|
2
که صورت د
محمد نه وای پیدا
پیدا کړې به خدای نه وه
دا دنیا
کل جهان د محمد په روی
پیدا شه
محمد دی د تمام جهان ابا
نبوت په محمد باندې تمام
شه
نشته پس له محمده انبیاء
نور هاله د محمد و په
جهان کې
چې بوی نه و د آدم او د
حوا
په صورت که آخرین دی پیدا
شوی
په معنا کې اولین دی تر
هرچا
خدای یې مه ګڼه بې شکه چې
بنده دی
نور یې کل واړه صفات دي
په ريښتیا
که نبي دی که ولي دی که
عاصي دی
محمد دی د همه واړو پېشوا
چې یې دین د محمد دی قبول
کړی
جنتي دی که فاسق دی که
پارسا
محمد د ګمراهانو رهنما دی
محمد دی د ړندو د لاس عصا
که رڼا ده پیروي د محمد
ده
ګڼه نشته په جهان بله رڼا
محمد د بېچاره وو چاره ګر
دی
محمد دی هر دردمند لره
دوا
زه رحمان د محمد د در
خاکروب یم
که مې خدای نه کا له دې
دره جدا
|