه ځان ته حلال وبلل، بلکې د هغه د ویلو انداز، د غږ لحن، او آن د ساده خبرو انداز یې هم خپل کړ. خو پښتانه څه ښه وایي چې نرمه غاړه جاړه هم نه خوري او موږ چې له شاعرانو غږېږو نو جوته ده چې له چړو او تېغونو په ډېر لري واټن کې یو.

دوهمه ډله هغه خلک و، چې له کاروان څخه یې ګټه واخیسته او دا عام پښتانه هممهالي شاعران یادوم. زما په خپل فکر خو داسې شاعر نشته چې کاروان یې لوستی وي، او د هغه له شعر څخه دې یې یو نه یو ډول استفاده نه وي کړې. کېدای شي دا استفاده پر خپل شعر او سبک د بیا نظر اچولو(تجدید نظر) تر بریده وي. کېدای شي د یوه نږه عبوري(لنډمهالي) الهام تر بریده وي. ډېر خلک د خپلو ځینو ښکلو ترکیبونو، لفظونو، مفاهیمو او سمبولونو له سرچینې څخه ناخبره فکر کوي چې دا ورته له اسمانه راغلي او د شعري الهام ډالۍ دي خو تر ډېره کېدای شي د نورو په شاعرۍ کې د هغو څرک ولګوي زه له همدې ځایه پر ځوانو شاعرانو ټینګار کوم چې که د خپل کوم ښایسته لفظ، معنا، یا سمبول د نسب شجره ورڅخه ورکه وي نو لومړی یې دې د کاروان په شعرونو کې څرک ولګوي. کېدای شي د هغه لفظ د یوه بل شعر الهام وي، او محضې د چا خبره توارد نه وي. زه فکر کوم کاروان زموږ ټولو په شعرونو کې شته دی خو لکه د شعر د مهتر خضر، لږو لږو ته ځان ور څرګندوي.

درېیمه ډله خلک چې له کاروانه یې وانه کړې څه بل ډول او بې خونده خلک دي. وانه د غزني خلک په چالاکۍ له چا څخه د یو څه ترلاسه کولو ته وایي. زه یې دلته کارول مناسب بولم، او ځکه یې کاروم.

ځینې خلک د یو چا معنا راواخلي، او کټ مټ یې په خپل شعر کې ځای کړي. د مثال په توګه، له کاروانه وروسته ما د ډېرو په شعرونو کې د پاریس تر پېغلو د بدخشان د غمیو د رسېدلو ویر واورېد. زه دا ډول توارد نه منم. په توارد کې ولې د بدخشان پر ځای پنجشېر نه یادېږي چې ډېر غمي هم د همدې ځای لوټېږي او پاریس ته رسي او بله دا چې دا توارد بلا خو به هم د یوه یا دوو په شعر کې و. دا خو چې کوم دېوان را پورته کړې نو بلاخوړلی توارد به در تر سترګو شي. لاندې د کاروان ځینې هغه معنا ګانې چې لوټ شوي  او په پښتو شاعرۍ کې خورې ورې شوي، رانقلوم:
 د کاروان لسګونه محاورې نننۍ پښتو شاعري پسولي او عامې شوي دي. ډېر داسې ګونګ شیان و چې کاروان و غږول، او اوس ورسره نور هم خبري کوي. که کاروان نه وای نو نورو خلکو به ورسره هم په ګرانه خبرې کړي وای. کاروان د ژبې له کان څخه د لفظونو غمي را وباسي او پر شاعرانو یې وېشي.  زه هغه خلک چې د کاروان لفظي ترکیبونه غلاکوي او تر ده یې په کم ښکلي انداز کاروي غندم.  هغوی کېدای شي وبښل شي چې د نورو لفظي جوړښتونه و تښتوي، او تر ده اصلي شاعرانو یې ښه کاروي خو هغه چې له یوه پلوه پردي ترکیبونه غلا کوي، او له بله پلوه یې حق نه ور ادا کوي، د غندلو وړ دي.

څه موده وړاندې مې له دغسې ځوانانو څخه یو ځوان ولید چې د کاروان الفاظ یې په خپل نظم کې ځای کړي ول او بیا یې د یوه پاخه کره کتونکي په انداز پر کاروان تبصره کوله او د هغه نن او پرون یې ناسم پرتله کاوه. له نېکه مرغه ما یې لا له وړاندې یو شعر د کاروان د لفظونو په لټه تالاشي کړی و، له واره مې ذهن ته راغی او بیا مې وېل چې راشه همدغه یې ځای دی. د هغه جناب له شعر څخه مې یو لفظ چې غالبا د بکیاڼې، یا ناجاڼې لفظ و، را وایست او هغه ځوان ته مې قسم ورکړ چې آیا هغه لفظ به یې کله هم، او چېرته هم د کاروان له کتابه بهر لیدلی یا اورېدلی وي؟ هغه ريښتونی و، ټینګ نه شو، او اعتراف یې وکړ. بیا مې یې هغه غزل ور وښود چې وار له مخه مې پکې د کاروان تر شپږو اوو زیات ترکیبونه نښه کړي ول او د ناشکره سړي خوله وازه پاتې شوه. د لفظونو، ترکیبونو، محاورو او معنا ګانو د غلا خو به مو اورېدلي ول خو د یوه بل شي د غلا به مو نه وي اورېدلي. د سبک غلا؛ ځینو جنابانو پر لفظ، معنا او وینیز لحن بسنه ونه کړه او د کاروان د سبک د غلا کولو هڅه وکړه خو لکه چې مخکې مې وویل، دغه کار ناشونی و، ځکه چې سبک له خیال او آهنګ سره ټینګ اخښلی و او د دې ښاغلیو وس پرې و نه رسېد او هاغه ټوکه ور وشوه چې وایي: کارغه د زرګې تګ کاوه، خپل یې هېر شو. زما د دې جنابانو په اړه وړاندوینه ده چې که د خدای رضا وه، او شعر همدا شعر و، نو هیڅکله به د سبک خاوندان هم نشي.

د کاروان صیب د شخصي سیرت او اخلاقو د وصف لپاره د ځوانانو د دومره جسارت پر وړاندې د هغه سخاوتمندانه او مهربانانه حوصله مندي یادونه بسنه کوي. که څه هم کاروان به په دې اړه په خوله څه نه وي ویلي، خو هغه د دې کار په ناروا توب پوهېده، او د دې ښکارې د معتادو انجام هم ورته ښه نه برېښېده خو د ټولو یې درناوی کاوه. زما یې په دې اړه یوه خبره په زړه کې خوندي ده چې ډېره پخه او ژوره راته برېښېدلي وه. هغه د بهیر د یوې غونډې په دوران کې ویلي ول چې: "له ځوانانو زما هيله داده چې په هرڅه کې اتفاق او یو لاسی خو په هنر کې اختلاف او بېل لاریتوب".  نه پوهېږم چې کاروان صاحب ته به دغه خپله خبره یاده وي، او کنه، خو ما  د خپلې دې غزلې هسته ګرزولې چې یو بیت یې دی:
چې د کعبې په قرآنونو لا هم ختمه نشوه            خدای دې هیڅکله ختمه نه کړي ځانځاني د غزل             

                                                                                                            بشپړه غزل ولولئ

که څه هم زړه مې غواړي د کاروان د شعر د څلورو ستنیو؛ لفظ، معنا، خیال او ترکیب په اړه ډېر وغږېږم خو په دې لیکنه کې هغه لورې ته تګ به زما د دې لیکنې اصلي لوری، چې مننه څرګندول او د عقیدت پېزوینې وړاندې کول دي، بدل کړي.

په پای کې یواځې همدومره وایم چې که مختلف ځانګړي له دې درېیو څخه د یوې ډلي غړي اوسېدلي وي، نو زه او زما ځینې امثال بیا پر یوه وخت د همدې درېیو کټګورییو غړي اوسېدلي یو. پخواني څه ښه وایي چې که یوه ګوته بل ته نیسې نو دا مه هېروه چې څلور نورې دې ځان ته نیولي.
                                   



 

 

 

 
 
   
 
 
زړه پانګه:
د حمید بابا، خوشحال بابا، رحمان بابا، کاظیم خان شیدا او نورو شعرونه

د مناسبتونو شعرونه:

 

د هرې ورځې په مناسبتونو کې غوښتي شعرونه د مناسبت د موضوع پر اساس ترتیب شوي.

موضوعات او شعرونه:
  شعرونه د پلټنې د اساني لپاره پر موضوعاتو وېشل شوي.
شعري ژباړې:
  له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي شعرونه
فولکلور او شفاهي ادب:
  فولکلوري توکي چې ډېره برخه یې ټپې او کاکړۍ غاړي جوړوي.
شعري ټولګې:
  دلته ځینې شعري ټولګې په  PDF  بڼه  د  رالېښلو لپاره اېښول شوي
هنري، علمي او ادبي څېرې:
  دلته به د پښتنو شاعرانو لنډې پېژندنې وګورﺉ
غورچاڼونه:
  د نویو شعرونو غورچاڼ چې چاڼونکی یې هم  معرفي
پښتو پر لیکه:
  د ځینو مهمو او ګټورو وېبپاڼو پیوندونه  او اړیکې
 
لیکنې او نثرونه

کره کتنیزې لیکنې

 

لنډې کیسې

 

ټولنیزې لیکنې

 

رسمي شالید

 

سياسي لیکنې

 

په نورو ژبو لیکنې

 

اسلامي لیکنې

 

علمي څېړنیزې لیکنې

 
 

فلسفي لیکنې

 
 

نثري ژباړې (ادبي)

 
 

نثري ژباړې (علمي)

 
 

 


دا غزل خواږه اسد حسن ته ډالی دی چې زما دا غزل یې کشف کړې وو:

غــــــزل

بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلم
د پرون توبه مې هېره ده بيا راغلم
له دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږي
تردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلم
تمامي عمر مې لاره شوه په ښكلو
زه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلم
ټولو خلكو ته باران د رحمتو وم
په خپل ځان لكه د تورې بلا راغلم
د غزلو په وربل مې لوبې وكړې
لكه مسته سندريزه هوا راغلم
هغه اوښكه يم د چا مينو سترګو
چې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم
 

ټولی رښتۍ محفوظی دی

لومړیۍ مخ | پروګرامونه | دندی | پیوندونه | اړیکی | معلومات

Designed & Developed By:
Asad Hasan from www.sahar.af