لنډي کیسې،
نثري ټوټې، ادبي مقالې، مقامات، خطبې او نور......
لنډې کیسې (ژباړې)
۱:
شرنګاني
۲:
ډایناسور
۳:
موږ به ناره کړه:"هلکو! بیا را ولاړ شئ"
۴:
مړ
هلك ستاسې په کړکۍ کې
نثرونه او احكايات:
۱:
مړینه د یوې عربې
بوډۍ له نظره
نورې لیکنې(ژباړې)
شرنګاني
خوبوړيه، ښه ويده شه، تر سهاره ويده شه، زه تاته څه ويل
غواړم، وايې وره!
خوبوړيه!
زه ستا خوب يم، كله زه هم يو سړى وم، ما هم ستا په څېر خوبونه
ليدل، ستا په څېر به ويدېدم او ستا په څېر به راويښېدم.
د ځمكې او اسمان ترمنځ كائناتو ته به غږېدم، خو اوس نه، اوس زه
هم هسې يو ياد يم. كه دې داسې ژوند درپه ياد شو چې نه يې
اوسېدلى نو لامل يې دادى چې زه دې خپلو خوبونو ته ننویستلی يم.
زما د ژوند کیسې ستا د ژوند له هغې سره اخښل كېږي.
خوبوړيه! يوه كيسه درته كوم. د زورځواكۍ او امپراتورۍ زمانه وه،
زما كليوالو ساده ژوند كاوه ، موږ ټول خوښ او خوشاله و او په
خپل كلې كې سولمن او سوكاله اوسېدو. دداسې يوه امپراتور رعيت و
چې لښكري يې لور په لور خپرې وې.
لږ وړاندې دهغه بل كلي وګړي هم همدومره خوښ او ښاد اوسېدل چې
حد يې نه و. زموږ په څېر يې خپلې رمې ساتلې، زموږ په څېر يې
باغوانۍ كولې، وړۍ به يې ورېشلې او د وړيو سوداګري به يې كوله،
زموږ په څېر به يې د غنمو كروندې كولې، زموږ په څېر به يې لو
كاوه او درمندان به يې بادول، د غنمو ډوډۍ به يې پخولې او
مېلمانه به يې د پسونو پر غوښو پالل.
خو د سمو كورونو پرځاى به يې ګردې د خاورو د غونډيو په څېر
جونګړې جوړولې. ددېوالونو پرسر به يې د توغونو لګولو پرځاى د
ورونو او دروازو پر سر د ونو زرغونې څانګي راځوړندې وې. د سړو
پر تنديو به شنې پټۍ او د ښځو پر مړوندونو به شرنګووني ول.
هغوى به هم زموږ په څېر مېلې كولې، خو ددوى د مېلو ورځې له
موږه بېلې وې. يوله بله به موكم ليدل. موږ به له خپلو لريو
څړځايونو څخه دهغوى په څړځايونو كې دهغوى ننداره كوله. پسرلى
مهال به چې موږ بازار ته تللو نو لاره مو ددوى پر كلي سپره وه.
په خبره سره پوهېدو، خو دهغوى په ژبه كې ځينې تورې موږ ته نا
اشناول.
پېړى او پښتونه دغسې يوه له بله بېل او لري اوسېدلو. كه د
امپراتور پوځونه د ختيځ د نيونې لپاره زموږ پر غرونو نه واى
راغلي نو موږ به همداسې بېل او يو له بله ناخبره واى.خو د
امپراتور لښكري زموږ پر كلي راغلې، دومره سړي و چې موږ كله هم
نه و ليدلي. تيغونه او تورې يې په لاسونو كې وې، د غره په لمنو
كې يې واړول. ډېر زيات آسونه، آن زموږ تر پسونو زيات آسونه
ورسره ول، د امپراتور څلورګوټې توره خيمه له ورايه معلومېده.
د لښكر مشران په كلي راګډ شول، سپايان يې زموږ رمو او كندوانو
ته راتوش كړل، بيا به يې ناره كړه: " وېرېږئ مه! تاسې د
امپراتور خپل خلك ياست، دومره څه به درته پرېږدو چې پرې و پايئ"
راتلونكى سهار، پوځ جوختې درې ته وخوځېد، مخكې موږ نه انګېرله
چې هلته به هم څوك اوسېږي، سخت ژمي ته سترګي پر لار و او د
وړيو حاصلات ډېر كم ول.
لوګي او خوړسكي مو ترسترګو شول، چې له ورايه اور څخه پورته
كېدلې، هغه مهال موږ وپوهېدو چې هغه لورته نور كلي هم شته دي.
د جنرال خبره د ټولو په ياد وه: "تاسې د امپراتور خپل خلك ياست"
له هغه وروسته به مو چې رمې څړځايونو ته بوتلې نو نور شپانه او
غوبانه به مو نه ترسترګو كېدل. بيا زه دهغوى كلي ته ورپسې
ورغلم، دهغوى جونګړي كنډوالې او درمندونه يې ايره ايره ول .
دخلكو خو نښه هم نه ليدل كېده.
څومره چې ورځې اوښتې، دغو خلكو زموږ خوبونو ته لاره موندله،
كونډې مور مې د خپل منګ يوه كونډه په خوب ليدلي وه، زما كوچنۍ
لور يوه وړه نجلۍ په خوب ليدلې وه چې شرنګووني بنګړي يې په
لاسونو ول. ما به هم يو سړى پر خوب ليده چې زما په څېر به يې
له يوه تور وري سره مينه كوله، هغوى به موږ ته په خوب كې ويل
چې موږ بايلوده، موږ له خپلو كورونو او خپلي نړۍ څخه وشړل شو،
موږ اوس يواځې په يادونو كې ژوند كو.
موږ ته پنا راكړئ. موږ ته په خپلو خوبونو كې ځاى راكړئ.
كه تردې وړاندې موږ ته راغلي واى نو موږ به رټلي واى، هغوى
زموږ په څېر نه ول، موږ خپل كورونه څلورګوټي او مضبوط جوړول.
زموږپه كورونو لګېدليو نښو موږ ته ګټه ورسوله، موږ له امپراتور
سره همژبي و او په ګډو ورځو به مو مېلې جوړولې او نمانځلې به
مو.
هغوى يو يو زموږ خوبونو ته راتلل، زوړ به زاړه ته راتلو،
دوچكاليو او سېلابونو كيسې به يې سره كولې. يو يو به سره
بلديدلو، ځوانې مېرمنې به ځوانو مېرمنو ته راتلې، د رڼو شپو د
ستړياوو او خوندونو كيسې به يې سره كولې.
يوه يوه به یې سره پېژندل، ماشوم به خپل هملوبي همزولي ته په
خوب كې ورتللو.
ما به په خوب كې هم له هغه سړي سره يوځاى رمه پووله چې زما په
څېر يې له یوه تور وري سره بې حده جوړه وه. هغه ماته يوه سندره
هم را زده كړه چې ما به بيا په ويښه د رمې پوولو پرمهال په
څړځاى كې زمزمه كوله.
زما لور هم خپلي د خوب له همزولي څخه يوه لوبه زده كړې وه چې
په ويښه به يې د كور له كاره وروسته له نورو همزولو سره ګډه
لوبوله.
زما مېرمني، له خپلې سيالي څخه د ژيړو چايو دمول زده كړي و چې
كله به زه تږى او ستړى كورته راغلم نو زما په مخ كې به يې
ايښود.
ډېر ښه چاى و، ما به هم هغې ته يوه سندره ويله چې الفاظ به يي
هغې ته ناآشنا ول. يو څه الفاظ يې دهغې هم په يادو زده ول.
ما له هغه سړي څخه په خوب كې وپوښتل چې ولي دوی د وره پرسر
زرغونې څانګې ځړولې، لدې به مې هم وپوښت چې هغوی به سپينې وړۍ
څرنګه شنې رنګولې، له هغه څخه مې په خوب كې د كوچنيو شرنګوونيو
د سوداګرو پوښتنه وكړه، ماوېل هغه سوداګر څوك ول؟ زما لور هم
غواړي چې پر مړوندونو شرنګانۍ وتړي.
په پسرلي كې به زموږ ددروازې پرسر د راځوړندو زرغونو څانګو له
امله ټول كلى وږم او خوشبويۍ پر سر اخیستى و.
اوړی به هرځاى زموږ د لوڼو د شرنګوونيو شرنګهار و.
امپراتور په ختيځ كې تر ډېرو ايسار شو.
كله چې لښكر راستون شو، سپايان دېر كم ول، دومره نه ول لكه موږ
چې ليدلي ول.
سپايان لوى لوى او شډل ښكارېدل.
د لښكر مشران يې سپاره پر كلي راسم شول، داځل يې په كسانو غږ
وكړ چې هرڅه ولوټي، هره رمه، هر پسه، هر درمند اوهر كندو.
"دا ولي؟ موږ خو د امپراتور خپل خلك يو!"
جنرال ځواب راكړ: داسي به نه وي! تاسې رښتيا واياست؟
داځل د هغه خبرې زموږ پر غوږونو بل ډول لګېدلې.
دهغوى لپاره مو له كورونو څخه هغه پخوانۍ نښې او بيرغونه را
وايستل چې هغه به خپل او پردي پرې پېژندل، سپايانو زموږ له
نغريو څخه خپل څراغونه ولګول.
ما د خپل كور له دروازې څخه رزغونې څانګې را وشوكولې او په
ځمكه مې را وموښتلې، تورسرو ژړل او د خپلو ماشومانو لوڼو په
مړوندونو پورې شرنګوونيو يې خپړې لګولې.
خوبوړيه! زه هم يو خوب يم، ماهمداسې خوب ليده لكه ته يې چې اوس
ګورې، همداسې به راويښېدم لكه ته چې راويښېږې.
اوس زه د يادونو سيورى يم- ستا د خپلو يادونو. ماته پنا راكړه.
دغه زما ورور دى، يو وخت ده هم زما په څېره رمه ساتله. هغه هم
لكه زما يو تور ورى ساتلى و، ما او هغه هم سره نه پېژندل خو
اوس مې خوږ ملګرى دى.
موږ له خپلې نړۍ او خپلو ټاټوبیو شړل شوي و.
موږ دننه در وبوله او په خپلو خوبونو كې راته ځاى راكړه.
ډایناسور
هغه چې ماشوم و،
قهرېدلی به روان و، غاښونه به یې چیچل او داسې په درب به
ګرځېده چې لوښي به په الماریو او رپکونو په شړنګي ول.
مور به یې په داسې وخت کې غږ پرې وکړ:
اوف، اوف، خدای ته ګوره زویه! غویی یا دیناسور خو نه یې، سم
سړی یې، لږ ورو ګرځه را ګرځه.
دایناسور خو نه و، خو ځان به د قاف غره دېو ورته ښکارېده.
کله کله به یې پلار هم ورته ووېل: "سم ووایه زویه، ته غواړې له
ځانه څه ډول هیرو جوړ کړې؟"
د اطفاییې سړی؟ پولیس؟ سرتېری؟ او که بل څه؟
په عالي لیسه کې چې کله آزموینې بشپړې شوې. ورته ووېل شول چې
تا په حساب کې ډېرې ښې نومرې ترلاسه کړي؛
کېدای شي دی به غواړي چې د حساب ښوونکی شي.
دا خو ښه خبره ده.
یا کېدای شي د مالیاتو محاسب جوړېدل غواړي. اوهو! دی خو به له
دې لارې ډېرې پیسې وګټي. پیسې ګټل خو ښه کار دی. دی به په مینه،
واده او د کورنۍ په جوړولو څه وکړي، څه فایده؟؟
په همدې فکر کې هغه د مالیاتو محاسب شو.
خوښ نه و، دا یوه وړه دنده وه خو که ده دا دنده نه لرلای نو
ځان به تردې لاهم کوچنی ورته ښکارېده. کله چې متقاعد شو نو ځان
نور هم وړوکی ورته ښکارېده. تر بدو بتر شو. یاد یې هم ډېر
کمزوری شوی و. هرڅه به یې له یاده وتل. له کوره د ګندګۍ ایستل
به یې له یاده وتل. د درملو خوراک به یې له یاده ووت، کوڼ و
او د کڼو د غوږۍ چالانول به یې له یاده وتل. حافظه یې ورځ په
ورځ نوره هم کمزورې کېده. مهم کارونه به یې له یاده وتل. لکه
دا چې خپل اولادونه به یې له یاده ووتل چې کوم یو یې په
سانفرانسیسکو کې مېشت و، دکوم اولاد یې واده شوی او کوم اولاد
یې له جوړې طلاق اخیستی.
د سمندر په غاړه یې چکر واهه. د مور خبره یې له یاده وتلې وه.
دمور هغه خبره یې هم هېره وه چې وېلې به یې : هلکه ډایناسور خو
نه یې.
ودرېد او خپلې د ډایناسور سترګې یې راڼه لمر ته ورپولې. د خپل
ډایناسوري پوستکي ګرمي یې احساسوله او د بنجخو پر سر ګرزېدونکو
جکو (اوبو پتنګانو) تماشه یې کوله.
|