ټوکې، ټکالې
(نږه ځايي او سیمه ییزې ټوکې ټکاې)




 

 
 په دې وطن کې هم سخت خورد و برد روان دی
 په غزني کې یوه کلیوال سړي لابراتوار ته خپله قاروره (غایطه مواد) د آزموینې لپاره سپارلې وه. کله چې د نتیجې اخیستلو لپاره لابرتوار ته ورغلی و، نو لکه د معمول، لابرتوار د هغه نتیجه ورکه کړې وه. هغه چې کله د لابراتوار د کس مخې ته ودرېد، نو هغوی د نتیجې د پاڼې پر ځای سړي ته د قارورې لپاره بل بوتل ورکړ، او ورته یې په معذرت سره وویل چې ستاسې قاروره ورکه شوې وه، ته یو ځل بیا تکلیف وباسه.
سړي اسوېلی وویست، او په مایوسۍ یې د لابرتوار مسؤول ته وویل: ياره ډاکټر صیب، په دې وطن کې هم سخت خور و برد روان دی.
 

 اوخخی تا اورتینه غیم خ مړ دې کړم:
زموږ ګاونډي وردګ بلا ټوکیان او خوش کلامه دي. وایي یوه وردګ په پټې کې کار کاوه، یو ملا چې د عینونو او حې ګانو په اداکولو او تجوید کې مېړنی و، پر لاره تېرېده، او ټینګ سلام یې پرې واچاوه، وېلې اسسسلام ع عععلیکم.(د عین په ټینګار) وردګ چې دومره ټینګ عین واورېده، نو تشي ته یې لاس ونیوه، تندی یې تریو کړ، او پر ملا صاحب یې ور نارې کړې چې: آوخخخیۍ تا آورتینه غیم خ مړ دې کړم.
 
 
 ټرمینالوجي د هویت څرګندویه ده!
وایي چې په اندړو کې د درېیو تنظیمونو جهادي ګروپونه موجود و ول، خو دومره لا عصري نه ول چې کارتونه وګرځوي، یا یونیفارم ولري. خلکو د دغو ګوندونو پلویان په بېلابېلو نښو لکه لباس، خبرو او نورو پېژندل.
د پېژندلو له نښو څخه یې یوه، هغه ټرمینالوجي (د لغاتونو استعمال و)چې دوی به ورڅخه استفاده کوله. کوکناریار اندړ به کیسه کوله چې کله به له حزبیانو کومه تېروتنه وشوه، نو وېل به یې چې: یاره اشتباه مو وکړه
او کله چې به بیا حرکتیانو تېروتنه وکړه نو وېل به یې چې: یاره ډېره سهوه مو وکړه
خو کله به چې د پیرصاحب ګروب کومه تېروتنه وکړه نو وېل به یې چې: یاره غول مو وخوړل.
 
 په ځمکه تېرېده، که په هوا!
د طالبانو زور دی، او د چړیانو بلي. یو سپین ږیری کلیوال وایي چې یوه ورځ مې خره تر بار لاندې وترهېده، بار یې را پرېښود او خره ختاوته. څه منځ وځغاستم، کېر مې نه کړه، په کلي ننوته او تری تم شوه. سپین ږیری وایي په کلي ور ننوتم، د جومات مخ ته یو چړي ولاړ و، له هغه مې پوښتنه وکړه چې طالب جانه خره مې دېخوا ته راغله، ودې نه لیدله چې په کومه لاړه.
سپین ږیری وایي، چړي سترګې چوغې کړې، او په مسخره یې راته وویل: کاکا خره دې په هوا تله، او که په ځمکه؟
سپینږیری وایي ما ورته وخندل، او ورته مې وویل چې خره خو نو په ځمکه ځي سړیه. هغه وایي طالب جان سترګه راته نښه کړه، او ویې ویل: ښه نو کاکا، ته نه  یې خبر چې موږ نن سبا ځمکې ته نه ګورو او اسمان ته ګورو.
سپین ږیری وایي ورته وموسېدم، او ځینې تېر شوم.
 
د حرکتیانو له اوله... خو دا یو څو ورځې یې ستاسې هم
د جهاد په شپو ورځو کې به د مجاهدینو جبهاتو ته د لوبیا، غوړیو او نورو مرستې   راتلې. مایدین اکا(د شلګر مشهور لېونی) به د حزب اسلامي ځایي جبهې ته ورتللو، او هلته به په لوبیا او نوره مرسته نازول کېده. بیا دا مرستې د څه مودې لپاره ودرېدې. او مایدین اکا به د حزب له جبهې هم بې اسرې رخصتېده. په پاکې کې چې مایوسه شو نو د جبهې مشر ته یې مخ ور واړاوه، او په داسې حال کې چې پټکی یې په غاړ کې ول پروت و، ورته یې وویل: یاره د حرکتیانو خو له اوله ښځه غیم، خو دا یو څو ورځې یې د حزبیانو هم غیم.
 
عملنامه هسې هم په کیڼ لاس درکوي: (د اندړو سیمه ییزه)
مایدین اکا له یوه هلک څخه چې پلار یې پر ښي لاس شوټی و(یعنې ښی لاس یې قطع وو)، پوښتنه وکړه چې هلکه پلار دې چېرته دی؟
هلک وویل، پلار مې پر کور ناست دی، او تلاوت کوي. مایدین اکا چې خبر و د هلک د پلار ښی لاس نشته، ورته وویل: هلکه پلار ته دې ووایه چې عملنامه هسې هم په کیڼ لاس درکوي، ډېرې وظیفې او تلاوتونه مه کوه.
 
یو څو ورځې دې خدای مه وژنه:(د اندړو سیمه ییزه)
د خیرووالو فضل لوړ دنګ سړی دی او د لوړ قد ساری یې نشته. مایدین اکا به ورته دوعا کوله چې هلکه فضله، خدای دې ژر مه مړ کوه، که خردجال راغی، ته به ګوندې یوه نیمه پنجه ورسره ونیسې او موږ به تر یوه ځایه لاړ شو.
 
د خره زای یم
وایي چې یو وردګ ملا و، له مقتدي سره یې ورانه وه، بله ورځ یې مقتدي خپله ښځه ورته پوهه کړې وه، چې ته ملا کور ته راوله، او پر ځان یې درګرم کړه، زه به دروازه وټکوم، کله چې ملا پر ښځه ور ولاړ شو نو دروازه وټکېده، ښځې ملاته وویل چې دا خو لکه چې زما وال ده، ملا وېل اوس به څه کوو، وېلې ته داسې وکړه چې د خرې له څنګه په څلورو ودرېږه، زه به په شا یو کالی در واچوم، هغه به وایي چې دا خو کوټی دی، کله چې سړی کورته را ننووت، نو سیده د غوجل لور ته ولاړ، او چې په ملا یې نظر ولګېد، وېلې څه بلا یې او له کومه شوې؟
وردګ ملا ورته وویل: د خره زای یم
وېلې دا خو خره ده، خر خو نه دی، وېلې پلار مې مړ دی، دي مور سه پاتې کېیم.
 
ټوکه خلاصه سوه، پر را خاندۍ:
وایي په کندهار کې کوم کاکو سرګروپ و، زړه یې غوښتل چې ټوکي شي او خلک ورته خاندي خو دا کار یې هم د زور له لارې کاوه. خپل افراد یې پوه کړي ول، چې ما کله ټوکه خلاصه کړه، نو نعره به کوم چې "ټوکه خلاصه سوه، پر را خاندۍ" او تاسې به خاندۍ. هغو عاجزانو به هم همداسې کول او له قوماندې سره سم به یې خندل.
 
 
تش رکعتونه ډکوي(د اندړو سیمه ییزه):
محمد عظیم قوماندان (ټوکي) د واغظ وایي، په جومات کې یو سپین ږیری، چې ګوزڼ وهلی و، او سر یې جټکې خوړلې، په لمانځه ولاړ و. چا راڅخه پوښتنه وکړه، چې مدازیمه دا سړی څه کوي؟ ما وېل دا  تشو رکعتونو ته هوا ورکوي، او ډکوي یې.
 
 
 چالانه دې درولې(د اندړو سیمه ییزه):
عطامحمد کاکا وایي، مور مې ډاکټر ته راوستې وه، څه ګورم چې یوه بل ملګري مې هم مور ډاکټر ته راوستې ده. وایي هغه بل ملګري مې راسره ټوکه وکړه چې راځه دا مورانې بدلې کړو. عطامحمد کاکا وایي، کله مې چې د هغه مور ته وکتل، ګوزڼ وهلې وه، او سر یې ښورېده، نو ما ورته وویل چې زه یې نه درسره بدلوم، ځکه چې ستا واله سلپ نه وهي، او چالانه دې درولې ده.

 

 
د مایدین اکا غورې(د اندړو سیمه ییزې):
مایدین اکا زموږ د سیمې یو مجذوب ټوکي و. بې څه نه و، ډېر نوادرات لري. وایي چې یوځلې یې ښځې ته وویل چې ځای جارو کړه، ځکه چې مېلمانه راځي. ښځې یې وېل مایدینه! ګوره مېلمانه به هم رانشي، او ځای به هم راباندې جارو کړې. مایدین اکا ورته وویل: جاردې شم، خاورې یې په لیخک کې کوڼه کړه، که مېلمانه رانغلل، بېرته یې په خونه کې وشینده.

 
 
مایدین اکا یوه ملا ته وویل: یاره ملاصاحب، تر تاسې ملایانو ډمان (نایان) هم ښه دي. ملا حیران او غوسه شو، او ورته یې وویل: دا څه وایې مایدینه! ولې؟
مایدین ځواب ورکړ: ځکه چې که تاسې ملایان د ډمانو غوندې په کورونو کې ازاد پرېږدو، په ولا چې حراموني به په کراچیو کې له کورونو را وباسو.
 


د طلوع د خبریال چالاکي:

د کابل په یوه چوک کې یو ټکر شوی و، ډېره ګڼه ګوڼه وه، او ډېر نندارچیان راټول شوي ول. د طلوع تلوېزون یوه خبریال خلکو ته د دې لپاره چې لار ورکړي، وویل: لار راکړﺉ، لار راکړﺉ! زه د قرباني زوی یم.

په حقیقت کې هلته خر موټر وهلی و.

 

 
زویه، پلارجان دې بیمه دی!
وایي چې لوېدیځې نړۍ مادي یا ماده پرسته نړۍ ده، هلته چې انسان په زرو تلل کېږي.  په دې نړۍ کې هرڅه بیمه وي، آن د انسان ژوند هم. همدغه ده چې وایي یوه ماشوم یې مور ته وویل: مورې، زه غواړم په دې اوبو کې و لمبېږم.

مور: نه نه زویه، په دې اوبو کې شارک ماهی دی، و به دې خوري.

زوی: نو ادکې، پلارجان ولې لمبېږي.

مور: ځکه چې هغه بیمه دی.

 

 

د اندړو سیمه ییزې ټوکې

ټوکه:
عطا محمد وایي: یوه وردګ سپین ږیري ته مې د اوبو څښلو ست وکړ، هغه وویل نه، لومړی یې ته وڅښه، ما وېل نه نه، تاسې مې د پلار په ځای یاست، مشران یاست. عطاء محمد وایي، وردګ سپین ږیری بې سره او ټوکي و، او په بې باکۍ یې راته وویل: خوار شې، ما دې لا مور نه ده لیدلې، او ته وایې چې د پلار په ځای مې یې.


 

 

ټوکه:
عطامحمد کاکا وایي: له یوه پښتوپال سره مې بحث و، ما وېل پاړسي مخکې ده، او هغه وېل پښتو، هغه وویل د پښتو ډېر زاړه شعري متنونه ترلاسه شوي چې د ژبې قدامت ثابتوي. عطامحمد کاکا وایي ما ورته وېل پاړسي مخکې ده، ځکه چې که پښتو مخکې وای نو د آدم علیه السلام نوم به سړی علیه السلام و.
 

 


ټوکه:
عطامحمد کاکا وایي: زموږ دوو کلیوالو خپله مور حج ته بوولې وه، کله چې د حلق (په حج کې د سرخرېیلو) وخت راغلی و، خو هغه یو یې چې لږ څه ملاګی و، بهر وتلی و، او هغه بل یې راولاړ شوی و او د مور سر یې پاک ور خرېیلی و. عطامحمد کاکا وایي، کله چې هغه بل خونې ته راغی نو سرخرېیلي مور یې ونه پېژندله او د سړي ګومان یې پرې وکړ نو له خپل کشري ورور څخه یې پوښتنه وکړه چې وروره، دا سړی څوک دی چې لکه ادې غوندې ښکارېږي.

 

 


ټوکه:
د اندړو ولسوالۍ یوه له بدنه خوار او کمزوري سړي چې په جسم خوار او په عقل پوخ و، د غزني په بازار کې له یوه دوکاندار سره لانجه کړې وه،  او خبره سوک او څپېړې ته رسېدلې وه، کله چې سړی په دې وپوهېد چې دوکاندار سخوټ او غښتلی دی، د ملګري اړتیا یې ولیده، نو فکر یې وکړ چې څنګ ته ولاړ غښتلی کوچی چې له بله دوکانه یې سودا کوله، هم پر دې لانجه را ګډ کړي. دغه وه چې دوکاندار ته یې وویل: ښه نو چې داسې ده نو زه او هاغه کاکا دې اورته غیو. دوکاندار له ډېرې غوصې نه دواړو ته ښکنځل وکړه، او ورته یې وویل: زه بیا ستاسې دواړو اورته غیم. عطامحمد کاکا وایي له دې سره کوچي پر دوکاندار ور منډه کړه او په داسې حال کې چې یې تر سوک او لغتو لاندې یې ونیود، ورته یې وویل: "تا څه او څه وکړم، ما څه در کړي ول چې زه دې وښکنځلم". تر څو چې دوی د خبرې سپیناوی کاوه، اندړ له موقع پښې سپکې کړې وې او دوکاندار یې په کوچي له خبرو غورځولی و.

 

 
ټوکه:
عطامحمد کاکا وایي، یوه دېګان(تاجیک) پر یوه کوچي پټکه وکړه، او ورته یې وویل:

بیګا به دې دي ډوډی سره سونه ویشتان خوللی يي مامای.(څومره وېښتان خوړلي وي)

هغه وایي، کوچی حاضر ځواب و او ژر یې ورته وویل: یه تا به له ګندني سره څونه غول خوړلي يي.
 

 
ټوکه:
مایدین اکا لېونی او مجذوب و، کله کله به وړو ماشومانو تنګاوه. یوځلې د عبدالرحیم په کلي کې ماشومانو تنګ کړی و.  وایي کله چې مایدین اکا د کلي جومات ته له ماشومانو پنا یوړه.  کله چې جومات ته ننوت، نو پر ټولو کلیوالو یې خوله پرانیسته، ا په دې ترڅ کې یې خلقي ډګروال علي احمد ته پام شو، چې تازه له کابله راغلی و،  ويلي، عبدالرحیموالو، د ټولو اورته غیم، خو علی احمد کاکا مېلمه ده، د هغه یې دوه وارې غیم سي خوا یې بده نسي.
 

jټوکه:
د زرګرو عطا محمد وایي:
یوه ملا ته چا د سون لپاره د خوشایي ورکولو وعده کړې وه، او بیا هغه سړی په وعده کې یو څه پساو شوی و، او خوشایي یې ملا صاحب ته نه ول ورکړي. عطامحمد وایي بیا به چې کله ملا هغه سړی ولید نو نعرې به یې پسې وهلې چې وا هلکه! هاغه زما خوشایي دې لکه چې و خوړل.

زړه پانګه:
د حمید بابا، خوشحال بابا، رحمـان بابا، کاظیم خان شیدا او نورو شعرونه

د مناسبتونو شعرونه:

 

د هرې ورځې په مناسبتونو کې غوښتي شعرونه د مناسبت د موضوع پر اساس ترتیب شوي.

موضوعات او شعرونه:
  شعرونه د پلټنې د اساني لپاره پر موضوعاتو وېشل شوي.
شعري ژباړې:
  له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي شعرونه
فولکلور او شفاهي ادب:
  فولکلوري توکي چې ډېره برخه یې ټپې او کاکړۍ غاړي جوړوي.
شعري ټولګې:
  دلته ځینې شعري ټولګې په  PDF  بڼه  د  رالېښلو لپاره اېښول شوي
هنري، علمي او ادبي څېرې:
  دلته به د پښتنو شاعرانو لنډې پېژندنې وګورﺉ
غورچاڼونه:
  د نویو شعرونو غورچاڼ چې چاڼونکی یې هم  معرفي
پښتو پر لیکه:
  د ځینو مهمو او ګټورو وېبپاڼو پیوندونه  او اړیکې
 
لیکنې او نثرونه

کره کتنیزې لیکنې

 

لنډې کیسې

 

ټولنیزې لیکنې

 

رسمي شالید

 

سياسي لیکنې

 

په نورو ژبو لیکنې

 

اسلامي لیکنې

 

علمي څېړنیزې لیکنې

 
 

فلسفي لیکنې

 
 

نثري ژباړې (ادبي)

 
 

نثري ژباړې (علمي)

 
ادبي نثرونه  
 

 


دا غزل خواږه اسد حسن ته ډالی دی چې زما دا غزل یې کشف کړې وو:

غــــــزل

بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلم
د پرون توبه مې هېره ده بيا راغلم
له دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږي
تردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلم
تمامي عمر مې لاره شوه په ښكلو
زه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلم
ټولو خلكو ته باران د رحمتو وم
په خپل ځان لكه د تورې بلا راغلم
د غزلو په وربل مې لوبې وكړې
لكه مسته سندريزه هوا راغلم
هغه اوښكه يم د چا مينو سترګو
چې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم
 

ټولی رښتۍ محفوظی دی

لومړیۍ مخ | پروګرامونه | دندی | پیوندونه | اړیکی | معلومات

Designed & Developed By:
Asad Hasan from www.sahar.af