د قرار کره کتنیزې لیکنې

 

 په کانونو سپړلو سر ومان - د ومان نیازي د شعر څو اړخونه

 معاصر شعر؛ یوه بایلنه او یوه ترلاسونه

کاروان د ټولو په شعرونو کې-امتناني لیکنه

موسیقیت او شعریت، د یوې سیکې دوه مخونه

 
 

د مقاماتو لیکوال حریري ته یې وویل: سړیه! ته ولې داسې څه نه لیکې چې موږ پرې وپوهېږو. ځواب یې ورکړ: نو تاسې ولې پر هغه څه نه پوهېږﺉ چې زه یې لیکم.

معاصر شعر؛ یوه بایلنه او یوه ترلاسونه
د قرار لیکنه

له هغه راهیسې، چې کلاسیک ادب ته کلاسیک ویل شوی، او ځانګړي شعري او هنري مکتبونه رامنځته شوي، ادب په عمومي توګه، او شعر په ځانګړې توګه، په نړیواله کچه ژور بدلون منلی. دغه بدلونه یواځې د موضوعګانو، غرضونو، سبک او شکل تر بریده نه، بلکې د شعر د هویت تر بریده غځېدلی.
له لوېدیځ سره تر فرهنګی احتکاک وروسته دغه بدلون شرقي شعر ته هم سرایت کړی، او نن سبا یې له ډېر نیږدې څخه پر خپلو چاپېریالي ژبو کې د اغېز شاهدان یو. له نېکه مرغه پښتو شعر هم د ژوند دغه مهمه ځانګړتیا ساتلې او د غېزمننې، او اغېزښندنې دود یې پر ځای کړی.
پر شکلي اغېز سربېره، چې په شعر کې د نویو قالبونو د رایجېدلو تر بریده غځېدلی، په معنوي لحاظ هم نوي شعر ډېر ژور اغېز منلی. که له یوه لحاظه شعر له  وعظ او نصیحت څخه لاره بېله کړې او ټولنیزه ښکېلتیا یې راټیټه شوې، نو له بله پلوه د نوي شعر مخه د انسان له چاپېریال څخه د هغه ذات ته اوښتي او د  صداقت، ريښتینولي، غرور، استغنا او وجدانمنتوب یوه نوې سیکه یې خپله کړې ده. ننني انسان په ځان کې هومره څه د ویلو لپاره موندلي چې پر نورو له بحث  او د نورو د فرمایشاتو له منلو څخه یې مستغني کړی دی. دا ښه خبره ده ځکه چې خلک د ځان په اړه ځان ته هومره دروغ نه وایي لکه د ځان په اړه به یې چې   جهان او د جهان په اړه به یې پاتې جهان ته اورول. یعنې د ذاتیت له غښتلتیا سره غبرګه ريښتینولي زیاته شوه او همدغه علت دی چې د نن ورځې د شړېدلي او
له لفظي لحاظه سست شعر اغېز اروایي او نفسي اغېز د پرون تر کره او پوخ ژبې شعر زیات دی. د ذاتیت له ودې سره د شاعر شخصیت هم ارتقا کړې او د نن زمانې تر ټولو
مغرور او پر لوړ بام ولاړ شخص ورڅخه جوړ شوی. همدغه ده چې نننی شاعر د شعر دردانې په مال نه پلوري او مداحۍ په شعر کې کمې شوې دي.
د نن زمانې شاعر خو اقبال لاهوری دی چې نورو انسانانو ته د "خودي" درس ورکوي. زه خوا وایم که نن ورځ افلاطون ژوندی وای نو ښایي شاعر یې له خپلې مدینه  فاضله څخه نه وای ایستلی، او ښایي ډېر نور یې د ده پر ځای نا اهله ګرځولي وای. زه دا نه وایم چې د افلاطون په ړنده پرېکړه څه جوړه راجوړه وه، خو دا  پر افلاطون یو نېک ګومان کوم.
ډېر داسې زوړپالي لا شته دي چې له یوه شاعر سره د روغبړ پر مهال شاعر ته ملا ټس ورکوي هغه ته یو نه یو ډول احمقانه فرمایش ورکوي او شاعر ته لاهم  پر پخواني دود د یوه لا ابالي او میداني شخص خطاب کوي، خو شاعران که په جوته له هرڅومره زغمه کارواخلي، په خلوت کې پر دغسې انسانانو خندېږي او خپل ځان ته د دې ډول خلکو دد حماقت په ګاللو آفرینونه ورکوي. علت یې همدغه دی چې نننی شاعر ځان او وجدان ته د پخواني هغه په نسبت زیات ژمن دی.
دا خو یوه لاسته راوړنه وه.
هغه څه چې زه یې ضیاع او له لاسه تلنه بولم، د معنا په حساب د شعر د لفظ شړېدنه ده. دا کار شوی دی. زما په نظر که د اوسني شعر معنوي ښکلنې د  پخواني هغه له لفظي ټینګښت او پوخوالي سره غاړه غړۍ کړای شي نو شهکارونه به وپنځېږي. د دې کار لپاره به د پر ځمکه غورځول شویو، بدیعي فنونو بیا را پورته کول او قدرمن اېښودل ضروري وي. هغه بدیعي ښکلاوې، چې زموږ شعر لرلې، او په نوي عصر کې راته برناحقه بدې و برېښېدې، او و مو غورځولې، باید بیرته را خپلې کړای شي. د جناس، عکس، لف او نشر، او نورو لسګونو بدیعي ښکلنو طبېعي کارونه شعر او وینا ښایسته کوي.
که څه هم نه پوهېږم د یوه کره کتونکي په حیث به موضوعیت تر کومه حده په کره کتنه کې د خپل مذهب د راښکېلولو اجازه راکړي، خو تر کومه چې زما شخصي ګروهه ده، دا ده چې که دغه بدیعي محسنات ريښتیا هم له کاره او موډه غورځېدلای نو د خدای په کلام کې به په دومره ډېرښت نه وای تر سترګو شوي او د خدای په کلام کې د لفظي ښکلاوو پراخ موجودیت د دې خبرې ډاډ راکوي چې دغه ښکلاوې د ډېر لوړ او ابدي ښکلاییز او هنري ارزښت لرونکي دي.

د رحمان بابا دغه شعر چې وایي:
 سر زما سامان زما، جار شه تر جانان زما  ««»»  جار شه تر جانان زما، سر زما سامان زما

له دغه ډول لفظي ښکلا پرته نور هیڅه نه لري، او همدغه لفظي ښکلا ده چې ابدي کړی یې دی.

 

 

موسیقیت او شعریت، د یوې سیکې دوه مخونه:
 

د شعر د ښکارې شاربنه زبادوي چې د شعر په اړه خبرې په اصل کې پر یوه شي خبرې نه، بلکې د څو سختو وبله تړلیو خو جلا شیانو په اړه خبري او تبصرې اړینوي. د شعر ارزونې شاخصونه له آره څلور دي، خو ځینې یې څېرمه څانګې لري چې ښایي کله کله دغه څانګې په خپله د ارزونې بېلو او مستقلو عنصرونو ته لوړې شي.

هغه اساسي او ثابت شاخصونه چې شعر پرې ارزول کېدای شي له لفظ، معنا، موسیقیت، او خیال څخه عبارت دي. معنوي ښکلا بیا زیاتې بڼې لري چې بالآخره یې سر معنا ته وځي او په معنوي ښکلا کې را خلاصه کېږي.

دغه څلور واړه وبله ټینګ ارتباط لري. په یوه شعر کې د هریوه ځانته او له نورو بېله څېړنه یوه لازمي خبره ده. ډېر لږ داسې موارد شته دي چې شعر دې یواځې د یوه شاخص په غښتلتیا او ښکلا ښکلی وبرېښي خو هغه یو شاخص چې پر یواځې ځان شعر ښکلی کولای شي، په خپله ډېر یواځې دی.

موسیقیت یادوم. زما په اند موسیقیت  له دې څلورو عنصرونو څخه یواځینی عنصر دی چې پر یواځې ځان د ښکلي شعر مرتبې ته د شعر د لوړولو استعداد لري او د همدې امتیاز په درلودلو سره زه دغه شاخص ته د شعر د ملاتیر او د شعریت مرادف نوم ورکوم.

زما په اند، آهنګ د شعري وجود د دوو پایونو، یا بریدونو په وروستۍ څوکه ولاړ دی. د شعر د وجود لومړی برید لکه د بل هرڅه، د هغه محض موجودېدل او شته کېدل، او دوهم برید یې د هغه کمال او انتهایي ارتقا ده. آهنګ پر دې دواړو پایونو موجود دی. پر لومړي برید د هغه د شتون دلیل دادی چې آهنګ او لفظ یواځېني دوه عنصره دي چې بشپړه ورکه یې شعر له وجوده محوه کوي چې دا د آهنګ د اهمیت ټیټ یا لاندې حد دی. بر عکس یې، د معنا ورکه زغمل کېدای شي، او د خیال ورکه خو بېخي اسانه خبره ده. خوشحال بابا وایي:

چغانۍ په چغانه، راشه بیا کښېږده لېندۍ

راشه بیا کېږده لېندۍ، چغانۍ په چغانه

په دې شعر کې له آهنګ پرته د خوند څه مومئ؟ معنا؟ کومه ده؟ خیال؟ کوم دی؟ لفظ؟

دلته د معنا او خیال پر کمزورتیا سربېره هم شعر ابدي دی خو که همدا یو آهنګ یې ورڅخه کډه کړئ او شعر دې لاندې بڼې ته واړوئ نو آیا بیا به هم دا بیت د چا پام ځان ته واړوي؟ تاسې همدغه لفظ په یوه بل ترتیب کښېږدئ چې همدغه ډول خوند کوي او که بل څه ورڅخه جوړېږي. ته یې داسې ووایه:

راشه په چغانه لېندۍ بیا کېږده، چغانۍ

راشه په چغانه لېندۍ بیا کېږده چغانۍ

آیا همهاغسې خوند یې وکړ؟

دوهم برید، یا  د آهنګ د اهمیت بره حد، د شعر کمال او انتهایي څوکه ده. که د ښه شعر د اندازې واحد خوند او وجد  وي نو خوند یوازې د آهنګ په شتون بشپړېدلای شي. یعنې دا چې د معنا او خیال په کمزورتیا او د آن ورکه کې شعر ښکلی پاتې کېدای شي خو د آهنګ په کمزورتیا کې شعر ښکلی نه شي پاتې کېدای او هیڅکله به غوښتې درجه خوند و نه کړي.

اوس به یوڅوک دا پوښتنه را ولاړوي چې بابا دا خوند له کومه دومره لوړ مقام ته وخوت چې د ښه او بد شعر بریدونه را پېژني. زه وایم، دا زما او ستا کار نه دی چې مقامونه و وېشو. د شعر سروکار له وجدان سره دی، او د وجدان په هېواد کې بې وجدانه پرېکړې امکان نه لري.

شعر ښکلی دی، ځکه چې آهنګ یې ښکلی دی:

زما په نظر آهنګ یواځېنی عنصر دی چې په یواځې سر شعر ښکلی کولای شي. دا همهاغه آهنګ یادوم چې په یواځې سر شعر شته کولای شي. یعنې څرنګه چې یواځې د نظم په شتون شعر منځته راتللای شي، یواځې د نظم په ښایسته والي شعر ښایسته کېدلای هم شي. زه هماغه آهنګ یادوم چې  دروېش یې په اړه وایي:

 " د غزل ژبه دې پسته کړه د ګلاب تر پاڼو       دروېشه ډېر شاعران خپل کرخت اهنګ وخوړل"

د کاروان لاندې بیت راسره و لولئ:

کله لرې میکدې ته، کله برې میکدې ته    هغه رند یمه چې ځمه، هرې هرې میکدې ته

شعر څومره ښکلی دی خو هیڅ خیال نه لري. معنا یې هم ډېره عادي ده. کټ مټ لکه څوک چې وایي: کله هغه جومات ته لمانځه ته ځم، او کله دغه جومات ته، او هر رنګه جومات چې په مخه راشي لمونځ پکې کوم.

دا څه شي دی چې په یواځې سر یې شعر ښکلی کړی دی. همدغه آهنګ دی. اوس شته داسې څوک چې د آهنګ په نه شتون او غیر حاضرۍ کې د شعر د ښه والي پرېکړه وکړي؟

 
 

 

د پير محمد کاروان د یوه بیت کره کتنه:

بیا د کوم شهید په شان دیدار ته مخامخ یمه
خم ته مې تکیه کړې او یار ته مخامخ یمه
  

 

  زړه پانګه:
د حمید بابا، خوشحال بابا، رحمان بابا، کاظیم خان شیدا او نورو شعرونه
 
 

د مناسبتونو شعرونه:

 

د هرې ورځې په مناسبتونو کې غوښتي شعرونه د مناسبت د موضوع پر اساس ترتیب شوي.
 

  موضوعات او شعرونه:
  شعرونه د پلټنې د اساني لپاره پر موضوعاتو وېشل شوي.
 
  شعري ژباړې:
  له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي شعرونه
 
  فولکلور او شفاهي ادب:
  فولکلوري توکي چې ډېره برخه یې ټپې او کاکړۍ غاړي جوړوي.
 
  شعري ټولګې:
  دلته ځینې شعري ټولګې په  PDF  بڼه  د  رالېښلو لپاره اېښول شوي
 
  هنري، علمي او ادبي څېرې:
  دلته به د پښتنو شاعرانو لنډې پېژندنې وګورﺉ
 
  غورچاڼونه:
  د نویو شعرونو غورچاڼ چې چاڼونکی یې هم  معرفي
 
  پښتو پر لیکه:
  د ځینو مهمو او ګټورو وېبپاڼو پیوندونه  او اړیکې
 
افغان ادبي بهير:
  د افغان ادبي بهير مشران او ملګري
   
 
لیکنې او نثرونه

کره کتنیزې لیکنې

 

لنډې کیسې

 

ټولنیزې لیکنې

 

رسمي شالید

 

سياسي لیکنې

 

په نورو ژبو لیکنې

 

اسلامي لیکنې

 

کلتور او ژبه

 
 

فلسفي لیکنې

 
 

نثري ژباړې (ادبي)

 
 

نثري ژباړې (علمي)

 
 
 

 

 

 

 

ټولی رښتۍ محفوظی دی

لومړیۍ مخ | پروګرامونه | دندی | پیوندونه | اړیکی | معلومات

Designed & Developed By:
Asad Hasan from www.sahar.af