علمي نثري  ژباړې

 

آیا سرعت په خپل ذات کې اهمیت لري؟  له Fountain مجې څخه ژباړه
اسلام او جنسیتي عدالت - د یوې ايرانۍ لیکوالې د انګرېزي ليکنې ژباړه
 

 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

*

آيا سرعت پخپل ځان كې هم څه اهميت لري؟

له The Fountain مجلې څخه

اوسنۍ عصر ته د سرعت او ګړنديتوب عصر ويل ناسم نه دي. د سرعت د ټكنالوجۍ له بركته اوسنۍ نړۍ ته له حسابه وتلي ګټې رسېدلي. هوسايي زياته شوې او د ډېرو خلكو ژوند له ډېرو ډول ډول اسانتياوو برخمن شوى. د نظريې او پليتوب ترمينځ واټن لنډ شوى.
د فاصلو كمېدنې د ګڼو پروژو د رښتيا كېدنې او كاري كېدنې چاره ګړندۍ كړې ده. هرڅه ناڅاپه پېښېږي او ژر حلېږي. شخړې ناببره راټوكېږي او چټكې پاى ته رسېږي. ساينسي خيال راتلونكې نړۍ داسې انګېري چې پېښي به( له ښو او بدو پايلو سره، لكه تراوسه چې يې ګورو) د رڼا په سرعت پېښېږي. هغه څه چې مهم دي، د انسان وارله مخه بيداري او باخبري ده. د ټكنالوجۍ سرعت ښايي د حقايقو او انصاف په ګټه ونه كارېږي.
د سرعت د زياتېدنې كيسه لكه په خپله د كائناتو هومره زړه ده. د سرعت د زياتېدنې دغه حقيقت د انسان له پيدايښت او بيا له خپل ځايه قدم وهلو او خوځېدلو سره جوخت كشف شوى او رابرسېره شوى وو. انسان له همغې ابتدا څخه د خپل خوځښت په تېزولو پسې وو، خپل حركت يې د سرعت او تېزۍ اوسنۍ ګنګسوونكي كچې ته راورساوه او لا يې هم په زياتونه بوخت دى.
لمړى سر انسانانو د خپلو پښو له ګړنديتوبه خوند اخيست، بيايې د كورني كړاى شويو ژويو په شاګانو سپرلۍ ته ورټوپ كړ. بيايې عربو او ټانګو ته مخه كړه. بيا يې په بايسكلونو او ټپ ټپونو پښه واړوله. تردې چې نني انسان د فاصلې پوپنايي او مكملې له مينځه وړنې ته مټې رابډوهلې. د غږ او انځور په لپاره د فاصلو پوپنايي همدا اوس هم په حقيقت اوښتي. د غږ او تصوير لپاره همدا اوس هم فاصله له معنې وتلې.
سرعت كه څه هم هوسايي او سوكالي ډېره كړې خو له بدو پايلو يې هم سترګې پټول بې انصافي ده. دا چې د ګټې كه د تاوان پله يې درنه ده، دا پوښتنه لا تراوسه هم سرخلاصې او ناحله پاتې ده. دغه پوښتنه په انساني ژوندانه كې د عمده او واقعي خوښيو او لاسته راوړنو سره د ټكنالوجۍ د اوسني پرمختګ په انډولولو او پرتله كولو تر يوه حده ځوابېداى شي. چې كله په نږدې راتلونكي كې په يو ډول برېښنايي انرژۍ چلېدونكي بسونه، كښتۍ او الوتكې بازار ته راووزې او په يو ډول رڼايي انرژۍ چلېدونكي فضايي الوتكې په كار ولوېږي نو د ډېرو سترو او بې اندازې لويو فاصلو لنډېدنه به د دقيقو خبره شي. كېداى شي يوازې د يوې تڼۍ په كېمنډلو له اوږدو فاصلو څخه انځورونه، غږ، رنګونه او حتې بوى ترلاسه كړو.
د وخت او فاصلې په لنډون سره به د ځمكې كره رښتيانى نړيوال كلى شي. د وخت او فاصلو دغه تسخير به، لكه چې تراوسه يې ګورو، نور هم پرمخ درومي او په ګڼو اسانتياوو سره سره به هرو مرو ګڼ شمېر ستونزي هم پنځوي.
مونږ د حقيقتونو په توګه د نويو ساينسي تحقيقاتو، نويو اختراعاتو او نويو مدني پرمختګونو منلو ته اړ يو خو له دې پوښتنې مو څوك نشي منع كولاى چې آيا له دغه ګړندي پرمختګ او د كائناتو د كتاب له دومرې ژورې مطالعې څخه به د انسانيت هغو لوړو اهدافو او موخو ته څه ګټه ورسوي چې د انساني ژوندانه لپاره تر خپله سرعت او تېز توب څو چنده زيات اهميت لري.
كه چېرته د وخت او فاصلو تسخير، صفر ته د ګړنديتوب او سرعت راټيټېدنې او نړۍ په يوه كلي اوښتنې مهمو او لوړو انساني اهدافو ته څه ګټه ونه رسوله نو آيا بيا به هم سرعت او ګړنديتوب د انسان لپاره همدومره ارزښتمن وى؟
كه د كائناتو د علم پرمختګ مونږ د ټولې نړۍ له پېښو څخه همدومره اشنا او باخبره وساتي لكه د خپل كلي له پېښو چې خبرېږو، هرڅه له پردو رابهر كړي، هرڅه ډاګيزه كړي، خو بيا هم دا هرڅه د لوړو انساني ارزښتونو، اړتياوو او خوښيو لپاره نه وي نو آيا دا به نامناسبه نه وي چې علم ته د وګړيو او قومونو له ځانګړيو رازونو سره د لوبېدلو او د هغو د راسپړلو اجازه وركړاى شي.
ايا سرعت پخپله موخه او غايه كېداى شي؟ ايا د لېږدوسيلو او اړيكتياوو چټكه پراختيا يوازې ددې لپاره مينځته راوړل شوې چې خلك لانور هم د احمقانه او بې مانا تېزۍ معتاد او روږدي كړي؟ تراوسه لا پدې باور ګران دى چې د لېږدوسيلو او اړيكتيايي وسائلو چټكه پراختيا به د انساني ژوند لپاره كومه نېكبختي رامينځته كړي او د انساني ارزښتونو په لور به د پرمختګ لامل شي.
كاشكې چې داسې كېدوني واى، كه داسې شوې واى نو انسانان به په نړۍ كې لكه د يوه سوله من كلي كليوال، وبله په خوښۍ او سوله كې اوسېدلاى خو تراوسه داسې كوم حدس ناشونى دى چې د ګړنديتوب ټكنالوژي به دغسې كوم پاك هدف ته خدمت او ګټه ورسوي.
كه څوك وايي چې ګړنديتوب د ځان لپاره نه، بلكې د لوړو انساني ارزښتونو او اهدافو لپاره مهم او غوښتلى دى، نو آيا پوښتلى شو چى ګړندي موټر، تېز تګى رېل ګاډي او چټكې الوتكي د انساني اهدافو لپاره څه ګټه رسوي؟
كه چېرې مو د لوړو اهدافو په لور پرمخ بيايي نو ښائي او لازمه ده چې دغه سرعت آن د عملي خيال او تصور تر بريده زيات كړاى شي خو له بده مرغه دغه ددغې پوښتنې مثبت ځوابول ډېر ګران دي. د اوس لپاره ويلاى شو چې د ګړنديتوب ټكنالوجۍ اوسنۍ نسخه زمونږ له انساني اهدافو او ارزښتونو سره په ډېره اوږده فاصله كې دى.
كه سرعت دوخت سپما وي، كه سرعت د چارو ښه او ژر ترسرى او يا كوم ځاى ته ژر رسېدنه وي نو كه دغه سپمول شوى وخت، دغه ترسره شوى كار او دغه ترلاسه شوى منزل پخپله هم تر سرعت او ګړنديتوب د يوه لوړ هدف لپاره نه وي نو بيا دا ټولي خوارۍ د څه لپاره وباسو؟
كه د ګړنديتوب ټكنالوژي كوم خاص لورى نه لري او د كوم ښه هدف په ترلاسۍ كې لاس نه كوي نو بيا خو به زمونږ ټولې هڅې او سپمول شوى مهال بې ګټې وي. كټ مټ له يوه وياله چې هېڅ ځاى هم نه خړوبوي او يالكه اورښت چې ابته په يوه شاړه ځمكه اوري.
نن سبا د سرعت او ګړنديتوب پلويان پدې خبره خوښي كوي چې ټكنالوژي د دقيقو په رپ كې وګړي د ځمكې له اتموسفير څخه وباسي او بېرته يې راستنوي او دغه ډول غږ او انځور په عين مهال يوه له بله جوخت د زرګونو كيلومترونو په فاصلو كې خپرېږي او يو تر بله رسېږي.
دوى د عمومي پايلو څخه په سترګې پټولو سره يواځې او يواځې سرعت ته اهميت وركوي او په ټكنالوژي باندې نازېږي پداسې حال كې چې ځانته سرعت خو يوازې يوه مادي پديده ده.
له ځانګړي هدف او مقصديت لرلو پرته سرعت كله هم د مدنيت او انساني ارزښتونو د تحقيق په لور د پرمختګ بنسټ نشي ګرزېدلاى.
انسانانو ډېر ځله پداسې پېر كې چې پښې يبله او د ځناورو پر شا به يې مزلونه كول، غټې نېكبختيوي او خوښۍ ليدلي او نن ورځ د ډېر پرمختللې او ګړندۍ ټكالوژۍ له درلودلو سره سره مونږ ټول د ډېر لويو انساني بدبختيو شاهدان يو.
سرعت او ګړنديتوب كله هم د انسان عاجله اړتيا او ضرورت نه وو. سرعت د پاى ته رسېدنې وسيله وه او ده. ددې پديدې متوازنه كتنه پكاره ده. ځينو خلكو له سرعت او ټكنالوژۍ څخه ببو جوړ كړى او له حده زيات ناز پرې كوي، ځينې نور يې مطلق بې ګټې بولي او تردې چې د لېږدېدنې او اړيكتيايي ټكنالوژۍ سره يې تربوري راخيستې او مخالفت يې كوي.
ګړنديتوب بايد د ځانګړو اهدافو ملاوتړي. سرعت ته بايد ترهغه ښه راغلاست ووايو چې د انساني ارزښتونو په خدمت كې وي، تر هغه چې سرعت سولې او خوښۍ ته لاره لنډوي او ځانځاني شاته ټېل وهي او د دنياوي او اخروي سمون چارې هواروي، ترهغه چې سرعت علمي تحقيقات نور هم پرمخ بيايي او علمي بنسټونه غښتليوي، سرعت زمونږ اړتياده.
ددغو نېكيو له ملتيا پرته ګړنديتوب يو بې مانا او ناخوندي سراب دى او بس.
 

  زړه پانګه:
د حمید بابا، خوشحال بابا، رحمان بابا، کاظیم خان شیدا او نورو شعرونه
 
 

د مناسبتونو شعرونه:

 

د هرې ورځې په مناسبتونو کې غوښتي شعرونه د مناسبت د موضوع پر اساس ترتیب شوي.
 

  موضوعات او شعرونه:
  شعرونه د پلټنې د اساني لپاره پر موضوعاتو وېشل شوي.
 
  شعري ژباړې:
  له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي شعرونه
 
  فولکلور او شفاهي ادب:
  فولکلوري توکي چې ډېره برخه یې ټپې او کاکړۍ غاړي جوړوي.
 
  شعري ټولګې:
  دلته ځینې شعري ټولګې په  PDF  بڼه  د  رالېښلو لپاره اېښول شوي
 
  هنري، علمي او ادبي څېرې:
  دلته به د پښتنو شاعرانو لنډې پېژندنې وګورﺉ
 
  غورچاڼونه:
  د نویو شعرونو غورچاڼ چې چاڼونکی یې هم  معرفي
 
  پښتو پر لیکه:
  د ځینو مهمو او ګټورو وېبپاڼو پیوندونه  او اړیکې
 
افغان ادبي بهير:
  د افغان ادبي بهير مشران او ملګري
   
 
لیکنې او نثرونه

کره کتنیزې لیکنې

 

لنډې کیسې

 

ټولنیزې لیکنې

 

رسمي شالید

 

سياسي لیکنې

 

په نورو ژبو لیکنې

 

اسلامي لیکنې

 

کلتور او ژبه

 
 

فلسفي لیکنې

 
 

نثري ژباړې (ادبي)

 
 

نثري ژباړې (علمي)

 
 
 

 

 

 

 

ټولی رښتۍ محفوظی دی

لومړیۍ مخ | پروګرامونه | دندی | پیوندونه | اړیکی | معلومات

Designed & Developed By:
Asad Hasan from www.sahar.af