|
د لوی او سپېڅلي خدای په نامه
|
د
ملت او اسلام بریدونه
او د سیاسي اسلامپالو ګنګستیا |
|
که څه هم په اسلام کې د مسلمانانو
مسلمانانو د هېواد او ټولنیز تړون په اړه احکام بېخي
پرېکنده او واضح دي، خو په اسلامي هېوادونو کې شته نني
اسلامپالي په دې اړه له اوږدې مودې راهیسې د یوه بد او
شرموونکي تناقض ښکار دي. دغه تناقض چې ډېری اسلامپالي
تبصره چیان یې د بحث پر مهال ناویلی پرېږدي، او بابیزه پرې
تېرېږي، د هغوی سیاسي نظریه په هسته کې جرح کوي او نقصاني
کوي یې. |

سیاسي لیکنه
|
|
دغه تناقض د پان اسلامیزم او نوي
نشنلیزم د دوو دلونو ترمنځ د اسلامپالو د سیاسي شخصیت په
واقع کېدلو کې تمثیلېږي.
په ورځینیو چارو کې داسې لږ حالتونه رامنځته کېږي چې پان
اسلامیستان له دې تناقض سره چلند ټاکلو ته اړباسي، خو کله
کله، په ځانګړې توګه، د سیاست په ډګرونو کې بیا هغوی
مجبورېږي چې خپل "سب سې پهلې" په ډېر جدیت را په ګوته کړي.
دغه تناقض که څه افغانانو ته د پاکستاني اسلامپالو په "سب
سې پهې" کې ډېر جوت دی، خو په عملي توګه د نړۍ اکثریتې
اسلامپالې ډلې په یوه نه یوه بڼه د دې تناقض ښکارې دي او د
اسلام د ورورګلوۍ تصور جرح کوي.
هغوی له یوه پلوه، دې ته اړ دي چې پر خپل کردار او وینا کې
ځانونه خپلو ملتونو، ملي اقدارو یا په بل لفظ نیشنلیستي
اقدارو ته لېوال او وفادار وښيي، او له بله پلوه ځانونه د
اسلام د یوه داسې تفسیر غوښتونکي او لېوال ښيي چې دغه
نیشنلیستي بریدونه نه مني او هر مسلمان ته په هرځای کې د
بل مسلمان د مرستې، او آن د دوی په اصطلاح د کفري نظام پر
خلاف د وسلې وچتولو اجازه ورکوي.
آن تکړه وو اسلامي مفکرینو هم دا مسأله تفصيلي نه ده بیان
کړې.
د نني عصر تر ټولو ستر او پراخ اسلامي نهضت له مصر څخه را
ټوکېدلی اخوان المسلمین دی چې باني یې دې په خپله لومړۍ
رساله کې د نیشنلیستانو په اړه وایي: " أفرأيت بعد هذا كيف
أننا متفقون مع أشد الناس غلوا في الوطنية في حب الخير
للبلاد و الجهاد في سبيل تخليصها و خيرها، و ارتقائها و
نعمل و نؤيد كل من يسعى في ذلك بإخلاص، بل احب أن تعلم أن
مهمتهم إن كانت تنتهي بتحرير الوطن و استرداد مجده فإن ذلك
عند الإخوان المسلمين بعض الطريق فقط، او مرحلة منه واحدة
و يبقي بعد ذلك أن يعملوا لترفيع راية الوطن الإسلامي على
كل بقاع الأرض و يخفق لواء المصحف في كل مكان".
ژباړه: "تاسې وینﺉ چې موږ څرنګه له تر ټولو سختو
نیشنلیستانو سره هم د هېواد په مینه، او د هېواد د خلاصون،
خیر او ترقۍ په هڅو کې متفق او شریک یو، او په دې لاره کې
د اخلاص کوونکیو تأیید کوو، خو زه دا هم واضحول غواړم چې
که د نیشنلیستانو وروستی مقصد د هېواد ازادي او د هېواد د
برم را ژوندي کول وي، نو د اخوان المسلمین په نزد دا یواځې
یوه برخه کار او نیمه لاره ده، او له هغه وروسته پر ټوله
نړۍ د اسلامي هېواد د قیام لپاره کار او د قرآني بیرغ رپول
زموږ پاتې دنده ده."
إمام حسن البنا رحمه الله دا مسأله ډېره خلاصه او مجمله
بیان کړې، او د وطنیت نظریه یې یواځې او یواځې تر شعار،
هیلې، او پاکو اهدافو پورې خلاصه کړې، خو په دې یې هیڅ بحث
نه دی کړی چې دغه نیشنلیستي په عملي ژوند کې څومره عملي
درزونه رامنځته کړي، په عملي ډګر کې خو همدغه نیشنلیزم دی
چې د نړۍ د مسلمانو هېوادونو ترمنځ یې داسې
اغزن مزي غځولي چې ډېر ځله لېوان او ماران ورڅخه بې اجازې
تېرېږي، خو انسانان پرې را ایسارېږي، له هغوی څخه د خپل
خدای په خاوره اسناد او کاغذونه غوښتل کېږي، او هغوی پر
یوه ځمکه د دوهمه درجه انسانیت قبلولو ته اړویستل کېږي. د
ننني مسلمان لپاره د بحث تر ټولو اړین اړخ همدغه دی چې د
نشنلیزم عملي اغېزې و څېړل شي. آن إمام حسن البنا چې په
یوه جرأتمند یې شهرت درلود، او همدغه شهامت یې شهادت ته
ورساوه، لا هم د دې جرأت نه کوي چې د نشنلیزم له عملي اړخ سره
تماس ونیسي او تبصره پرې وکړي.
هغه که ريښتیا هم د یوه انټرنېشنلیستي فکر وړاندې کوونکی
وي نو لومړی باید دغو نېشنالیستي "نابرابریو" ته اشاره
وکړي چې پر اساس یې د اسلامیستانو د اسلامي هېواد نظریه په
نطفه او اساس کې جرح کېږي او ورځ تر ورځې د مسلمانانو
ترمنځ د کرکې او نفرت درزونه رامنځته کېږي.
امام په یوه ځای ځای کې جاهلي وطنیت ردوي، او وایي چې
وطنپالنه باید هیڅکله د انسانانو ترمنځ د برترۍ معیار و نه
ګرځي خو د همدې رسالې په یوه برخه کې خپله له وطنپالنې څخه
ورته یو شی جوړوي. کله چې هغه د اسلامي خلافت د شړېدلو پر
عواملو غږېږي نو یو لامل یې د عجمو په لاس د خلافت کښېوتل
ګڼي او په څنګ کې یې په دې خبره هم ټینګار کوي چې خلافت
باید تل له عربو سره پاتې شي، ځکه چې هغوی د قرآن کریم پر
معناګانو او دقایقو تر عجمو ښه پوهېږي.
هغه په دې خبره کې د دې وېره نه محسوسوي چې ښایي دلته مې
عربي فطري برتري ثابته کړې او د عجمو د زرګونو علماوو
ارواح غمولي وي.
هغه باید له دې هم خبر وي چې د عربي ګرامر لومړی جامع کتاب،
یعنې د سیبویه "الکتاب" چې په څوارلس کاله کې چا پرې اندک
اضافه و نه کړای شوه، د یوه عجمي لخوا لیکل شوی.
دا تناقض آن د إمام حسن البنا په او آثارو کې هم د
لیدو وړ دی، او یواځې هغه نه، بلکې په عملي کچه ټول ننني
اسلامپالي داسې ملي اقدارو ته سرونه ټیټوي چې پر اساس یې
مسلمانان بد وېشل کېږي؛ ځینې مسلمانان د ځینو نورو په
ټولنو کې د ذمیانو په څېر باج او جزیه ورکوي، او ځینې یې د
نورو په ټولنو کې تر هغو هم په محکومه بڼه ژوند کوي چې
هندوانو او سیکهانو یا نورو کفارو به د اسلامي حکومتونو تر
سیوري لاندې تېراوه. ډېری مسلمانان د نورو مسلمانو په
ټولنو کې د اوسېدلو لپاره دوهمه او آن درېیمه درجه تابعیت
مني.
د همدغې ملت پالنې له برکته خو د کعبې او جنیوا د حیثیت تر
منځ په یوه سخت ټکر کې اسلامپالې د کعبې پر ځای د جنیوا
پره نیسي او د اسلام پر ځای ملت پالنې ته مخه کوي. دا چې
دغه ډلې ښه کوي، که بد، د مصلحت لوری نیسي، او که د فساد،
کم ضرر انتخابوي، او که زیات، په دې کې ښایي دغه اسلامپالې
ريښتیني او پر حق و اوسي، او دا چې د کعبې د فعال مرکزیت
اعاده تر کومه حده شونې ده، دا هم د دوی د بحث موضوع او
ټولو مسلمانانو ته پر ابتدايي ذهنونو هم جوته ده، خو که
دوی له دې مرکزیت څخه په هر لامل سرغړونه کوي، باید واضح
او شرح یې کړي، او د نړۍ مسلمانانو ته په زغرده ووایي چې د
هغوی سب سې پهلې باید څه شی وي.
تر هغه حده چې ماته واضحه ده، د کعبې او جنیوا د مرکزیت د
تصورونو ترمنځ ځینې واضح توپیرونه دي:
د جنیوا مرکزیت خپلو غړیو اطرافو ته د انسانانو ترمنځ د
نابرابرۍ اجازه ورکوي او له امله یې نړۍ پر ګڼو برخو وېشلې،
د هغوی ترمنځ بریدونه جوړېږي، او پر ډېرو ځایونو کې دغه
بریدونه پر مبهمو اساساتو بنا کېږي. د مثال په توګه (یواځې
مثال) دغه بریدونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروڼو
مسلمانانو، هم مذهبو، هم توکمو، هم ژبیو او هم فرهنګو
قومونو وېش تاییدوي چې هیڅ اساس نشي درلودلای. بالعکس د
کعبې مرکزیت خپل غړي او متعلقین پر فرد وېشي، او یواځې او
یواځې انسانیت د یو والي معیار ګڼي. د تور او سپین، بډای
او فقیر، بې وسه او غښتلي توپیر نه کوي، او د ټولو د برترۍ
معیار یواځې او یواځې مشترکو قدرونو ته د انسانانو ښه
نږدیتوب ګڼي.
د جنیوا مرکزیت خپل غړي پر ملتونو وېشي او ملتونو پر
غښتلیو او ناغښتلیو ملتونو چې اقتصاد، یعنې فقیروالی او
بډاتوب، یا غښتلتوب او کمزورتوب یې عمده اصلونه دي. د کعبې
مرکزیت ټول دغه ډول توپیرونه ردوي یواځې او یواځې آسماني
اقدارو ته نږدېوالی د برترۍ معیار ګرځوي.
د کعبې او جنیوا د مرکزیتونو درېیم مهم توپیر په دې کې دی
چې د لومړي سرچینه نږه آسماني او خدایي ده، او د دوهم
سرچینه ځمکنۍ او بشري نفوذ ته تابع ده.
زه دا منم چې د کعبې د سیاسي او آن دیني مرکزیت تصور د
راشده خلیفه ګانو له مهال را په دېخوا یوازې تصور پاتې شوی،
او حقیقي وجود یې نه دی لرلی، خو ورسره په دې هم ایمان لرم
چې د دغه مرکزیت لپاره اړین ټول اساسات په بالقوه توګه
موجود او د وړاندوینې وړ دی. د نړۍ د اسلامپالو لخوا وخت
په وخت د خلافت لپاره د کار داعیه د دې تصور بالقوه شتون
څرګندوي، خو د هغوی عملونه بیا ډېر لږ ځله د دې اصل له
مقتضا سره سر خوري.
دا چې د کعبې د مرکزیت د اعادې په لاره کې کوم ستر خنډونه
پراته دي؟ پراخو اقتصادي، سیاسي، جغرافیایي او تاریخي
څېړنو ته اړتیا پېښوي، او د دې ساحو تر څېړنې او تر غور
لاندې نیونې وړاندې د خلافت دعوه یوه بېدوده ده. هغه اصول
چې د شریعت ډېری سرچینې یې د یوګوني اسلامي واک (خلافت)
لپاره وړاندې کوي، له ډېرو هغو پدیدو سره موافقه نه شي
لرلای چې په اوسنیو اسلامي هېوادونو کې رایج دي.
د بېلګې په توګه، د خلافت تصور خو څه چې یو محضې انساني
قانون هم د دې اجازه نه ورکوي
چې افغانی انسان دې په سعودي عربستان کې د ذمي په څېر و
اوسېږي، جزیه دې ورکړي، او د وکيل یا کفیل په نامه دې هلته
بادار ولري خو آیا سعودی انسان له خپل دې بامه را کوزېدونکی
دی؟ یا دا چې د مالیزیا د هېواد وګړي به څرنګه دې ته راضي
شي چې له یوه سوډاني یا چادي مسلمان سره تر یو ډول مدني
قانون لاندې ژوند وکړي او یو ډول حقوق دې ولري. آیا هغه د
خپلو بازارونو مخه د غریبې نړۍ د مسلمانو کارګرانو په
وړاندې بشپړې پرانیستلای شي، لکه چې د خلافت تصور یې اړین
بولي او که یې اړین نه هم بولي، نو دا د اسلامي
خلافت او ورورولۍ د مدعیانو کار دی چې دا مسأله څرګنده کړي.
سوال دا دی چې که زما افغانی یا کشمیری، یا
صومالیایی ورور د یوې اسلامي فریضې د ادا کولو لپاره
سعودي ته د تګ لپاره ویزې ته اړتیا لري، نو زما د هېواد
پولې دې ولې د هر تور او سپین پر وړاندې پرانیستې وي او
هغه دې نور کارونه خو لاڅه چې دلته وژنې، تالانونه،
کافرونې، ډلې جوړونې، او نور ډول ډول فعالیتونه وکړای شي.
زه له دې امله چې مفتي نه یم، پر دې واضحه او څرګنده مسأله
هم د حکم صادرولو جرأت نه کوم خو لږ تر لږه له هغوی
څخه چې دغسې یو طرفه پولې ماتوي، او د نورو يه
هېوادونو کې ځانونه اصلي وارثان بولي، د استدلال غوښتونکی
یم.
زه د ځینو دا عادت او مدعا هم په کلکه غندم چې ټوله پړه پر
حکامو او رایجو سیسټمونو ور اچوي. مسلمانان په مساوي توګه
د نظریاتي غبرګوالي (ازدواجیت) ښکار دي. په عملي کچه خو لا
د نړۍ په کچه داسې ښه ځوان نه دی پیدا شوی چې دغه تناقض
وننګوي، او دغه تبعیض ته ګوته وڅنډي، خو په نظري کچه هم د
داسې خلکو څرک ډېر کم لګېدلای شي.
د دغسې یوه جرات مند اقدام امید، په اوسنۍ سیاسي وضع کې
یواځې له یوې ډلې څخه کېدلای شوای، چې هغه د افغانستان
ملایان ول. هغوی په عملي برخه کې دغه کار عملي هم کړ، خو
بیا هم جوته شوه چې دغه کار یې په ډېر یو طرفه ډول عملي
کړی دی.
هغوی د مسلمان په نامه، د خپل ملت پولې د نړۍ د هر وګړي پر
مخ پرانیستلې او آن د حکومت لږ امکانات یې، چې خپل ولس یې
لا هم په نس نشوای مړولای، د دنیا له هر پېژاندي او نا
پېژاندي مسلمان سره شریک کړل. دغه کار یې د دې تناقض د له
منځه وړلو پر لور یو جرأتمند ګام و، خو په ډېره لږه موده
کې د دې پوکڼۍ هوا ووته، او همدغه خلک، چې خپل ملت، نظام،
وینې، او د خپل ملت آبرو او عزت یې د اسلام په نامه تر هر
پردي اوڅار کړل، د نورو نیشنلیستي پولو ته یې ټینګ درناوی
وکړ او آن د جهاد په څېر پرېکنده او سرزوري اسلامي احکام
یې هم د نیشنلیستي پولو پایمالولو ته پرېنښودل. هغوی په
خپلو هېوادونو کې پولیس، پوځیان، دولتي کارکوونکي، د مؤسسو
کارکوونکي، ښووونکي، ملایان-چې دوی درباري ملایان بلل-
ووژل، او ملکي ودانۍ یې وسېځلې، خو چې تر دې نیشنلیستي
پولو هاخوا واوښتل نو د نورو د ټولنو تر ټولو سوله من وګړي
پاتي شول او هلته یې آرام ژوند وکړ، هلته یې مدرسې وویلې،
او د دوی په اصطلاح د درباري ملایانو شاګردۍ یې وکړې، پر ممبرونو یې خلک
سولې او ورورګلوۍ ته راووبلل او د بل هېواد له ملېشه وو
سره په ګډو موټرو کې یې ګزمې او پروتوکولونه یې لاسلیک کړل.
همدا اوس چې د هغوی مشر ملا محمد عمر آخوند بیت الله محسود
له خپلو لیکو شړي، او هغه د پاکستان لوري ته په مخ اړولو
ملامتوي نو د بل څه شي ثبوت کېدلای شي. له دې نه یواځې او
یواځې دا استنباطېدلای شي چې آن د طالبانو په څېر سرزوري
خلک لاهم د نشنلیزم پولو ته درناوی کوي او خپلو افرادو ته
په اصطلاح د نورو په سیمو کې د عملیاتو اجازه نه ورکوي، که
څه هم د نشنلیستي پولو دغه راز ناروا درناوی ښایي یو طرفه
او په ځینو مواردو کې غدارانه و اوسي.
یوه زمانه چې په پاکستان کې ملایانو او قومپالو د یوبل
سیوري په کاڼو ویشتل نو د دې سیاسي جریان په ګاونډ کې، په
پېښور کې یو ګرم فکري بحث او نظریاتي ډیالوګ هم روان و.
هغه زمانه ډېریو اسلامپالو پوهانو قومپالنه یو ډېر بد،
ناوړه، نااسلامي، او حرام عمل باله خو هغوی هیڅکله دې ته
نغوته نه کوله چې قوم پالنه ولې حرامه او ناوړه ده. سوال
دا و چې که قومپالنې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې معنا لرله
او پاچا خان له همدې امله ګمراه و، نو ملت پالنې ولې نه
لرله. که یو څوک د پښتونپالنې په نامه ګناهګار ګڼل کېدای
شوای، نو د پاکستانپالنې یا ایرانپالني په نامه ولې
ګناهګار نه ګڼل کېده. که یو د قوم په نامه د یوې جلسې یا
ناستې په جوړولو ګمراهه او ناوړه ګڼل کېدای شوای، نو بل د
ملت په نامه د پوځ، استخباراتو، اساسي قانون، افسانو،
اتلانو، او ملي شعارونو په جوړولو ولې ګمراهه نه و.
کله چې په کال .... کې پر افغانستان امریکایي تېری تر سره
کېده، د طالبانو د نظام کوم خپلسري مامورویاند په رسنیو
کې ګواښ وکړ چې که پرموږ له هر لوري برید وشو، موږ به پر
همهغه لوري ورځو. دا ګواښ د مسلمانانو د پټ اکثریت له ټینګ
تایید سره مخامخ ړړ او هرځای دا خبره بدرګه شوه چې که داسې
کېږي نو همدغه یې وخت دی. خو وروسته ښکاره شوه چې له هغوی
هیڅکله د داسې یوه جرأت تمه نشوای کېدای، ځکه چې د هغوی
تښتېدونکیو مشرانو لا له وخته خپلې د لاس وسلې پر پاکستاني
پوله ملېشه وو ته تسلیم کړي او ځانونه یې خپلې مجازي کعبې،
یعنې اسلام آباد ته رسولي ول.
دلته د مسلمانانو د یوې ډلې حیثیت ناویلی پرېښودل شو، او
هغه د القاعده ډله ده. د القاعده ډله که څه هم له فکري
مباحثوي ډګرونو څخه منزوي او یواځې پاشلیو جګړه ییزو
تګلارو ته پام کوي، او له همدې امله یې موقف ناڅرګند پاتې
دی، خو کله د پاکستان، کله د یمن، کله د ناټو او کله د
کسپین د تېلو د دعوه ګیرو تر څنګ او وزرو لاندې اوسېدل د
هغوی حیثیت هم جریحه کوي او هغوی له دې تناقض سره همغاړي
ښيي. د مثال په توګه هغوی په بوسنیا کې د ناټو تر څنګ د
صربیا پر خلاف وجنګېدل، او بیا یې په البانیا کې ورته رول
ترسره کړ، په چیچنیا کې د غربیانو له لورې تمویل او وجنګول
شول، په اذربایجان کې د همدې بلاک له لورې وکارول شول، او
په افغانستان او کشمیر کې د پاکستان موخې تقویه کوي. د دوی
دوو پخوانیو سلفو ډاکټر عبدالله عزام او تمیم عدناني خو په
زغرده د سعودي او نورو اسلامي هېوادونو رسمي سفرونه کول،
او د دې هېوادونو د مشرانو، او حکومتونو په وړاندې یې احترامات وړاندې کول
او د سي آی آې او سعودي حکومت د ګډې نظامي پروژې لپاره یې
د افرادو په استخدام او جذب کې لوی لاس درلود. هغه ته د دې
کار لپاره د سعودي حکومت لخوا پر جوماتونو د ګرځېدا او
هلته د ګرمو جهادي تقریر کولو اجازه او اسانتیا ورکول کېده.
البته د افغانستان په اړه دغه ډلې په یو طرفه ډول ملي
سرحدونه نالیدلي ګڼي، او له پامه یې غورځوي. د طالبانو د
نظام پر مهال پاکستاني وګړي پر لوړپوړو او حساسو دولتي
څوکیو استخدامېدل او هغوی زموږ په وطن کې تر موږ هم معتبر
ګرځېدل په داسې حال کې چې د هېواد پولې یې د مهاجرینو پر
مخ تړلي، او هر ورځ له طورخم څخه د لسګونو داسې پېښو خبر
راکول کېده چې افغاني احساسات یې زخمي کول.
د دې پر ځای چې د پاکستان مذهبي ګوندونو د پاکستان نفرت
اچوونکیو پالیسیو ته ګوته نیولې او غندلي وای، دغو ډلو د
خپلو دولتونو پرېکړې بې شرمانه تاییدولې او له خپلې ادعا
شوې نظریې سره یې جفا کوله.
ښه مو یاد دي، کله چې په کال ۲۰۰۰ زیږیز کې د پاکستان
حکومت د مهاجرینو د ویستلو عملیات پیل کړي ول، د پېښور یوه
مخور شیخ، مبلغ، استاد او مفتي شیخ حسن جان په زغرده د
پاکستان د دې اقدام ننګه کړې وه، او په خپله وینا کې یې
دغه چاره په اسلامي نه، بلکې په انتظامي چارو پورې اړونده
ګڼلې وه.
دغه راز مرحوم حسن جان، د ځانمرګیو پرخلاف پر هغې فتوا، چې
په مرګ یې تمامه شوه، یواځې هغه وخت خوله پرانیسته چې د
هغه د هېواد تر پولو هاخوا پیل شوې او د هغه په اصطلاح
هلته یې خپل مسلمان وروڼه، یعنې عام ملازمین او سپاهیان (!) په
نښه کړل.
دغه خبره په ځانګړې توګه د هاغسې فکر لرونکیو خلکو لپاره
فوق العاده مهمه ده چې لاهم غواړي د عباسي، اموي، مغولي او
عثماني پېر سیاسي فقه پر اوسنیو واقعیتونو طبیق او په زور
یا رضا ومني. هغه چې اوس هم غواړي نړۍ پر دارالحرب، دار
الکفر او دار الاسلام و وېشي، باید د اوسنۍ نړۍ له شته وو
جوړښتونو سره د معاملې او چلند لاره پرېکنده په ګوته کړي
او نور د مسلمانانو سرنوشت د منافقانه کړنلارو او
ګنګسوونکیو شعارونو له لتاړ څخه راوباسي کنه پر قیامت به د
خدای پر وړاندې زما د پولیس او ملي اردو د سرتېري لاس او د
دین د افغاني ټیکه دارانو ګرېوان وي چې ولې څنګه یې په خپله د
نورو لادینه حکومتونو په دولتي استخباراتي دستګاوو کې
ماموریت ترسره کاوه، او افغاني پولیس یې د خپل هېواد په
ملکي اداره کې د خپل کور او کلي په امنیت کې پر مرسته
دوزخیان او د جهنم لایقان بلل.
و ما علینا الالبلاغ
|
|
|
د سیاسي لیکنو لړلیک ته |
|
|