پښتو متلونه

1.	اوبه په اوبو ګډیږی
2.	 اوبه په ډانګ نه بیلیږی
3.	آس هم تاوان، نس هم تاوان
4.	 بدبختی یواځی نه راځی 
5.	 برخی ازلی دی نه په زور نه په سیالی دی
6.	 پاک اوسه بی باک اوسه
7.	 پردی کټ تر نیمی شپی وی
8.	 پردی غم تر واوری سوړ دی
9.	 پړ می کړه مړ می کړه
10.	 پوره ورک دی کړل دوه کوره
11.	 پلار ګټلی زوی ته آسانه ده
12.	 په پردی لاس مار مه وژنه
13.	 په خوو تلوار په بدو تاّمل
14.	 په ښه ورځ کی هر څوک دوست وی 
15.	 توبی کاږی اوږدی یې کاږی
16.	 تر څو جی رښتیا راځی ، درغو به کلی وران کړی وی
17.	 تشه لاسه ته می دښمن یې
18.	 جال یی چی وینی جال وان یی نه وینی 
19.	 چاړه که د سرو ده هسی نه چه د ځګر د منډو ده
20.	 چرګه نه وه، چرګوړی یې بام ته وخاته
21.	 چی بد ګرځی بد به پرځی 
22.	 چی څه کری هغه به ریبې
23.	 چی و یې غواړی په خوله نو وبه یې خوری په څه
24.	 چی په آسانه یې ګټی، په آسانه یې بایلې
25.	 چی پیل ساتی، پیلخانی به جوړوۍ
26.	 اول ځان پسی جهان 
27.	 انسان ته خبره، خره ته لرګۍ
28.	 بی کفنه ښه ، خو بی وطنه نه
29.	 بی زحمته راحت نشته ، که راحت در لره غواړی ،  زحمت درلره بوله
30.	 په پچه وخوت کشمیر یی ولید
31.	 په درنو دروند، په سپکو سپک
32.	 په دوه ګوتو لمر نه پټیږی
33.	 په زور کلی نه کیږې
34.	 په هوا کی ماڼی نه جوړیږی
35.	 په یوه ګل نه پسرلی کیږې 
36.	 په یوه سپاره دوړه نه خیږې
37.	 په یاری کی بنګړی ماتیږی
38.	 پیغله که توره هم وی، کور می تر ځار شه
39.	 په یوه مېږه ګنج نه جوړېږي.
40.	 ته له ما جار زه له تا جار
41.	 جومات ته نژدی له خدایه لیری
42.	 چی رڼا دی وی له کوره ، ټول عالم پری رڼا پوله
43.	 چی سر نه وی ګودر نه وی، چی زر نه وی اختر نه وی 
44.	 چی تیر شوه هغه هیر شوه، هوښیار نه ګرځی په تیرو پسی ډیر
45.	 چی نه لری سړې نه کروت خوری نه غوړې
46.	 چی هر څومره هوښیار یې نادان وپوښته
47.	 چی ووږه یې نه وی خوړلی، له خولی یې بوی نه ځې
48.	 چی ډیر غوریږی ، هومره نه اوریږې
49.	 چی زه او ته راځی نو څه دی دی قاضی
50.	 چی کار په هغه کار، چی نه کار په هغه دی څه کار
51.	 چی سر نه وی کدر نه وی
52.	 چی نه کار هلته دی څه کار
53.	 چیرته چی میړونه وی هلته کورونه وی
54.	 خدایه لوی می کړی لویې را نه کړې
55.	 خط له ټکې پیل کیږی
56.	 خوله یې دی سوی شخوند وهی د اوښ
57.	 خوب چی راشی بالخت نه غواړې
58.	 خیال خو په ګړی ګړی په تیره د بدرنګ سړی رنګ سړې
59.	 چی جنګ سوړ شی، مریی تود شی 
60.	 چی خان یې نو په یارانو یې، که یاران در سره نه وی، نو خاوری د بیابان یې
61.	 چی چیری اوسی په مذهب به د هغو شی 
62.	 چی د دوه و سره جګړه شی د دریم په کی ښه شی
63.	 خه وکړه په دریاب یې لاهو کړه
64.	 خپل وطنه ګل وطنه 
65.	 خپل ښایست را پوری غم شو
66.	 خپل عمل دی لاری مل دې
67.	 خپله ژبه هم کلاه ده هم بلا
68.	 خپله لاسه ګله لاسه 
69.	 ځمکه هغه سره وی چی اور پری بل وی 
70.	 دا ګز دا میدان 
71.	 د تربور غاښ په تربور ماتیږی 
72.	 د ښی غوښی بده ښوروا وی
73.	 د زورورو اوبه په جګه خیږې
74.	 د دوه رپیو همدومره ګوړه ګیږې
75.	 د زرو په قدر زرګر ښه پوهیږې
76.	 د زړه، زړه ته لار ه ده
77.	 دوست به دی وژوړوی دښمن به دی وخندوی
78.	 دوه به سره خپل شی که دریم په مینځ کی نه وی
79.	 د سوال په اوبو ژرنده نه ګرځی
80.	 د شګی په بند سیند نه بندیږې
81.	 د ښاره واوځه خو له نرخه مه
82.	 د خره مینه لغته ده
83.	 د خلکو زور د خدای زور دی
84.	 د دوه پیسو شادی د لس رپیوو ځنځیر یې یووړ
85.	 د شیدو سویې مستی پوه کوی  
86.	 د غریب ملا په آذان څوک روژه نه ماته وی
87.	 د صبر میوه په مرادپخیږی
88.	 ‌‌‌‌زور یې د ملخ لګیږی یې پر مخ
89.	 ژرنده که دی پلار ده هم په وار ده
90.	 ساده سړی خدای ساتی
91.	 سپی چه لیونی شی خپل خاوند هم خوری
92.	 سپور د پلی له حاله څه خبر
93.	 سترګی له سترګو شرمیږی
94.	 سل دی ومره خو یو دی نه
95.	 سل روپی پور کړه د اختر شپه په کور کړه
96.	 سل روپی پور کړه ځوی په بازار لوی کړه
97.	  غر په غر نه ورزی خو سړی په سړی ورزی
98.	  کوږ بار منزل ته نه رسیږی
99.	 که ما ویل چی ته یې، که تا ویل چی ته یې، هم به ته یی هم به زه یم
100.	 که ما ویل چی زه یم ، که تا ویل چی زه یم ، نه به ته یی نه به زه یم
101.	  له ګیری یی اخی پر بریتو یی ږدی
102.	 له خوو نه خه له بدو واخه
103.	 له بیکاری نه بیګاری ښه دی
104.	 له یوه لاسه ټک نه خیږی
105.	 لیوه هغه میږه وړی چی له رمی جلا وی
106.	 شپه که تیاره ده، مڼی په شمار دی
107.	 غر که جګ دی په سر لاره لری
108.	 کار چی په سلا شی، بی بلا شی
109.	 کانړی به پوست نه شی او دښمن به دوست نه شی
110.	 که په تا باران وشی په ما به څاځکی پریوزی
111.	 که خس یم د تا بس یم 
112.	 ګوړه ګوړه وایه خوله به دی خوږه وی 
113.	 لاری ډیری دی خو د میړو لار یوه ده
114.	 لږ یی خوره تل یی خوره
115.	 لږ به خورم هوسا به اوسم
116.	 لمر په دوو ګوتو نه پټیږی
117.	 له خالی لوښی لوی آواز خیږی 
118.	 مات لاس غاړی ته ولیږی
119.	 مار چی څومره کوږ ځی خپل سوری کی سمیږی
120.	 مار یی لنډی کړ خو مړ یی نه کړ
121.	 مار خوړلی له پړی ویریږی
122.	 مال خپل ساته ګاونډی غل مه نیسه
123.	 مساپری بده خواری ده
124.	 ملامت سترګی نه لری
125.	 مه ځه په هغه لار چی نه دی مور پری ځی نه پلار
126.	 ناپوه دومره په بل نه کوی لکه په څان
127.	 نارینه غرونه غرونه، ښځی اړمونه
128.	 وروری به کوو خو حساب تر مینځه
129.	 هرچا ته خپل وطن کشمیر دی
130.	 هر ځلیدونکی ته ملغمره مه وایه
131.	 هر څوک خپل شی ښاغلی ګڼی
132.	 هره ورځ اختر نه وی
133.	 یا خپل کور یا خپل ګور
134.	 مه می یاده وه بد پلار ، چی یاد نکړمه ستا ښه پلار
135.	 مه کوه په چا چی وه به شی پر تا
136.	 موټی د خروار نمونه ده
137.	 مور که لیوه هم شی خپل ځوی نه خوری
138.	 مه یی وهه په نوک چی وه دی نه وهی په څوک
139.	 موړ د وږی له حاله څه خبر
140.	 میلمه د کوربه سره نه جنګیږی
141.	 نوم یی لوی کور یی وران
142.	 نیمچه ملا سړی کفر ته باسی
143.	 وری او نوک نه جلاکیږی
144.	 هره ورځ د بلی مور ده
145.	 هیڅ ګل بی اغزی نشته
146.	 هوښیاران ټکی پسی نه ګرځی 
147.	 یو بام او دوه هوا
148.	آس هم تاوان، نس هم تاوان
149.	اوسپنه په اوسپنه ماتېږي
150.	چې په تمه د سپرو شي، هغه پاتې له مېرو شي.
151.	چې باد نه وي، بوټی نه ښوري.
151.	د زورو یاري، د خره سپرلي ده. 

 

  زړه پانګه:
د حمید بابا، خوشحال بابا، رحمان بابا، کاظیم خان شیدا او نورو شعرونه
 
 

د مناسبتونو شعرونه:

 

د هرې ورځې په مناسبتونو کې غوښتي شعرونه د مناسبت د موضوع پر اساس ترتیب شوي.
 

  موضوعات او شعرونه:
  شعرونه د پلټنې د اساني لپاره پر موضوعاتو وېشل شوي.
 
  شعري ژباړې:
  له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي شعرونه
 
  فولکلور او شفاهي ادب:
  فولکلوري توکي چې ډېره برخه یې ټپې او کاکړۍ غاړي جوړوي.
 
  شعري ټولګې:
  دلته ځینې شعري ټولګې په  PDF  بڼه  د  رالېښلو لپاره اېښول شوي
 
  هنري، علمي او ادبي څېرې:
  دلته به د پښتنو شاعرانو لنډې پېژندنې وګورﺉ
 
  غورچاڼونه:
  د نویو شعرونو غورچاڼ چې چاڼونکی یې هم  معرفي
 
  پښتو پر لیکه:
  د ځینو مهمو او ګټورو وېبپاڼو پیوندونه  او اړیکې
 
افغان ادبي بهير:
  د افغان ادبي بهير مشران او      ملــــــــــــګري
لرغونی غزنی:
  د غزني ولایت په اړه معلومات او د غزني د اوسمهالو شاعرانو تذکرې او شعرونه
   
 
لیکنې او نثرونه

کره کتنیزې لیکنې

 

لنډې کیسې

 

ټولنیزې لیکنې

 

رسمي شالید

 

سياسي لیکنې

 

په نورو ژبو لیکنې

 

اسلامي لیکنې

 

کلتور او ژبه

 
 

فلسفي لیکنې

 
 

نثري ژباړې (ادبي)

 
 

نثري ژباړې (علمي)

 
 
 

 

 

 

 

ټولی رښتۍ محفوظی دی

لومړیۍ مخ | پروګرامونه | دندی | پیوندونه | اړیکی | معلومات

Designed & Developed By:
Asad Hasan from www.sahar.af