|
بیا له کومه را پیدا شو دا بهار
چې په هر لوري یې ملک کړو یو ګلزار
ارغوان دي، ضمیران، سوسن، ریحان دي
یاسمن دي نسترن نرګس ګلنار
د پسرلي ګلونه ډېر په هر هر رنګ شته
ولې سره لاله دي لا پکې اوڅار
چونه موټی موټی ګل ږدي په ګرېوان کې
د ځوانانو ګلدستې دي په دستار
مغني په چغانه لېندۍ کښېږده
په نغمو په پردو وغواړه هر تار
ساقي راشه ډکې ډکې پیالې راکړه
چې د میو په مستﺉ کښې شم سرشار
پښتنو ځلمیو بیا لاسونه سره کړل
لکه باز منګولې سرې کا په خپل ښکار
سپینې تورې یې ګلګونې کړې په وینو
په اهاړ کښې شګفته شو لاله زار
ایمل خان دریاخان دواړه مرګ یې مه وای
هیڅ تقصیر دواړو ونه کړ وار په وار
د خیبر دره یې سره کړله په وینو
په کړهپه یې هم وران کړ دندوکار
تر کړهپه تر باجوړه سمې غرونه
په لړزه په زلزله شول بار په بار
پر هغه لوري چې کېږي پنځم کال دی
هره ورځ د سپینو توره خرپهار
چې په دا لوري زه راغلم حبطه شوم
زه مردار یم که دا خلق دي مردار
په لښکر لښکر نارې شوم ورته ستړی
دا کاڼه راته نه مرګ وایي نه ځار
چې احوال د یوسفزیو را معلوم شو
لوغر و ماته ښه و نه دمغار
د خټکو سپی بهتر تر یوسف زیو
که خټک دي هم په خوی تر سپي بیبار
درست پښتون تر کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار
ګوره څو جنګونه وشول په هر لوري
ولې هیڅ د یوسف زیو نشته عار
اول جنګ د لوړې شا د تهترو و
چې څلوېښت زره مغل شول تار په تار
خوېندې لوڼه یې په بند د پښتنو شوې
چې څلوېښت زره مغول شول تار په تار
دویم جنګ میرحسیني په دوابه کې
چې یې وټکېده سر لکه د مار
بیا له پسه د نوښار د کوټ جنګ و
چې مې وکيښ تر مغلو خپل خمار
بیا له پسه جسونت سنګ شجاعت خان و
چې ایمل یې په ګندهاب ویوست د مار
شپږم جنګ مکرم خان شمشېرخان دواړه
چې ایمل کړل په خاپښ کې تار په تار
چې ځما په یاد دې لوی جنګونه دا دي
د هلکو په هر لوري نشته شمار
همېشه فتح و نصرت دی لا تر اوسه
پس له دا ده بیا تکیه په کردګار
اورنګ زېب راته یو کال وشو چې پروت دی
په صورت حیران پرېشان په زړه افګار
کال په کال امرایان دي چې پرېوزي
چې طوفان شولې لښکرې کوم یې شمار
خزانې د هندوستان دې را خورې شوې
سره مهران دي ننوزي په کهار
دا د هیچا په اتلس فکره نه و
چې به دا کارونه شي په دا دیار
د بادشاه د بندنېتیو کمی نشته
په بد نیت یې ازار واخیست د خپل پلار
ځکه اوس د چا باور ورباندې نشي
هم بدنېت دی، هم بدقول دی هم مکار
بله هیڅ لیدله نه شي په دا مینځ کې
یا مغل د مینځه ورک یا پښتون خوار
که ګردش د اسمان دا دی چې لیده شي
که د خدای رضا په دا وي راغی وار
اسمان هرکله پېرې یک رنګې نه کا
ګاه په کام د ګل جار ووزي ګاه په خار
په دا هسې وخت چې وخت د نام و ننګ دی
دا بې ننګه پښتانه کا څه رفتار
پښتانه چې نور فکرونه کړي نا پوه دي
بې له تورې خلاصی نشته په بل کار
تر مغلو پښتانه په توره ښه دي
که په پوهه پښتانه وای څه هوښیار
ولسونه چې سند و بله وکا
بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار
که نفاق که اتفاق که جهل پوهه
د هاچا د خدای په لاس ده هره چار
افریدي مومند شینواري ګوره څه کا
د مغلو لښکر پروت پر ننګرهار
زه تنها پکې په غم د نام و ننګ یم
یوسف زیو فراغت په کښت و کار
اوس چې هسې بې ننګي بې ناموسي کا
عاقبت به ور ښکاره شي خپله چار
مرګ ځما په پوهه ښه تر دا ژوندون دی
د عزت سره چې نه وي زیست روزګار
همېشه به په جهان کښي ژوندون نه وي
د خوشحال خټک به پاتې شي یادګار
د درېیمې خور اول کار د غفو و
ما چې ووېل په برمول کښې دا اشعار
|