|
بسم اله الرحمن
الرحیم
|
|
|
پېژندنه
|
 |
|
د چاپېریال او ژوند له تقاضاوو سره سم، د انسان لپاره د
وسایلو بدلول یو حتمي کار دی. د معلوماتو او خبرتیاوو په
ننني نړۍ کې د ولسونو پراخه ذهني او فرهنګي پانګه پر
نړیوال جال، پرلیکه پرته ده. د ولسونو د پرليکه پانګې
څومره والی د هغوی د شتون د څومره والي استاځيتوب کوي. د
نننۍ نړۍ ملیونونو وګړي خپل ډېری وخت د انټرنېټ مخې ته
تېروي او خپله معلوماتي تنده همدلته ماتوي. انټرنېټ په
کاروباري نړۍ برسېره فرهنګي نړۍ هم ده. او لکه څرنګه چې
پرې د معلوماتو په کچه پراخ بېلابېلښت موجود دی، د اړیکو
په برخه کې هم انټرنېټ د فرهنګي، کاروباري، سیاسي او نورو
ډول ډول اړیکو وسیله ده. په ملیونونو هغه وګړي چې له خپلو
ټاټوبیو څخه په زرګونو کېلومېټره لري پراته دي، د انټرنېټ
په وسیله ځان د خپلو خلکو په منځ کې محسوسوي او له خپلو
ولسونو سره اړیکن دي. پرلیکه منځپانګه د څېړنې او څېړنګرو
دنده اسانوي، فرهنګي توکیو ته لاسرسی اسانوي او د ولسونو
په فرهنګي غوړېدا کې مرسته کوي.
د پښتنو پرلیکه ټولنه که څه هم نیمګړې او محدوده او پرلیکه
منځپانګه یې هم نابسنده ده خو بیا هم د وسایلو او شرایطو
په پرتله د هغوی د کار مقدار د ستاینې وړ دی. په داسې حال
کې چې پښتانه د ګڼیال وېش(Digital Divide) ژور ښکار دي او
له خبرتیایي نړۍ سره یې تماس ډېر زیات محدود دی، په
انټرنېټ د پښتنو حضور بیا هم د ستاینې وړ ښکاري. ددغه حضور
د زیاتولو، د پرلیکه منځپانګې د پراخولو او فرهنګي توکیو
ته د لاسرسي زیاتولو لپاره د منظمو همغږیو هڅو اړتیا
محسوسه ده. په دې اړه پښتو یوه سلسله ګټورې پیلامې په کار
اچولي چې www.shaerana.net ددغې بختورې لړۍ یوه بله کړۍ ده
چې تر ممکنه حده، د پښتو شاعرۍ د پرلیکه کولو کار ته خپل
کار وایي او په دې لاره کې یې د هڅو د راشریکولو کار ته
بډې رانغښتي.
شاعرانه . نېټ ځکه (. نېټ) دی چې غواړي د هڅو د جالولو او
شبکه کولو له لارې د کار ژواک څو چنده کړي او د یوې مټې
پرځای ډېرې مټې په کار وګوماري.
شاعرانه ډاټ نېټ (www.shaerana.net) په داسې حال کې چې د
هیچا هم نه دی، د هر چا او هر پښتانه دی. د دې پاڼې د غني
کولو کار پرانیستی پرېښول شوی او هیڅ داسې کومه وړه یا
لویه مرسته او ملاتړ چې له دې پاڼې سره ترسره کېږي، ناویلې
او نایاده نه پرېښودل کېږي. هیله ده، د ملاتړ پیل مو د
پاڼې د ښه هندسي او منځپانګیز سکښت په اړه د ګټورو مشورو
په ورکړه وي چې تر بل هر پړاو ډېر حساس دی او ډېرې ننګې ته
اړتیا لري.
راځئ چې د خپل هویت ننګه وکړو او د پښتو بلا د پښتو په
دښمنانو پورې کړو. |
|
جبران خليل جبران وايي:
بورا به تل پر ګلو الوځي او پرښه به تل پر واښو ځلیږي ، خو
د مصر اهرام به له خاورو سره خاورې شي او (د نیویارک دنګې
ماڼۍ) به له منځه لاړې شي.
|
|
|
|