ټولنیزې لیکنې

لړلیک:

1. سوچ وکړه؛ څه توپير به مامخا لري - جنوري، ۲۰۰۱

2. د نویو جهانسوزانو وړاندوینه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

توپیر به خامخا لري، ته لږ سر پرې وخوږوه  second

درنه ملګریه!
تا څه ويل چې ملا او عالم
توپیر
نه لري؟
دا څه وايې
مسلمانه! توپیر به خامخا لري، ته لږ فکر پكې وكړه، سر پرې وخوږوه، مساله مهمه ده.  که ملا او عالم توپیر نه درلودای نو ملايان خو زمونږ په وطن كې تر هرځاى ډېر دي. آن دا چې پردو ګاونډيو هېوادونو ته يې لاهم د امامتونو لپاره صادروو خو له بده مرغه بې علمي زمونږ د وطن شهرت ده. چې دومره عالمان مونږ درلوداى نو بيا خو كيسه دومره نه خرابېده. او دا ځكه چې آيــــان و شتان بين العالم والملا.
زمونږ د كلي ملا چې واړه او زاړه يې ملا صاحب بولي او له شكل او  
بڼې نه هم پوخ پتیر ملا
دى، او هم د ملا محلي او سيمه ايز تعريف ته كټ مټ جوړ او سم دى خو د علم دښمني يې خپله دنده بللې. په زغرده خلكو ته وايي چې مكتب د پسات ځاله او د نجونو سبك (د نجونو سبق) دهغوى بدلمني ده. زمونږ د كلي ملا خو د علم دښمني ته د پاكستانو خبره كار ويلى. ته اوس دا ونه وايې چې دا نو ملا نه دى. ملا دى او بې شكه چې زمونږ د ملايانو د تعريف ټول توكې له لباسه تر احساسه، له مظهره تر نظره ټول رانغاړي. د زيړو كتابونو بلبل دى او سپين کتابونه خو بالکل تر پام هم نه ورځي. دوولس قسمه اعراب يې زده دى او د ځنځيري اعراب مېړنى دى. دمنطقو صغرې او كبرى يې نسوار هم نه دي. ملا دى، بېشكه ملا دى خو په عالم كې به درته دروغجن شم ځكه چې مسئلې بيانوي او حوالې وركوي خو دليل ويل دنورو كار ګڼي. بابا دا علم خو هغه وخت علم وي چې مستدل وي او برهان ولري كنه مسئلې خو د شپنو هم زده وي. قرآن پاک خو وايي چې هره پوهه علم دى او دى خو د يوه دوولس كلن پاكستاني كالجې هومره هم درايت نه لري. په ډېرو نورو مسایلو یې اروا نه ده شکه،  د خپل هېواد په تاريخ كې يو سلطان صاحب پېژني او بل بهلول دانا، يو ليك پښتو چې ليكي نو تر مخه يې يوه چايجوش چاي دموي ځكه چې وايي چاي نخورده جنګ نه ميشه، د خولۍ نه پسرول چې په زوائدو سنتو كې يا راځې يا نه راځي، هغه ورته د فسق بواح ح ح مرادف ښكارېږي خو د مسواك په اړه چې ۶۰ حديثونه يې په بابله راغلي كله هم چاته
نه وايي چې مسواك ولې نه كاروې. بلكې پخپله يې هم په وريو ښه نه لګېږي. دا هغه نورمال ملا يادوم، هغه ستا شاذ ملا  خو لكه اصيل باز يو يو پېدا كېږي.
وروره څه به دې سر خوږوم. يا خوداده چې ملا او عالم فرق لري او يا نو د خوشحال خبره:
ياهغه پښتانه نوروو داڅه نور دي.
وروره ماخو چې اورېدلي، دغه ملا طايفه د مسلمانانو د مجد او عظمت د زمانې زېږنده نه ده. دا په دغه اوسني جوړښت هغه وخت پنځېدلې چې د دجلې او فرات سيندونو د بغداد د كتابونو او قلمي نسخو رنګونه په ځان كې نري كړي ول او هغه كتابونه چې تتاريانو پرې خپل اسونه له سينده پورې ايستل په اوبو كې شړيدلي ول.
تر دې وړاندې چا د علم لپاره سرحد نه پېژانده. هغه مهال علماوو د قرآن كريم له حفظه راپيلوله او په طب،
هندسه، نجوم، ژبپوهنيزو علومو، بلاغت، هنر، موسيقۍ او .... يې لا هم
نه ختموله. دغسې انسانانو ته علما ويل د علماوو د شان سپكاوى دى.
هو مجبوري
دې منم. مجبوري بېل شى ده، دا بېله خبره ده چې ملا اوس خلک په دې قانع كړي چې د هغه مخ ته كتل ثواب لري. او دا هم بېله خبره ده چې که ملا نه وي نو محراب مو خدای مکړه شاړېږي. چې ملا يې ونه كړي نو دا محراب به خداى مكړه خالي پاته وي. پدغه ځاى كې نو بيا څوك څه نشي ويلاى، دلته يې ټول مني چې هو ملا صاحب! په کار دې برکت شه چې له دومره ستونزو سره زمونږ خلكو ته معنوي اسره وركوې، كم تر كمه هغوى ته هغه څه ښيې چې لپاره يې پيدا شوي. نور نو هغه د اقبال (رح) خبره ده:


زما برصوفي و ملا سلام است
كه پيغام خدا دادند مارا
ولې تاويل او در حيرت انداخت
خدا و جبرئيل و مصطفى را
_________________

د نویو جهانسوزانو وړاندوینه first

دلته زما د خپل ښار په یوه څنډه کې د یوه ښاغلي ماڼۍ جوړېږي. خلک چې پرې تېرېږي، را تېرېږي، ډول ډول تبصرې پرې کوي. په دې لاره هر سهار او مازیګر د ښار د شاوخوا کلیو هغه  دیاړي ماران او تشپاڼي تېرېږي چې له کوره تر کارځایه تګ راتګ کوي. هغوی په داسې یوه ماڼۍ کې د یو وخت ډوډۍ خوړلو یا یو ساعت تېرولو تصور هم نه کوي درلودل خو یې څه کوې.

ماڼۍ جوړېږي، ډېره ښه او هوسناکه جوړېږي. روغتون او جومات ته هم ورلنډه ده. ښوونځی یې تر خوا دی. مارکېټ او دوکانونه هم ورلنډ دي. لوی څړک هم ورته په نیږدې واټن کې دی. څړک به یې هم په دې نیږدې راتلونکي کې پوخ شي. د دې ځای اوبه او هوا هم خوندور دي او د دې ځای کرایې هم لوړې.

خلک به هرڅه هرڅه وایي، خو ماته د داسې ماڼیو جوړېدل ښه مانا لري، یا په نېک نظر ورته ګورم. ښه ده چې مالدار ډېر شي او په ښایسته ماڼیو او ودانیو مو ښار ښکلی شي. که پکې و نه اوسو نو له بهر څخه خو به ورته وګورو. دغه ښایست یې راڅخه څوک نشي ایسارولای.

خو د تلونکیو را تلونکیو کلیوالو تبصرې بیا بوږنوونکي دي. داسې ښکاري چې ټول دې ډول بډایانو ته په زړونو کې پاخه دي.

دا نو بیا د تشویش خبره ده. یوې خوا ته مو د ښار دېوالونه لوړېږي او ښایسته ودانۍ جوړېږي، او بل لور ته مو د ښاریانو ترمنځ د احساساتو او خواخوږۍ پلونه ړنګېږي او په زړونو او د ماغونو کې د کرکې باروت ډکېږي.

دا چې دغه ذهني او احساساتي کشمکش به تر کومه روان وي، او څه پایلې به ولري، د سړي خیال ته د دې ښار بدې بدې منظرې راولي. بل جهانسوز، بل کلکانی، بل پنا، بل ګدا، بل دادالله او بل رسول پهلوان.

- آخر دې ښاري بډایانو څه کړي دي چې دا کلیوال تش پاڼي ورته دومره په غوسه دي

- آخر دې کلیوالو تشپاڼو څه کړي دي چې ټول عامه خدمات، روغتونونه، ښوونځي، دوکانونه، برېښنا، ټیلېفون او نور دې یواځې د دې ماڼیو پر شاوخوا را چورلېږي او دوی دې دا ډول ماڼیو ته د تشو ننوتلو خوب هم ونه لیدلای شي. په دوی کې هرومرو پړ او ناپړ شته دي. دا برخې خو خدای دغسې نه وې وېشلي.

د دواړو په اړه پوښتنې او تشویشونه پر ځای دي. د دې تشپاڼو چې کله هم وار برابر شوی نو له ماڼۍ والاوو یې غچ اخیستی او د ماڼیو ګلېمونه یې جم کړي دي. همدا پرون چې د مجاهدینو + ګلیم جمانو + وحدتیانو او بیا د طالبانو په نامه کلیوال را و بهېدل نو دې ماڼۍ والاوو ته یې څه پرېښودل؟

نن چې بیا د ښاري بډای وار راغلی نو پرون یې هېر دی او بیا پر هماغه خره سپور دی. پر خلکو د خپلې خوښې خوی او بوی تحمیلوي او پر نورو خپله ژبه او رواج مني.

څه فکر کوﺉ چې د ځمکې او نورو سیارو له چورلېدا سره یورنګه د ځمکي والو ژوند قطب نه بدلوي.

زه وایم، د ښار پراختیا ښه ده، خو چې د ذهنونو د غونجېدا او نورو د ټندو د ګونجېدا لامل نشي. که زما بې سوادهو پر تنه غټ، پر فکر لټ ښاري ولس د ژوند د سیپارې تر میم زرما  تېر نشي نو د غریب ولسونه به تل خپله وروستۍ حربه کاروي او نوي نوي جهانسوزان به زېږوي. که زه بد وایم نو حافظ خو حافظ دی چې وایي:

ساقی به جام عدل بده باده  تا ګدا       غیرت نیاورد که جهان پر بلا کند

 

خوانندۀ مغربی در صف بزازان حلب همی گفت و همی رفت که ای خداوندان نعمت! اگر شما را انصاف بودی و ما را قناعت، رسم تگدی از دنیا ور افتادی. د سعدی گلستان
  زړه پانګه:
د حمید بابا، خوشحال بابا، رحمان بابا، کاظیم خان شیدا او نورو شعرونه
 
 

د مناسبتونو شعرونه:

 

د هرې ورځې په مناسبتونو کې غوښتي شعرونه د مناسبت د موضوع پر اساس ترتیب شوي.
 

  موضوعات او شعرونه:
  شعرونه د پلټنې د اساني لپاره پر موضوعاتو وېشل شوي.
 
  شعري ژباړې:
  له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي شعرونه
 
  فولکلور او شفاهي ادب:
  فولکلوري توکي چې ډېره برخه یې ټپې او کاکړۍ غاړي جوړوي.
 
  شعري ټولګې:
  دلته ځینې شعري ټولګې په  PDF  بڼه  د  رالېښلو لپاره اېښول شوي
 
  هنري، علمي او ادبي څېرې:
  دلته به د پښتنو شاعرانو لنډې پېژندنې وګورﺉ
 
  غورچاڼونه:
  د نویو شعرونو غورچاڼ چې چاڼونکی یې هم  معرفي
 
  پښتو پر لیکه:
  د ځینو مهمو او ګټورو وېبپاڼو پیوندونه  او اړیکې
 
افغان ادبي بهير:
  د افغان ادبي بهير مشران او ملګري
   
   
 
لیکنې او نثرونه

کره کتنیزې لیکنې

 

لنډې کیسې

 

ټولنیزې لیکنې

 

رسمي شالید

 

سياسي لیکنې

 

په نورو ژبو لیکنې

 

اسلامي لیکنې

 

کلتور او ژبه

 
 

فلسفي لیکنې

 
 

نثري ژباړې (ادبي)

 
 

نثري ژباړې (علمي)

 
 
 

 

 

 

 

ټولی رښتۍ محفوظی دی

لومړیۍ مخ | پروګرامونه | دندی | پیوندونه | اړیکی | معلومات

Designed & Developed By:
Asad Hasan from www.sahar.af